عیني شاهدان: د کابل کارته سخي کې چاودنې کېږي او جګړه روانه ده

679

عیني شاهدان وايي، د کابل د کارته سخي په سیمه کې د درنو وسلو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي او هلته جګړه روانه ده.

یوه ویډیو چې په کې د کابل کارته سخي سیمه کې د جګړی ځای لیدل کېږي او تر خوا یې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، د سیمې یو اوسېدونکي سخي سادات ازادي راډیو ته رالېږلې.

سخي چې په کارته سخي کې اوسېږي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو هلته کور په کور پلټنه پیل کړې وه او کله چې یو کور ته ورسېدل، پرې ډزې وشوې.

هغه زیاته کړه، جګړه لا هم روانه ده او ان په سیمه کې د راکټ او چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي.

نوموړي وویل: “په بلاک کې دننه درنه جګړه روانه ده. البته که ووایم چې تصفیوي عملیات روان دي. زما د سترګو لیدلی حال دی چې درې تنه وژل شوي و او یو تن ټپي و، نور ډېر جزییات نه‌لرم.”

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په سیمه کې د راکټونو د توغول کېدو او چاودنو په اړه څه نه وايي، خو ویاند یې عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته یو لیکلي پیغام کې لیکلي: “د طالبانو امنیتي ځواکونو د کارته سخي په سیمه کې چاڼیز عملیات کول چې له یوه کور پرې ډزې وشوې. دا کور اوس تر سختې کلابندۍ لاندې دی او چاڼیز عملیات روان دي.”

نوموړي د دې پېښې د تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو اونیو کې په کابل څو امنیتي پېښې وشوې.

د کابل په کرکټ لوبغالي کې د زمري میاشتې د اوومې نېټې په چاودنه کې د طالبانو په وینا دوه کسان ووژل شول او دولس نور ټپیان شول خو ملګرو ملتونو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ښودلی و.

آزادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.