لکه څنګه، چې بلوچستان کې د داعش راپورته کېدل د پاکستاني چارواکو د انکار او اقرار تر منځ مبهم وو، همداسې په بلوچستان کې د داعش هویت خورا نامالوم دی او د هویت د څرګندولو لپاره یې اړتیا ده، چې د داعش لخوا بلوچستان کې ترسره شوي بریدونه او پېښې وڅېړو.
د ۲۰۱۶م کال د اگست په اتمه نېټه په کویټه کې پر وکیلانو برید وشو، چې ۷۵ تنه پکې ووژل شول، د دې خونړي برید پړه د داعش ډلې پر غاړه واخیسته. د برید پر سبا د پاکستان د پوځ پر وړاندې غبرګونونه راپورته شول او یاد برید یې د پاکستان د پوځ کار وبللو، لاریونوالو وویل، چې د اقلیتونو د سرکوب لپاره د پاکستان لخوا په نوي لباس کې د پخوانۍ لوبې د دوام بل پړاو دی. د یاد برید د قربانیانو له قامي او نژادي هویت جوتېده، چې بلوچستان کې د داعش تر شاه د پاکستان د پوځ لاس دی.
د یاد برید په اړه د پوځي او استخباراتي چارو کارپوهانو وویل، چې پاکستان د بلوچستان د ازادي غوښتونکي غورځنګ د سرکوبولو او په بلوچستان کې د پوځي مداخلې د پراخولو لپاره داعش رامنځته کړی.
همدارنګه بلوچستان د جیوستراتیژیک موقعیت له مخې ایران او افغانستان سره پوله لري او په اساني سره داعش په دې توانېږي، چې د سوریې او عراق غچ له ایران هم دې سیمه کې واخلي او د ایران خاوره کې نفوذ وکړي، همدارنګه د ګوادر بندر ته د داعش لاسرسی داعش ته دا توان ورکوي، چې هندوستان ته ریښې وغځوي او د نړیوالې سوداګري د اوبو مسیر ته ننوځي، چې له هغې په ګټې اخیستو سره د سیمې او نړۍ بېلابېل هیوادونه له ګواښ سره مخ کړي؛ همدا علت و، چې د بلوچستان سیمې ته د داعش د نورو ډلو مخ هم را واوښت او دلته یې پانګونه پيل کړه!
د ۲۰۱۶م کال په اکټوبر کې د کوټې ښار پر سریاب سړک د پولیسو د روزنې پر مرکز برید، چې ۶۰ پولیس پکې ووژل شول د داعش بل لوی برید وو، چې بلوچستان کې ترسره شو او پاکستاني پولیس پکې ووژل شول.
د کارپوهانو په اند د دې برید په ترسره کېدو سره د بلوچستان خاوره کې د پاکستان او سیمه ییزو سیالانو تر منځ یې د داعش د راپورته کېدو پر مسله نیابتي او تقابلي جګړه پيل شو.
د ۲۰۱۶ کال د نوامبر میاشت کې د بلوچستان د خضدار سیمه کې د شاه نوراني پر زیارت کې ستره بمي چاودنه وشوه، چې له ۵۰ زیات وګړي پکې ووژل شول، د یاد برید پړه د داعش ډلې پر غاړه واخیسته د یاد برید په اړه د پوځي چارو کارپوهانو وویل، چې دا د داعش د مرکزي سازمان کار دی او ریښه یې د منځني ختیځ د داعش تر ادارې غځېدلې او د داعش د اصلي موخو له جملې، چې روحاني اسلام یې تر برید لاندې نیولی عبارت ده، په دې توګه د بلوچستان سیمې ته د داعش د اصلي ډلې لاسونه هم را ورسېدل.
د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د داعش ډلې لخوا په بلوچستان کې د چین او پاکستان د اقتصادي کورېډور دوه تنه چینایي اینجینران یرغمل شول، د یاد برید په اړه د کارپوهانو غالب نظر دا و، چې اوسمهال د بلوچستان داعش هغې مرحلې ته رسېدلی، چې د پاکستان د پوځ له کنترول بهر شوی او د نړیوال رقابت شکل یې خپل کړی، چې دا یې تر ټولو د خطرناکې مرحلې پیل ګڼلی شو؛ یعنې د بلوچستان پر خاوره کې د چین او د چین د سیالانو تر منځ جګړه!

همدارنګه د ۲۰۱۷ کال د مئ میاشت کې د داعش لخوا د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د ډلې د بلوچستان د واحد پر مشر مولانا عبدالغفور حیدري باندې برید وشو، له دې برید وروسته د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشت کې د کوټې ښار په جنوبي برخه اسحاق اباد کې د طالب وسلوالو پر یو روزنتون/مدرسه باندې د داعش لخوا برید وشو، چې ۱۶ طالبان پکې ووژل شول او ۲۰ نور سخت ټپيان شول، د بلوچستان ایالت د لومړي وزیر مطبوعاتي سلاکار عظیم کاکړ رسنیو ته وویل، چې د یاد برید موخه د طالبانو یو تن مهم مشر قاضي عبدالحکیم و، چې له برید څو شېبې مخکې له مدرسې وتلی و، ژوندی پاتې شوی؛ خو یاد برید کې د عبدالحکیم دوه زامن ټپیان او یو نږدې ملګری یې د بلوچستان د پولیسو ډي ایس پي امان الله اسحاقزی پکې وژل شوی.
د یادو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځي کارپوهانو وویل، چې دا د هندوستان لخوا د رامنځته شوي داعش لخوا تر سره شوي، چې موخه یې په بلوچستان کې د طالبانو سرکوب او د پاکستان د هغو ډلو په نښه کول دي، چې هندوستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.
بلوچستان کې د داعش د ظهور بڼې بېلابېل روایات لري او داسې ښکاري، چې د پاکستان لخوا بلوچستان کې د داعش د رامنځته کولو هڅه، چې د ایران، افغانستان، هندوستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره یې پيل وه اوسمهال د پاکستان له کنترول دا جریان بهر شوی او یوې پېچلې او خطرناکې مرحلې ته د ننوتو په حال کې دی، چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په ۳ نېټه د بلوچستان د مچ په سیمه کې د ډبرو سکرو د کان پر کان کیندونکو برید سره یې خپل شکل را ښکاره کړ، له برید څو شېبې وروسته د یاد برید پړه د داعش ډلې پر غاړه واخیسته او له دې سره د داعش ډلې د نوي روایت تفسیر په لاندې ډول پيل شو.
د مچ پېښه کې د کویټې ښار هزاره اقلیت په نښه شو، چې له پخوا د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو تر ګذارونو لاندې دي او هر ډله هڅه کوي، چې د مسلحانه فشار په ترڅ کې د هزاره اقلیت ځانته تابع کړي او د بلوچستان په سیمه کې یې د خپلو موخو لپاره وکاروي؛ د پاکستان پوځ هم په مسلسله توګه د هزاره اقلیت د حق غوښتنې چیغه مرۍ کې نیولې او له عدالت لرې یې د وژنې لړۍ دوام لري.
کله، چې هزاره اقلیت په بلوچستان کې د مچ د پېښې په اړه غبرګون ښکاره کړ د پاکستان د استخباراتي ادارو کارپوهانو بېلابېل نظرونه وړاندې کړل؛ تر دې، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان رسنیو ته وویل، چې د مچ له پېښې د پاکستان ضد کړۍ ګټه اخلي او غواړي، چې زما دریځ د معترضو هزاره ګانو په واسطه یرغمل کړي او تر فشار لاندې مې ونیسي.
د جنوري په ۸ نېټه د پاکستان د څارګرې ادارې اړوند یو تحلیل ګر د پاکستان رسنیو ته وویل، چې داعش پر هزاره ګانو شکمن دی، چې د ایران د حکومت لپاره د فاطمیون لښکر په چوکاټ کې د بلوچستان په سیمه کې فعالیت کوي او د داعش ډلې مالومات د ایران دولت او څارګرو ادارو ته ورکوي.
نوموړي وویل، چې د مچ په پېښه کې د کویټې د هزاره ګانو په شمول څو تنه افغانان هم و، چې پر نوموړو افغان هزاره ګانو د داعش ډلې شک و او د هغو د له منځه وړلو لپاره یې د مچ د ډبرو سکرو د کان ټول کارکوونکي وژلي!
نوموړي د خپلو څرګندونو پر دوام کې وویل، چې له کله نه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان له طلوع ټلویزیون سره خپله مرکه کې په سوریه او عراق کې د فاطمیون لښکرو کې د افغان هزاره ګانو پر موجودیت اعتراف وکړ، له هغه وروسته پاکستان کې د ټولو اورپکو ډلو مخ د هزاره ګانو لور ته ور اوښتی!
