د استوګنې ودانۍ داسې ستر شي چې د زلزلې په مقابل کې مقاومت وکړي؟

انجينېر اسدالله ملکزی

479

کېدی شي چې د استوګنې ودانۍ داسې ستر شي چې د زلزلې په مقابل کې مقاومت وکړي؟

په مکمل ډول د زلزلې څخه د يوې ودانۍ ساتنه ګرانه ده، خو بيا هم داسې ساختماني اقدامات وجود لري، چې په سختې زلزلې کې د ودانې د چپه کېدو خطر کم کړی. دا چې د زلزلې افقي قوې ودانۍ ډېر خرابوي، نو ځکه ددي د پاره د ودانۍ سترولو ته دغه ساختماني اقدامات په نظر کې نيول شوي. د بېلګې په توګه په هغه سيمو کې چې ډېره سخته زلزله کيږي، د دغو سيمو په ودانيو کې بايد د فولادي باروړونکي عناصرو څخه کار واخستل شي. خو بيا هم په ټوله نړۍ کې دا معياري نه دی، خو په اروپا کې د لوړ پوړو ودانيو، پلونو، نلونو غزولو ځايونو کې، برجونو او دودکښ يا روزانونو کې دا ډول امنيتې معيار په نظر کې نيول شوی دی.

هغه سيمې چې د زلزلې تر اغيزي لاندې دي، هلته بايد د ساختماني خام موادو،ډبرو او کانکرېټ پر ځای د فولادي باروړونکو عناصرو څخه ګټه واخستل شي. فولاد تر يو حده خپل شکل ته تغير هم ورکوی چې دا د ځمکې د خوځښت سره يوځای سر ته رسوي. برسېره پر دې بايد ودانۍ متناظر جوړ شي، نه دا چې ځان ځان ته يا کوټې کوټې جوړې شي. ټولې پوړکۍ (منزلونه) يو واحد مقاومت ولري.

د زلزلې له خطر څخه د ودانۍ د ژغورلو نور پرمخ تللي مېتودونه هم مخ په کار دي.

ددې د جملې څخه يو د سمارټ تخنکي ټوکر يا کپړه ده (Slarte technische Textilien) چې په انګريزي کې ورته (Smart technical textilies) وايي. دا ټوکر د خاص اخېړ (پلستر) سره يوځای د زلزلې په مقابل کې د ودانۍ مقاومت زياتوي او دا په کمزوره زلزلو کې ودانۍ د زيان څخه ساتي. په سختو زلزلو کې دا د ټوکر سره اخړ شوې طبقه د ودانۍ د غورځېدو سرعت کموي، چې دې سره انسانان کوی شي خپل ژوند ته نجات ورکړي.

د سمارټ تخنکي ټوکر Smarte technische Textilien په برخه کې به بيا وروسته ليکونوکې رڼا واچوم، چې دا څه رنګه ټوکر دي؟

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.