دسهارلمونځ کوونکو لپاره لس(۱۰)زیري

835

که چیري یو مسلمان، او مسلمانه ښځه دغه لس زیري ووایي، هیڅ ګمان نه کوم، چي بیا به د سهار لمونځ په خوب پر تېر شي.

 اول زیری: د سهار لمونځ د قیامت په ورځ پوره نور دی،

ځکه رسول الله ﷺ فرمایي: هغه تګ کوونکو ته دي زیری وي، چي د شپې په تیاره کي مساجدو ته ځي، د قیامت په ورځ به د دوی لپاره پوره پوره روښنایي وي.

الألباني صحيح الجامع ٢٨٢٣

 دوهم زیری: د دنیا تر هرڅه بهتره د سهاره لمونځ دی،

رسول الله ﷺ فرمایي:

د سهار دوه رکعته سنت لمونځ بهتره دی، تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي،

داچي سنت یې دومره لوړه درجه لري، نو د فرضو به یې څومره لوړ شان وي.

رواهُ مسلم ٧٢٥

 درېیم زیری: ډیري نیکۍ، د مسجد پر لور په ډیرو قدمونو کي دي.

رسول الله ﷺ فرمایي: کم څوک چي د خپله کوره د لمانځه پر طرف ووزي، د هغه لپاره پر هر قدم لس نېکۍ دي، او لمانځه ته انتظار کوونکی عابد ګڼل کیږي، او د لمونځ کوونکو څخه ګڼل کیږي، تر هغه چي خپل کورته راګرځي.

رواهُ احمد ١٧٤٥٩

څلورم زېری: د سهار پر لمونځ کوونکي ملائکې شاهدي وایي.

د سهار په قرأت لوستلو (د سهار په لمانځه) شاهدي ویل کیږي. الاسراء ۷۸

پنځم زېری: د سهار لمونځ د اور څخه د نجات یوه وسیله ده،

رسول الله ﷺ فرمایي:

جهنم ته به داخل نسي، هغه څوک چي د لمر ختلو مخکي او د لمر لوېدلو مخکي لمونځ یې کړی وي. هدف یې د سهار او ماځیګر لمونځ دی.

رواهُ مسلم ٦٣٤

 شپږم زیری: د الله تعالی د ذات مبارک لیدل،

جریر بن عبدالله رضي الله عنهما فرمایي:

چي نبي کریم علیه السلام د څوارلسم سپوږمي ته کتل، او بیا یې وفرمایل، چي تاسو به خپل رب جل جلالهُ داسي روښانه ووینی، که مو چیري د سهار او ماځیګر لمونځونه په تداوم سره کول، او بیا نبي کریم علیه السلام دا دعا وویله:

وسبح بحمد ربك قبل طلوع الشمس وقبل غروبها.

البخاري ٥٧٣ ومسلم ١٨٢

 اووم زیری: د ټولي شپې د عبادت ثواب ورکوله کیږي،

رسول اللهﷺ فرمایي: څوک چي د ماخستن لمونځ په جماعت وکړي، لکه نیمه شپه چي یې عبادت کړی وي، او څوک چي د سهار لمونځ په جماعت وکړي، لکه ټوله شپه چي یې په لمانځه تېره کړې یي.

رواهُ مسلم ٦٥٦

 اتم زیری: د سهار لمونځ کوونکي ته ملایکي دعا کوي،

نبي کریم علیه السلام فرمایي: کم څوک چي د سهار لمونځ وکړي، بیا هغه د لمانځه پر ځای کښېني، نو ملائکه به ورته دعا کوي، د هغوی د دعا الفاظ دادی، اللهم اغفر له ، اللهم ارحمه.

رواهُ أحمد ١٢٥١

نهم زیری: د حج او عمرې په اندازه پوره ثواب ورکوله کیږي،

رسول الله ﷺ فرمایي: کم څوک چي د سهار لمونځ وکړي، بیا کښېني د الله تعالی ذکر وکړي، تر هغه چي لمر راخیژي، وروسته دوه رکعته لمونځ وکړي، دده لپاره به د حج او عمرې غوندي پوره، پوره، پوره اجر وي.

الالباني السلسلة الصحيحة ٣٤٠٣

 لسم زیری: د سهار لمونځ، د شر څخه د ساتني ذریعه ده،

نبي کریم علیه السلام فرمایي: کم څوک چي د سهار لمونځ وکړي، هغه به د الله تعالی په ذمه کي وي.

رواهُ مسلم ٦٥٧

هغوی چي د سهار لمونځ نه کوي،

ددغه ټولو ګټو او بشارتونو څخه به بې برخي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.