!پر نړۍ د امريکا پخوانی روب داب د کمېدو په حال کې دی

محمد سليم سليمان

676

محمد سليم سليمان (د سياسي علومو د  Ph.Dسکالر)

په نړۍ د امريکا پخوانی نفوذ  ورځ تر بلې د ښکته کېدو په حال کې دی او داسې معلومېږي چې د بايډن په مشرۍ متحده ايالات نور په نړۍ کې هغه پرستېژ نه لري لکه پخوا یې چې درلود او هم په کور دننه په امريکا کې د بايډن د مينه والو کچه په بې ساري ډول راښکته شوې ده.
د پيو د تحقيقاتي مرکز د شمېرو له مخې زياتره امريکايان په دې باور دي چې د خپل هېواد نړيوال پرستېژ یې د زوال پرخوا روان دي او ددې خلکو چې زياتره یې دپاخه عمر لرونکي امريکايان دي تقريبا نيمايي يانې ۴۷ فيصده  په دې باور دي چې په دې وروستيو کلونو کې د امريکا هغه روب داب د  له منځه تللو په حال کې دی. له امريکا څخه د نړيوالې ناراضايتي کچه تر ټولو ډېره د ټرمپ او بايډن د حکومتونو په دوران کې رامنځته شوې او په چټکۍ سره مخ پرښکته روانه ده.

 نن سبا امريکا په خپل هېواد کې له بې ساري تورم ، د کاروبار او انرژي په برخه کې  له بې ساري مشکلاتو سره لاس و ګرېوان ده . د نورو هېوادونو په برخه کې هم د بايډن او دده د ادارې پاليسيانې ددې لامل شوې دي چې د نړۍ په هېوادونو کې یې محبوبيت راټيټ او د هېوادونو هغه بروسه او باور پرې راکم شي لکه مخکې یې چې درلود. د اوکراين له کړکېچ سره همهاله  متحده ايالات او اروپا د انرژي له بې ساري کمبود سره مخ دي او دې چارو بايډن او اروپايي مشران  اړ کړي چې منځني ختيځ ته سفر وکړي، خصوصا بايډن چې سفر یې له  اسرايلو پيل،  بيا فلسطين  او سعودي ته ولاړ او د خليجي هېوادونو په ګډه ناسته کې یې ګډون وکړ. د انتخاباتو په لومړيو شعارونو کې بايډن ويلي و  چې د سعودي وليعهد (محمد بن سلمان) د جمال خاشاقچي قاتل او دده په دستور د خاشاقچي د وژلو کارترسره شوی او هم یې ويلی و چې قطعن به له محمد بن سلمان سره نه ګوري او ددې قتل پوښتنه به ارومرو کوي خو نن سبا د انرژي د کمبود له امله مجبور شو د سعودي دروازې هم ور وټکوي او د نفتو او ګازو خير و خيرات ترې وغواړي.

په تاريخ کې لومړی ځل سعودي ته د امريکا واکمن په دومره (کم استقباله) پروټوکول سره ولاړ ، په هوايي ډګر کې نه ورته ملک سلمان راغی او نه یې هم خپل زوی وليعهد محمد بن سلمان راولېږه ، بلکې يوازې د مکې مکرمې والي یې د استقبال لپاره ولاړ و، په داسې حال کې چې د امريکا د پخواني ولسمشر ټرمپ بې ساری استقبال وشو او خپله محمد بن سلمان یې د بدرګه کولو لپاره هوايي ډګرته ولاړ. د بايډن خبره چې له محمد بن سلمان سره به قطعن ونه ويني عملي نه شوه او مجبور شو د جدې په سولې ماڼۍ کې له وليعهد سره وويني او د هغه له سوړ هرکلي سره چې د ستړې مشې پر وخت يوازې د سوکانو جنګول وو مخامخ شي. همدارنګه هغه څه چې امریکا غوښتل هغه هم په بشپړ ډ‌ول تر لاسه نه شول امريکا غوښتل چې د نفتو صادرات دې د منځني ختيځ د هېوادونو لخوا زيات شي او د کمبود هغه تشه دې ډکه شي چې د روسيې په تحريم کولو سره رامنځته شوې ده خو نه يوازې چې د نوموړي دې غوښتنې ته لبیک ونه ويل شو بلکې د منځني ختيځ مشرانو په ټينګار سره وويل چې موږ نشو کولای تر دې ډېر تېل نړيوال بازار ته وړاندې کړو. په امريکا او اروپا کې د انرژي توکو کمبود بايډن دې ته اړ کړ چې سعودي ته لاړ شي.  پراګرسيو فکر والا او د بشري حقونو ملاتړي په دې اندېښمن دي چې د امريکا ولسمشر امريکايي ارزښتونه د کوچنيو او لنډمهاله اهدافو قرباني کړل د مثال په توګه د سعودي دې ته هڅول چې د نفتو استخراج زيات کړي او له عربو اسرايلو اړيکې ښې کړي او له بلې خوا جمهوريت غوښتونکي او ريالستان چې د (منافع محور) سياست طرفدار دي په دې اړه ناراضه دي چې د بايډن د سفر لاس ته راوړنې هغومره نه وې چې تمه يې کېدله نو معني دا چې له يوې خوا هم دا سفر دومره بريالی نه و لکه څنګه یې چې فکر کېده.

