د پاکستان د پوځ ترهګري چې خټک ته مالومه ده

0 862

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک چې کابل ته راغلی و ، دلته یې له بیلابیلو رسنیو سره مرکې کړي چې پکې یې د پاکستان له ځینو رازونو او ځینو حقایقو پرده پورته کړې ده.

د خټک له تحلیل څخه چې پاکستان پوځ او استخبارات له تیرو څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د جګړې لپاره بشري قوه برابروي، امکانات برابروي او له دې درکه اسلام اباد پيسې هم ترلاسه کوي.

هغه ځینې دلایل ویلي چې ښيي پاکستان د افغانستان په جګړه او ترهګرۍ په تمویل کې لوی لاس لري.

د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمو کې ترهګرو ته پټنځایونه جوړ کړي او همدا ترهګر بیا افغانستان ته رالیږي او افغانستان کې یې په یو او بل نوم باندې د خپلو شومو ګټو لپاره جنګوي، د خټک په خبره دا خبره پټه نه ده بلکې د پاکستان مخکینیو چارواکو پرې اعتراف هم کړی دی.

د خټک په خبره، د پښتون په خاوره د ترهګرو مرکزونو باندې د پاکستان ریاست پښتانه هم ناکراره کړي او قرباني کړي دي او په یوه او بله پلمه باندې هغه پښتانه له منځه وړي چې د ترهګرۍ خلاف غږ پورته کوي.

هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مثال ورکړی چې د ترهګرۍ ضد امن غوښتونکی غورځنګ یې پيل کړی، خو ریاست یې نه پریږدي چې دا غورځنګ پراخ شي، کله یې وژني او کله یې زنداني کوي.

هغه راو انوار او احسان الله احسان ته په خپلو خبرو کې اشاره کړې چې د پښتنو قاتلین دي خو ازاد ګرځي او د پاکستان پوځ او استخباراتو په میلمستونونو کې ځای لري او له ډول محکمې څخه مبرا دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي چې د ترهګرۍ پرضد غږ پورته کوي، د غدارانو ټاپي پرې وهل کیږي او بیلابیل وختونو کې زندان ته لیږل کیږي او لیږل شوي دي.

هغه د پرویز مشرف، کرنیل امام او نورو پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې په دې کې هیڅ پټ نه دي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې برجسته رول نه لري، بلکې دا هر څه خپله د پاکستان ریاست منلي دي.

خو له دې ټولو سره سره بیا هم د پاکستان اوسني چارواکي سپین سترګې کوي او په افغانستان کې د ترهګرۍ په تمویل او د جګړې په دوام باندې منکر کیږي.

دغه راز پاکستان د افغانستان د جګړې د دوام لپاره سلګونه مدرسې جوړې کړي چې د سخت دریځۍ درسونه پکې ورکوي او له دې لارو افغانان روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږي.

په داسې حال کې چې د پاکستان په پرتله افغانستان کې مسلمانان زیات او افغانستان کې ترې اسلامي احکام ښه تطبیق کیږي.

خو دا چې جاهل ځوانان د پاکستان په مدرسو کې روزل کیږي، په دې ټولو یې سترګې پټي وي او د خپل وطن د وارنولو لپاره له پاکستان ملایانو فتوا اخلي، هغه ملایان چې د پاکستان د استخباراتو په مستقیمه اړیکه کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply