چي نه ترنګ وي نه مستي وي هغه ښار مي در بخښلی
محتسبه ځوانیمرګه پکښي وګرځه ښاغلی
توبه ګار چي له توبې یم چي پرهېز یم له ثوابه
ما به څرنګه پر لار کې محتسب خانه خرابه
چي رګونه مي ژوندي وي له سارنګه له ربابه
زه مین پر سور او تال یم په هر تار مي زړه پېیلی
محتسبه ځوانیمرګه پکښي وګرځه ښاغلی
یوه ورځ به ته هم وینې د سرو میو ډک خمونه
تر خلوته به دي درسي د رندانو آوازونه
بیا به پیر د خُم له څنګه پر سر اړوي جامونه
ته به پروت یې په محراب کي د کلونو رنځ وهلی
محتسبه ځوانیمرګه پکښی وګرځه ښاغلی
ما شبقدر دی لیدلی منل کیږي مي خواستونه
خړي وریځي به رخصت سي نور به نه وي توپانونه
پسرلی به راته راوړي په اورغوي کي ګلونه
پرسینه د خپل اسمان مي لمر لیدلی ځلېدلی
محتسبه ځوانیمرګه پکښی وګرځه ښاغلی
موږ به بیا هغه یاران یو د سروګلو به غونډۍ وي
ته به هېر یې له زمانه خاطره به دي پردۍ وي
پرلحد به دي رقیبه نه بیرغ وي نه جنډۍ وي
لکه نه وې زېږېدلی لکه نه وي چا لیدلی
محتسبه ځوانیمرګه پکښی وګرځه ښاغلی
پر غزل د جهاني به له ربابه نغمې اوري
یوه شمع به ختمېږي خو بلېږي به سل نوري
په پانوس کي به لا ګرځي د سوځلي وزر سیوري
د زلمي ساقي له لاسه جام پر مځکه پرېوتلی
محتسبه ځوانیمرګه پکښی وګرځه ښاغلی
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د جولای شلمه، ویرجینی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.