د ايران په برخه  کې هم د بايډن نظر دا و چې خليجي هېوادونه د ايران پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو کړي او د بايډن د هڅو ملاتړ وشي خو د منځني ختيځ مشرانو وويل چې له ايران سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړيکې غواړي او دوی له ايران سره پخوانۍ کلتوري، سياسي او ديني ارتباطاتو يوه اوږده مخينه لري.

د عربي هېوادونود خوشحالولو او د مسلمانو ملتونو د زړه د راخپلولو لپاره یې ان د فلسطين تر دروازې ور ورسېده له فلسطيني صدراعظم محمود عباس سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې خو لکه چې ښايدل هغومره اغېز یې نه درلود او د دوی او د دوی د سياسي ستراتيژيو د جوړونکو د تمې خلاف له کمزوري هرکلي سره مخ شول.

او سربېره پر دې امریکا ايران د هغه زمري په شان د منځني ختيځ شېخانو او اسرايلو ته (بوبو) کوي چې ګويا که د امريکا سره همکار پاتې نشئ د ايران په شان لېوه به يې وخوري او د همدې وېرې څخه په استفادې یې دا شېخان پر ځان راټول کړي دي او ايران هم دا درک کړې ده چې نوره د امريکا د التوماتوم ژبه کار نه کوي او هغه څه به کوي چې خپلې ملي ګټې او د هېواد یې خوښه وي او لګيا دی کوشش کوي له روسيې سره اړیکې جوړوي او ان په وروستيو کې خو دې ته نږدې شوی چې په روسيه باندې د امريکا د خبرداريو سربېره بې پيلوټه الوتکې وپلوري. او له روسيې سره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

بایډن له اسرايلوسره  د دوی د امينتي ملګرتيا ژمنه وکړه او د اسراییلو د دفاع په برخه کې يې هر راز کومک تعهد وکړ  او په بدل کې یې د اوکراین په مسله کې د اسرايلو د ملاتړ غوښتنه وکړه، خو تل ابیب په ځواب کې چوپتیا غوره کړه او ویې نه غوښتل چې له روسيې سره خپلې اړيکې خرابې کړي په داسې حال کې چې په نړۍ کې وروسته له برتانيا اسرايل د متحده ايالاتو تر ټولو نږدې او زړه ته ورتېرد راز و نياز هېواد دی .

نو لنډه دا چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د بايډن وروستي سفرونه ددې ښکاروندي کوي چې امريکا پوهېږي چې نړيوال پرستېز او دبدبه یې ورځ تر بلې کمزورې کېږي او د افغانستان څخه په يو ناڅاپه وتل او افغان متحدين په تش ميدان پرېښودل او بيا د اوکراين په مسئله کې ور داخلېدلو یې نړيوال حالت تر بل هر وخت خراب کړي دي ، دوی پوهېږی چې نړۍ په تېزي سره د تغيير په حال کې ده او ان خپله په امريکا کې د يو شمېر سياسيون په نظر د بايډن تګلاره ناکاره او د امريکا د نړيوال احترام د کمزوري کولو په مانا ده او ددې امکان شته چې د نوموړي د استیضاح خبره ورځ تر بلې راپورته شي او سياسيون يې لاس په کار شي چې هغه امريکا چې په نړۍ کې یې پراخ نفوذ درلود ولې ورځ تر بلې يې پرستېژ او شان و شوکت راغورځي او څوک یې په خوله پياز هم نه خوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.