حکیمانه سازش او له فرصته گـټه اخیستل د سیاسي رهبر هنر دی

ابراهیم شینواری

1,040
ترکان د سامانیانو په دربار کې غلامان وو، ځانونه یې په خدمت او سازش دومره ورسول چې ساماني شاهي یې ړنګه او د ترکي امپراطوریو بنسټ یې کیښود چې تر ۱۲۰۰ کلونو پر افغانستان، ایران، هند، منځنۍ اسیا او ترکیه کې یې بېلې بېلې سلسلې روانې وې.
میرویس نیکه د صفویانو په دربار کې د پښتنو ملک و، له موقع څخه د استفادې هنر یې زده وو، کله چې صفویانو ایران شیعه کړ، ده ته موقع برابره شوه، ولاړ لومړی یې له کعبې شریفې د پاڅون او خپلواکۍ اخیستو فتوه راوړه، بیا یې ولس راټول کړ او بیا یې اشغالګر صفویان له خپلې خاورې وویستل.

 

احمدخان ابدالي چې پوه شو د نادرافشار لښکر د سیلاب په شان راغی، د مقابلې پر ځای ورسره ملګری شو، ‎‎‎او د نادرشاه افشار تر ټولو ځوان جنرال شو، کله چې فرصت راغی له نادرشاه افشار څخه په لاس ته راوړو وسایلو او امکاناتو یې خپل هیواد او شاهنشاهي جوړه کړه. په ځوانۍ کې د یو ملت بابا شو او تر اوسه یې نوم نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه او نړۍ کې د دوستانو او دښمنانو له خوا په ویاړ او درناوي یادیږي.
امیر دوست محمد خان، امیر عبدالرحمن او غازي محمد نادر شاه هم د سازش او له فرصته د استفادې په هنرونو پوهیدل، ځکه یې نظام نیولی، ټینګ کړی او ساتلی دی.
په جهادي مشرانو کې احمد شاه مسعود په دغه هنر پوهیده. شوروي سره یې د جهاد په هماغو اوایلو کې خبره وکړه چې که بریالي واست، نوش جان مو، خو که تللئ، نو بیا ما د خپل متحد په توګه دلته ومنئ. شورویانو هم تشخیص کړ چې د دوی د سرسخت دښمن مقابله او د پرمختګ مخنیوی همدا سړی کولی شي. په داسې حال کې د جهادي تنظمیونو د یو متوسط تنظیم او پر کوچنۍ جغرافیه حاکم قوماندان وو، واک یې ونیو. لس کاله یې په کابل او تحار ـ بدخشان کې د افغانستان واک په لاس کې وساته. خپلو ملګرو ته یې هم د سازش او له فرصته د استفادې درس ورکړ او هغوی د امریکا سره د سازش په نتیجه کې شل کاله نور په دې لوی هیواد واک وچلاوه.
زموږ هغه مشران چې په سازش نه پوهیدل او له فرصته یې استفاده نه شوه کولی، خپل ځان، خپلې ډلې او خپل هیواد ته کومه ګټه نه ده راوړې، یوازې له (ممکن) ښو نیتونو سره په حسرت او زړه چاودون اوسیدلي او له نړۍ تللي دي.
کله چې انګریز نوره دا سیمه نه شوه ساتلای او د وتلو پریکړه یې وکړه، خو دلته یې د شوروي د پرمختګ پر ضد د اسلام په روحیه یو ایډیالوژیک نظام ته ضرورت درلود چې د هند سمندر ته د شوروي د تللو مخه ونیسي. اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د خپل محتاط طبیعت له مخې له دغه فرصته استفاده ونه شوه کړای او انګریز او امریکا د پاکستان په نوم د یو هیواد جوړولو پریکړه وکړه. محمد علي جناح د سازش او له فرصت څخه د استفادې د هنر په لرلو هم یو نوی ملت تشیکل کړ، هم یې یو نوی دولت جوړ کړ او هم یې ځان د دغه نوي دولت او نوۍ مملکت قاید اعظم کړ.
(له ډاکټر ظهیر څخه په مننه) دا د محمد علي جناح د لوړې متن دی چې د پاکستان د ګورنر جنرال، (نه واکمن) په توګه د انګلستان پاچا او د هغه ځای ناستو ته د وفادارۍ ژمنه کوي.
د همدغه سازش په زور جناح د خپل ملک ګټې د یو لوی زبرځواک له کټو سره داسې وټړلې چې هیواد یې د سیمې بدمعاش دی او د امپراطورانو اولادونو ته هره ورځ د سر په کاسه کې اوبه ورکوي
May be an image of text

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.