د واخان دهلیز او د سیمې او منطقې لپاره یې اقتصادي اهمیت

سردارنعیم حکیم زوی

879

د واخان دهلیز او د سیمې او منطقې لپاره یې اقتصادي اهمیت(Wakhan Corridor and its Economic Importance for the Region)

د واخان دهلیز(Wakhan Corridor) په افغانستان کې یوه تنګه دره ده چې د چین سینکیانګ سیمې ته غځیږي او د تاجکستان د ګورنو-بدخشان (Gorno-Badakhshan) خودمختاره سیمه دپاکستان دکنټرول لاندې کشمیر له ګلګت بلتستان (Gilgit-Baltistan) سیمې څخه جلا کوي. له دې لوړې غرنۍ درې څخه د پنج او پامیر سیندونه راوتلي او د امو سیند جوړوي. د دې پټی اوږدوالی شاوخوا 350 کیلومتره او پلنوالی یې له 13 څخه تر 65 کیلومترو پورې رسېږي.
د واخان دهلیز په ۱۹پېړۍ کې ددوو لویو امپراطوریو (انګریزانو او روسانو) ترمنځ د ستری لوبې په پایله کې رامینځته شو او د دواړو امپراتوریو ترمنځ د بفر زون په توګه پېژندل کېده.که څه هم واخان ته د تګ او راتګ لاره خرابره ده، خو دتاریخ په اوږدو کې د ختيځی، سویلي او مرکزي آسيا هېوادونو دوګړو لخوا د سوداګربزۍ لاری په توګه کارول کېده/ کېږي.
په سیاسي لحاظ دغه دهلیز د افغانستان د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري. د 2010 م کال پورې، په دې سېمه کې تقريباٌ 12,000 نفرو ژوند کاوه. د واخان په شمالي برخه کې، چې د واخي او پاميري قومونه مېشت دي، د پامير په نوم هم يادېږي. دغه سيمه ځانګړې طبيعي ښکلا لري او د امنيت له پلوه يوه خوندي سيمه بلل کېږي، خو اوسېدونکي يې د ښاري ژوند له لږو اسانتياوو څخه هم برخمن نه دي. واخان په ۲۰۱۴ م کال کې د افغان حکومت له خوا د هېواد د دویم ملي پارک په توګه اعلان شو.
د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال له پلوه دغه دهلیز د سیمې او منطقې د هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د واخان دهلیز د څلورو هېوادونو د نښلو یوه ستراتيژیکه نقطه ده، که چېری ته د ښکیلو هېوادونو لخوا په دغه هلیز کې پانګونه وشي نو ټول به تری ګټه پوره کړي. د واخان دهلیز د کراکورم (Karakoram)د لویې لارې له جوړېدو وروسته او د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز(China – Pakistan Economic Corridor or CPEC) په پرانستلو سره د نړۍ دمختلفو لوبغاړو د لوبی د یوې نوې سترې لوبې مرکز ګرځېدلی دی. د کراکورم لویه لاره افریقا او منځني ختیځ ته د چین نوې لاره وه او په ۸۰ لسیزه کې د غه لویه لاره د جنوبي اسیا لپاره د چین د کړکۍ په نوم یادېده. داسې ګونګوسی شته چې چین پلان لري دورېښمو دپخوانۍ لاری ترڅنګ يوه بله لاره دوخجیر لاری (Wakhjir) په نامه چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه سره نښلوي جوړه کړي. د واخان دهلیز دغه سړک به افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د کراکورم دلویې لارې او کاشغر سره ونښلوي. په دې توګه، نن ورځ په سېمه کې د چین اقتصادي نفوذ ورو ورو مخ په زیاتېدو دی چې هند يې دخپلو ګټو لپاره یو لوی او ښکاره ګواښ بولي. له همدې امله هند او لویدیځ په افغانستان، پاکستان، تاجکستان او واخان دهلیز کې د چین د حضور پر ضد څو ځلی شکایتونه هم کړي.
د واخان دهیلز د افغانستان لپاره دهند، چین، تاجکستان او نورو هېوادونو سره دسواګرۍ د پراخېدو او د ټرانزیټي عوایدو دزياتېدو له پلوه خوارا مهم دی. دا دهلیز به تاجکستان سره مرسته وکړي چې د کراکورم له لویې لارې چین او همدارنګه د پاکستان بندرونو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه، تاجکستان پاکستان ته د بريښنا دلېږد او نورو سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره نوموړي دهلیز ته دیو مهم او سټراتيژیک دهلیز په نظر ګوري. د بله پلوه، د واخان دهلیز د پاکستان لپاره هم ځانګړی اهمیت لري او له دی لاری کولی شي چې د منځنۍ آسیا بډایه منرالونو ته لاسرسی ولري .
په دې وروستیو کې د واخان دهیلز په اړه ځېنی راپورونه خپاره شول چې د پاکستان خکومت له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې پر دغه سیمه خپل کنټرول او نفوذ پراخه او له دې لارې ځان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلوي. دا باید په یاد ولرو چې په افغانستان کې د سولې او جګړې لاره د واخان په څېر له تنګیو (درو) تېرېږي. په نننۍ نړۍ کې د هېوادونو اصلي ځواک د اقتصاد له لارې ټاکل کېږي او سیمه ییز اتصال د اقتصادي ودې تر ټولو مهم رکن ګڼل کېږي.
اوسنې حکومت باید د پاکستان د شومو پلانونو په وړاندی چوپ پاتې نشي. په دې اړه چوپ پاتې کېدل به په سېمه کې د افغانستان د منزوي کېدو په مانا وي او پدې اړه هر ډول پریکړه به دهېواد دملي او اقتصادي ګټو په وړاندې ستره جفا او خیانت وي.

وما علينا إلا البلاغ

لېکنه: پوهنیار سردارنعیم حکیم زوی د ننګرهار پوهنتون داقتصاد پوهنځی استاد او Ph.D Scholar

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.