همدارنګه د افغانستان د پوځي چارو یو تن کارپوه د نوم نه خپرولو په شرط سیحون نیوز ته وویل، چې ایران د بلوچستان په سیمه کې د داعش له ګواښ د ځان خوندي کولو لپاره دوه ډوله تکتیک پلي کړی، چې یو یې د بلوچستان په سیمه کې د داعش په منځ کې نفوذ کړی او د ایراني داعش په نوم تشکیلات لري، چې موخه یې د داعش منځ ته ننوتل او د هغوی د مالوماتو تر لاسه کول دي، چې د ایران دولت د هماغو اطلاعاتو پر بنسټ له داعش ډلې ځان خوندي کوي او د ایران بلوچستان ته د داعش د ننوتو او نفوذ مخنیوی کوي!
دویم تکتیک یې په بلوچستان کې د داعش پر وړاندې د مقاومت د جبهې رامنځته کول دي، چې د ایران دولت اوسمهال د بلوچستان په خاوره کې هڅه کوي، چې د سوریې او عراق په څېر د ولسي مقاومت جبهې بسیج کړي او د همدې موخې لپاره یې د بلوچستان هزاره ګان انتخاب کړي!
نوموړی کارپوه بلوچستان کې د وروستي برید په اړه وایي، چې د مچ پېښه، چې مسولیت یې داعش پر غاړه واخیست هم د ایران دولت پورې تړلي داعش کړې ترڅو دوی هزاره ګان تهدید کړي او د داعش پر وړاندې یې مقاومت ته وهڅوي او د هزاره ګانو پر مرسته د بلوچستان سیمه کې د ایران نیابتي جنګ د ایران له سیالانو سره مخکې یوسي.
اوسمهال بلوچستان کې د هزاره اقلیت په خپلولو د ایران او پاکستان تر منځ شدید رقابت روان دی!
پاکستان هڅه کوي، چې د مچ د ترهګریز برید له کبله ناراض هزاره ګان خپل کړي، د همدې لپاره یې د افغانستان د هزاره ګانو روحاني او سیاسي مشر محمد کریم خلیلي پاکستان ته دعوت کړی ترڅو د هزاره ګانو او د پاکستان د دولت تر منځ رامنځته شوی واټن له منځه یوسي.
د اسلامي وحدت ګوند مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي، مرستیال محمد کریم خلیلي په دې وروستیو کې د ایران له دولت واټن اخیستی؛ ځکه، چې په سوریه کې د داعش د ځپلو جریان کې د ایران تر څنګ د افغانستان د هزاره اقلیت او شعیه مذهب توکم فعال کردار نورو مشرانو تر سره کړ؛ له همدې کبله د ایران له پام لوېدلی، چې له همدې موقع  په ګټې اخیستو د پاکستان دولت وتوانېد، چې محمد کریم خلیلي ځانته نږدې کړي.
محمد کریم خلیلي د روان میلادي کال د جنوري پر ۱۰ نېټه پاکستان ته د رسمي سفر اعلان وکړ، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړ او د جنوري پر ۱۱ نېټه یې پاکستان ته سفر وکړ.
که څه هم د محمد کریم خلیلي د سفر موخه د افغانستان پر سوله د پاکستان له دولت سره خبرې اترې بلل شوې؛ خو د استخباراتي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې محمد کریم خلیلي د پاکستان د دولت او د بلوچستان د هزاره ګانو تر منځ جوړجاړي ته د پاکستان لخوا بلل شوی؛ نه د افغان سولې د جریان په اړه خبرو اترو ته؛ ځکه، چې د سولې روان بهیر کې محمد کریم خلیلي رسمي موقف نه لري او نه هم د افغانستان د دولت استازیتوب کوي؛ که د سولې د جریان لپاره پاکستان ته څوک بلل کېدی؛ نو هتمن به د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا کوم استازي پاکستان ته سفر کولو!!
بلوچستان کې د داعش د بېلابېلو بڼو له څېړلو دا په ډاګه کېږي، چې د پاکستان پر لاس رامنځته شوی داعش د بلوچستان سیمه کې بلاخره د سیمې او جهان په اژدها بدل شوی او دومره پېچلی شوی، چې خپل مالک یعنې پاکستان یې د ښکاره هدف ګرځېدلی!
د بلوچستان سیمه کې شدید جهاني او سیمه ییز رقابت، د طالبانو روزنتونونه، د داعش د څو ګونو بڼو موجودیت او له افغانستان سره اوږده پوله؛ بلاخره د پاکستان د دولت پام راوښتل د افغانستان د هزاره اقلیت خپلولو ته، دا هر څه ممکن عادي او د سیمې په کچه مسله نه وي؛ بلکې د نویو او ګواښوونکو اقداماتو شکل یې خپل کړی!
باید د افغانستان هزاره ګان دې هر څه ته په کتو سره له زیات احتیاط  کار واخلي او د ایران او پاکستان تر منځ د سړې جګړې ښکار نه شي!

سيحون خبري اژآنس