د اسلامي نظام او حکومت ارمان مو ښه پوره شو

548

د اسلامي نظام و اسلامي حکومت ارمان مو ښه پوره شو

يارانو خو دې ښه لوبه راسره وکړه

پاکستان خو اوس افغانستان ته د يو اسلامي هېواد نه، بلکې افغانستان ته د يوې مفتوحې يا په ولجه کې لاسته راوړلې سيمې په سترګه ګوري

نوټ : ستا د درملپلور سترګور يار، ضياءالحق، اختر عبدالرحمان، بابر او د حميدګل په يارانه کې د کشمير د کنفيډرېشن له حقه هم خلاص شو. اوس خو موږ ته د يوې مفتوحې سيمې په سترګه ګوري. د پاکستان وتلي اقتصاد پوه خو په خپلو څرګندونو ويلي چې ((که عربو ته خدای تېل ورکړي، موږ ته خدای افغانستان راکړی دی)). دا هماغه مبارزه وه چې  تاسې يې د يو اسلامي نظام په تمه چوپړ کې تمه لرله؟

د لېوني ارمان پوره شو

پر لاره ځي پر کاڼو ولي زيارتونه

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يو هېواد شي)).

لله الحمد اوس / نن خو اسلامي امارت، پرون جمهوريت او وړمه ورځ زموږ د جهاديانو اسلامي نظام وو.

Former Jamaat-e-Islami (JI) chief, the late Qazi Hussain Ahmed had opposed US action in Afghanistan after the September 2001 attacks, claims Ahmed’s grandson Muhammad Ibrahim Qazi in a statement on Tuesday.

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

Qazi, however, said that after the 9/11 attacks, the US Ambassador in Islamabad used to frequently meet with JI’s leadership to gain their trust and support.

https://tribune.com.pk/story/1381095/attack-afghanistan-ex-ji-chief-opposed-us-action

يادښت

که موږ يې له تاريخي پلوه له امير شيرعلي خان او امان الله خانه راواخلو تر شهيد محمد داوود خان، حفيظ الله امين، ډاکټر نجيب الله، احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، ملا محمد عمر، ملا محمد اختر منصور، حامد کرزی او ولسمشر غني او ان د بيا واکمنېدو د طالبانو او هم ستا تر لومړي وزارته پورې څه انګېرې چې له موږ سره هر چا دوکه ونه کړه؟

داسې برېښي چې دا ټول زموږ له خپلې سرتنبه ګۍ او ډېر زيات باور او تکيه پر نورو باندې او حال دا چې دا اړيکي خو نور يې هم پالي، خو خپل وطن دومره نه ورانوي لکه موږ چې د بېګانه وو په وسلو، کارتوسو، ماينونو او باروتو وران وران کړ. له ښکېلاکګرو او تېری کوونکيو خو ګيله په کار نه ده، خو موږ څه وکړل؟

که د هېواد استقلال مو موخه وه، نو له خپله لاسه ورانی خو بايد موږ نه وای کړی.

پاملرنه

تاسې خو لله الحمد يو مفسر ياست. مهندس ياست.

ايا د يو مفسر او مهندس په توګه دا درته اړينه وه چې چا ته دې د کشمير په څېر د يو کنفيډرېشن په توګه مشوره ورکوله؟

ايا يو کشميری او ستا همدا هم انده جماعت اسلامي والا به خپل ټاټوبی داسې يو بېرحمه وران او په خپل مينځي جنګونو کې وران او وسوځي لکه موږ د اسلام پتنګانو چې وران کړ او ومو سوځولو؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus River.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

***      ***      ***

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

د يو افغان ومسلمان په توګه به موږ د نصيرالله بابر او د اختر عبدالرحمان دې ډول دښمنانه څرګندونو ته څه ځواب ووايو؟

که موږ  روسان او کمونستان پړه ګڼو، نو موږ او زموږ ملاتړيو راته څه ګلان کرلي دي؟

شعوري راهېښونه

ايا ستاسې په اند موږ د زمکې پر مخ ډېر هوښيار خلک نه يو؟ چې نن مو هم سرونه وبايلل او هم خاوره او څه په لاس هم رانغلل او لا پسې په نړيواله کچه منزوي هم شو چې نن مو په ګرده اسلامي او نااسلامي نړۍ کې هېڅوک په رسميت هم نه پېژني؟

ايا همدا درنښت مو بس نه دی؟

تاسې مې مخاطب کړي ياست دا ځکه چې تاسې د يو شعوري مکتب، نظم او دسيپلين څښتنان واست او ننني واکمن سيالان دې بيا د شعوري مکتب څښتنان، نظم او دسيپلين څښتنان نه دي.

هغه متل دی وايی چې :

((تا ته يې وايم، خو اينګورې ته يې واوره.))

طالب بايد شعوري راوېښ شي. نظام وحکومت يا دولتي اډانه ((سيستم يا چوکاټ)) يوازې په نګه و چورلټ ملايي نه چليږي، بلکې د ټولنې ټولو اړخونو او کدرونو ته اړتيا شته چې هر څوک په حکومت، سيستم ونظام کې خپل ځان وويني او پر نورو تکيه راکمه او پر خپل ولس يې زياته کړو.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.