پاک فوج او آی اس آی

ابراهیم شینواری

457
کله چې انګریزان د هند له نېمې وچې ووتل، پوځي او استخباراتي متحصصین یې تر ۱۶ نورو کلونو د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو د روزنې لپاره پاتې شول. غرب د وخت د شوروي اتحاد پر ضد بیا له دغو بنسټونو او پاکستاني اډو بریالۍ استفاده وکړه او د افغانانو د سترو قربانیو، له داخله د شوروي اقتصاد د خرابیدو، د نظام د شړیدلو او نورو فکټورونو له امله شوروي اتحاد وپاشل شو.
له هغه وخته بیا د پاکستان د اردو او د هغې د اطلاعاتي څانګې په باب یو شدید تبلیغ کیږي چې (پاک فوج) ډېر کامیاب (فوج) دی او آی اس آی یې ډېره بریالي توره ده. په داسې حال کې چې په دې لویه مقابله کې وسلې او د لویې سطحي رهبري د امریکا، د مالي مرستو زیاتره برخه د سعودي او یوازې لوژستیکي اداره د پاکستان په لاس کې وه. البته قرباني افغانانو ورکوله.
د بون تر پریکړې او جمهوریت تر جوړیدو وروسته موږ هم په تمه وو چې شل کاله د غربي هیوادونو له خوا زموږ د اردو، پولیسو او استخباراتو روزنه به موږ هم د یو پیاوړي دولتي بنسټ (اسټبلشمنټ) خاوندان کړي، خو متاسفانه هغسې ونه شول او هغه څه چې په شلو کلونو کې جوړ شوي وو له شلو ورځو په کمه موده کې ګډوډ شول.
لکه چې وویل شول د افغانستان او سیمې د تېرو ۴۵ کلونو پیښې او د نظامونو سقوط ډېر زیات عوامل لري، خو هر څه په (پاک فوج) او د هغه په استخباراتي څانګه (آی اس آی) وراړول په شعوري یا غیر شعوري ډول دغې موسسې ته کمپاین او رواني حمایت نه دی؟
ماته خو د نظامي او سیاسي چارو ځینو کارپوهانو ویلي دي چې کله دې د خپلې ویجاړتیا هر مسؤولیت په حریف یا دښمن وراچاوه نو پوه شه چې رواني ماته دې خوړلې ده.
زه د دې برخو متخصص نه یم، خو ستاسو په منځ کې د متخصصو دوستانو نظر څه دی، آیا موږ د ګاونډی د رول په زیاتولو دوی ډېر نه غټوو او مهموو؟ آیا دا یو ډول رواني ماته منل نه دي چې خپله هره کمزوري د دوی له امله ګڼو؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.