کاروان او د پښتو نوی شعر

طایر ځلاند

1,253

افغانستان کې دنوي شعر نښې نښانې که څه هم له ښاغلي پیرمحمد کاروان وړاندې موندل کيږي خو حقه وینا دا ده چې ښاغلي کاروان د نوي شعر نوی تعارف او پيژندګلو له لوستونکي سره وکړله.

له دې مې دا مقصد نه دی چې ګوندې ښاغلي کاروان یواځې نوې شاعري وکړه؛ بلکې موخه مې دا ده چې کاروان صیب نوی شعر هم په نوي رنګ کې وړاندې کړ.

په شعر کې هغه نوښتګري چې کاروان صیب وکړله په لره بره پښتونخوا کې یې یو منفرد نوم خپل کړ، دپښتو شاعرانو په دې دومره اوږد نوملړ کې دا وړه خبره نه ده چې یو شاعر په یو ځانګړي رنګ وپيژندل شي.

 د ښاغلي پير محمد کاروان یوه بله ځانګړنه دا هم ده چې په دې دومره ډېرو ښو شاعرانو کې یې د خپل وخت د ښو شاعرانو سره په دا ډول تګ کړی چې په کې ورک شوی نه دی، بلکې په پښتو شعر کې یې يو نوى اجتهاد کړى.

ممکن ځيني عناصر به یې مستعار وي خو په دې کې شک نشته چې دغه مستعار سبکي عناصر هغه دخپل

(کله چې یو سبک یا سټایل جوړولو باندې لیکوال بریالی کيږي، نو هلته ضروري نه ده چې دهغه سپک ټول مشخصات دې دهغه تخلیق کونکي خپل وي بلکې ځینې سبکي عناصر مشترک وي او شاعر ترې په خپل سبک جوړونه کې مرسته اخلي.)

انفرادیت په رنګ کې اوس داسې رنګ کړي، چې کاروان دخپل شاعرانه پیکر له مخې پيژندل ستونزمن نه دي.

ممکن د کاروان صیب د شاعرۍ ديرې خوبۍ دهغه کره کتونکي بیان کړي خو زما له پاره چې کومه د پام وړ خبره ده هغه د غزل په مزاج او ژبه کې یو بنیادي بدلون و.

ددغه بدلون هڅې نورو لیکوالو هم کړي، دحمزه بابا نوم هم په همدې قطار کې شمارلی شو خو ښاغلي کاروان ددغه بدلون او تحول په لاره هم ځانګړې پيژند ګلو لري.

دغزل مزاج او ژبه کې څنګه بدلون.

له کلونو کلونو چې غزل لیکل شوی ځینې مضامین او موضوعات یې خاص محور ګرځېدلی و، عرفاني اړخ، عشقي اړخ او بیا له ژبني اړخه هم ځانګړې استعارې او تشبهات او نور صنایع او بدایع کارول کېدل او د ژبنيو جوړښتونو نوي کار ته چندان پاملرنه نه کېدله .

کاروان صیب د ځینو نورو لویو شاعرانو په څېر دغه اړخ ته پام وګرځوه او په خپل ریاضت یې د پښتو غزل د ژبني جوړښت له  مخې د رنګونو تاجل محل باندې بدل کړ.

دا کار ځینی نورو شاعرانو هم وکړ خو د کاروان صیب د غزل ژبه، سمبولونه، استعارې، تشبیهات او ټول هغه لفظي او معنوي ښکلاوې چې اړتیا یې لیدل کېدله ده دپښتو غزل ته ورکړلې.

کاروان صیب په غزل کې عیني او حسي تصویرونه جوړ کړل، شعر کې یې حسیاتي تجربې وړاندې کړلې آن سمعي تصویرونو ته یې ژبه ورکړله، چنار خبرې کوي، د اوښ د زنګ کړنګ او داسې نور ترکیبونه یې ښکاره مثالونه دي.

دکاروان صیب د شعر یوه بله ځانګړنه دا هم ده چې دلته تخیل ډير په ځوانۍ او مستۍ دی او په هر قدم لوستونکي ته نوې نوې خیالي جهانونه ور ښکاره کوي.

د شاعر کار دا نه دی چې خلکو ته نصیحتونه وکړي یا یواځې د ورځنيو پيښو مالومات ورته وړاندې کړي بلکې د شاعر او هنرمند کار په شته پېښو او توکیو  کې نوی رنګ او نوی روح پېدا کول وي. او دنړۍ هغه ډول تصور کول وي څنګه چې د یو شاعر په خیال کې جوړيږي او نړيږي.

کاروان صیب همدا کار کوي او په ( چنار خبرې کوي) کې یې نمونې زیاتې لیدل کيږي. يو دوه شعره یې پخواني ذهن ته راغلل تاسو سره یې شریکوم

تڼۍ د پرخو د غوټۍ تيونه وتخنول

پستو وږمو لکه ماشوم ګلونه وتخنول

د تورو وريځو په ژړا پورې يې وخندول

د لمر نوکارو د بوډۍ ټالونه وتخنول

……………

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.