«د افغانستان د امنیت، اقتصادي ودې او سیمیز اتصال» تر عنوان لاندې دغه کنفرانس کې به له شلو څخه د ډيرو هیوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي ګډون ولري.
دغه کنفرانس دقیق په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو د لومړني کال د پوره کيدو په درشل کې ترسره کیږي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دغه کنفرانس د جوړولو څخه مقصد نړیوالې ټولنې ته د افغانستان په اړه د وړاندیزونو او طرزالعملونو د یوې ټولګې وړاندې کول دی. دغه وړاندیزونه او طرزالعملونه به په افغانستان کې تر جګړې وروسته د ثبات د ارتقا، امنيت، بیارغونې او همدارنګه په سیميزې همکارۍ کې د افغانستان ادغام چې په هغه کې د افغانستان د څو میليتي خلکو او نړۍ منافع وي، په څير موضوعات ښودل شوي دي.
د تاشکند په کنفرانس کې د طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو يو شمیر رسنیو د ازبیکستاني چارواکو له قوله ويلي دي چې طالبانو ته بلنه، د هغوی د حکومت د په رسميت پيژندلو په معنی نه ده.
داسې ښکاري چې د افغانستان اکثره ګاونډي او هم سرحده هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنيدو وروسته، په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو او د هغوی له لوري د امنيت له ګواښ څخه انديښمن دي.
په وروستیو کې د ازبيکستان ځينې برخې د افغانستان له خاورې څخه په توغنديو ویشتل شوې وې. تر دغو بریدونو وروسته د طالبانو د حکومت ویاند د ازبیکستان حکومت ته ډاډ ورکړ چې د دغې پيښې عاملان ېې پيژندلي او سزا به ورکړي.
څه موده وړاندې د ازبېکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او د افغانستان له پاره د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، افغانستان ته د يو سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره کتلي او خبرې اترې ېې ورسره کړې وې.
زیاته شوې ده چې د تاشکند په دغه کنفرانس کې به د پاکستان، ایران او هندوستان استازي هم ګډون وکړي.
د هندوستان يو شمیر رسنیو ويلي دی چې «د افغانستان د امنیت، اقتصادي ودې او سیمیز اتصال» په نوم دغه نړیوال کنفرانس کې به د هندوستان استازي هم ګډون وکړي.
په پام کې ده تر دغه کنفرانس وروسته، د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو غونډه هم ترسره شي. افغانستان د دغه سازمان ناظر غړی دی. احتمالاً د دغې غونډې د بحث یوه موضوع به افغانستان وي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.