دې ورځو کې پاکستان ته د سکرو د صدور پر موضوع ګرم بحث روان دی. تعلیمیافته ځوانان اندیښنه لري چې سکاره د نورو طبیعي زیرمو په شان د ټول ملت شتمني ده او یوه ډله یا اشخاص یې د نامسؤولانه خرڅولو حق نه لري. بل لوری وایي چې د هیواد چلولو لپاره دوی مجبور دي صادرات ولري او د سکرو قرارداد د پخواني حکومت له خوا شوی و، چې اوس یې دوی له اصلي قرارداد څخه نرخ یو څه لوړ کړی او قرارداد ته دوام ورکوي. د اقتصاد یو متخصص وایي چې په نړۍ کې نرخونه تر دې هم لا زیات لوړ شوي دي او د نرخ هغه زیاتوالی چې اوسنۍ اداره یې ادعا کوي کافي نه دی. له بلې خوا د پاکستان لومړی وزیر وایي چې دوی له دې قرارداد څخه په یو کال کې دوه بیلیونه ډالر ګټه کوي.
د انتقادي تفکر (Critical thinking) د اصولو پر اساس اوس د دې اړتیا ده چې موږ لومړی موضوع داسې وڅیړو چې څه شوي دي؟ دلایل او شواهد شته چې حققیت راڅرګند کړي؟ دغه دلایل او شواهد که تحلیل شي، نتیجه به یې څنګه وي او د کوم لوري ادعا به ثبوت کړي؟
زه د دې ډول قراردونو، نړیوالو نرخونو او تعاملاتو په برخه کې متخصصو ملګرو ته وړاندیز کوم چې لاندې پوښتنو او نورو اړخونو ته چې دوی پرې په تخصصي ډول ښه پوهیږي، خواب ورکړي او لوستو افغانانو او مدني فعالانو ته په دې برخه کې د معقولې لارې لارښوونه وکړي.
– ایا دا قرارداد په رښتیا د تېر نظام په وخت کې شوی وو؟
– هغه وخت د دغه قرارداد شرایط څه وو؟
– اوس په قرارداد کې کوم بدلونونه راغلي دي؟
– آیا پاکستان پدې قرارداد کې رښتیا هر کال دوه بیلیونه ډالر ګټه کوي؟
– که پاکستان دوه بیلیونه ډالر ګټه کوي، د ټول قرارداد بیه څومره ده؟ او افغانستان ته ترې څومره پاتې کیږي؟
– آیا پاکستان پخوا سکاره له کوم هیواده اخیستل؟ څومره سکاره، په کومه بیه؟ د ترانسپورت بیه یې څومره وه؟ له افغانستانه د سکرو د اخیستو له نرخ او لیږدبیې سره څومره تفاوت لري؟
– د دې سکرو ضرورت د هیواد په دننه کې څومره دی؟ او
– که د افغانستان د ډبرو سکرو خپلې ذخیرې خلاصې شي، موږ ورته کوم بدیل لرو؟
– ایا قرارداد یې په کلدارو دی؟ که داسې ړي، دې برخه مې نړیوال نورم څه دی؟ عواقب یې موږ ته څومره تاواني دي؟
(متخصص ملګري دې پرې څو نورې پوښتنې هم ورزیاتې او دا پوښتنې دې هم له مسلکي نظره اډیټ او سمې کړي).
د دې پوښتنو تر ځواب وروسته کیدای شي یو داسې منظم پروګرام جوړ شي، چې هم له اوسني نظام، هم له ملت او هم له نړیوالو مسؤولو ادارو سره یوه منظمه اډوکسي وشي او پرې نښودل شي چې حریص ګاونډی په سخت وخت کې افغانستان له خوږ ګوتې ونیسي او منابع یې تالان کړي،
دا منایع یوازې زموږ د نسل نه دي، د راتلونکو نسلونو حق پکې تر موږ زیات دی!
Comments are closed.