ژبه او فزیک

فهیم سپین غر

854

سریزه

د ژبې تر ټولو ساده، خو ښه تعریف دا دی چې: ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده. له ورځنیو غږېدا نیولې تر نثر او شعر لیکلو پورې، که دقت وکړو موږ په نهایت کې پوهول راپوهول کوو. موږ که خپلې معشوقې ته وایو چې راته ګرانه یې او یا که شعر ورته لیکو- غواړو په خپل احساس ویې پوهوو، چې د دې په وړاندې یې لرو. که یوه چا ته د یوې پېښې کیسه کوو او یا د خبریال په توګه یې راپور لیکو، وروستۍ موخه مو د خپل مخاطب پوهول دي. د هنر او علومو په منځته راتلو سره ځانګړې ژبې منځته راغلې. پوهیږو چې هنر ځانکړې ژبه لري، مثلاً په نقاشۍ هنر کې د رنګونو ژبه کاریږي. که نقاش له داسې کسانو سره مخ شي چې کافي هنري سواد ونلري، مجبوریږي چې د رنګ ژبه، په خپله ژبه ورته تشریح کړي. په همدې توګه ساینس هم ځانګړې ژبه لري. مثلاً د فزیک ژبه ریاضیات ده. که د فزیک‌پوه مخاطب داسې کسان وي، چې د ریاضي ژبه یې نه وي زده، مجبوریږي چې د ریاضي په ژبه بیان شوي مفاهیم په خپله ژبه ورته تشریح کړي. په خپله ژبه یعنې هغه ژبه چې ورباندې غږیږو او لیک لوست ورباندې کوو. دا پېښه په ټولګي کې هم کیږي. کله چې د ښوونکي په توګه، زده کوونکو ته طبیعي پدیدې د ریاضیاتو په ژبه تشریح کوو، نو باید خپله ژبه هم ورسره وکاروو. ځکه که یوازې ریاضیات کاروو، زده کوونکي برداشت نشي کولی. خو که چېرې د ریاضي په ژبه بیان شوي مفاهیم په خپله ژبه تشریح کوو، افهام او تفهیم ستونزمن کیږي.

ګرامري نیمګړتیاوې

د ژبو ګرامر افعال په تېر، اوس او راتلونکي زمانو ګردانوي. د ژبې په دې ډول ګرامري جوړښت، فزیکي واقعیتونه نشو تشریح کولی. مثلاً د لمر نور موږ ته په اته دقیقو او اوولسو ثانیو کې رسیږي. یعنې که همدا اوس لمر ګورو د اته دقیقو او اوولسو ثانیو پخوا انځور یې ګورو. ځکه نور یې اته دقیقې او اوولس ثانیې پخوا خپور شوی موږ ته ایله اوس را رسېدلی دی. که چېرې موږ په ځمکه کې (اوس) وایو، لمر په (تېر) کې دی. زموږ (اوس) د لمر (تېر) دی. د لمر (اوس) زموږ (راتلونکی) دی، یعنې که د لمر په (اوس) کې لمر نور را ولیږې اته دقیقې او اولس ثانیې وروسته تر موږ را رسږي، ځکه وايو موږ د لمر په راتلونکي کې یو.

 په همدې توګه کله چې د شپې آسمان ګورو هر یو ستوری یې له موږ بېل بېل واټن لري. په ستورپوهنه کې واټن په نوري کال محاسبه کیږي. نوري کال هغه واټن دی چې نور یې په یوه کال کې وهي. د شپې آسمان کې موږ ته تر ټولو نیږدې ستوری )پراکسیما سنتوري( دی چې تقریباً څلور نوري کاله له موږ لرې دی. یعنې کله چې )پراکسما سنتوري( ستوری ګورو د څلور کالو پخوا انځور یې ګورو. زموږ (اوس) د (پراکسما سنتوري) څلور کاله پخوا (تېر) دی. د (پراکسما سنتوري) (اوس) زموږ څلور کاله وروسته (راتلونکی) دی.

 د شپې آسمان هر ستوری له موږ بېلابېل واټنونه لري. ځینې یې سل ګونه، ځینې یې زرګونه او ان ځینې یې میلیون او میلیارد نوري کاله له موږ لري دي. موږ چې کله دغه ستوري ګورو د سل، زر، میلیون او ان میلیارد کلونو پخوا حالت یې ګورو. نو موږ واحد او کیهان‌شموله (اوس) نه لرو. زموږ (اوس) د نورو (تېر) او (راتلونکی) دی. د ریاضي په ژبه دغه مفهوم انشټین په خپله نسبیت نظریه کې بیان کړی. د دې موضوع درک د ریاضي په ژبه ډېر آسانه دی. خو کله یې چې په خپله ژبه بیانوو، نو پرې پوهېدل او منل یې راته جنجالي کیږي. ځکه موږ خو په خپله ژبه کې له ګرامري اړخه سټندرد او کیهان‌شموله (اوس)، (تېر) او (راتلونکی) کاروو. همدا اوس ستوري ځلیږي. پرون ستوري ځلېدل. همدا اوس لمر ځلیږي. همدا اوس لکی لرونکی ستوری ولوېد… خو د ریاضي ژبه راته وايي چې ستا په همدا (اوس) کې دغه ټول ستوري په دغه حالت کې نه دي چې ته یې وینې. ریاضیات راته وايي چې له دغه ستورو ممکن ځینې یې مړه شوي وي. د سعید زابلي یوه شعري ټولګه مې کلونه مخکې لوستله عنوان یې (ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) و. زموږ په ژبه کې دا عنوان هیڅ مشکل نه لري. خو د ریاضي په ژبه یې که بیانوو باید ووایو (د ستورو اروا ته ناست یم له سیتاره سره)، ځکه ستوري محدود عمر لري او دغه ستوري چې وینو، ډېري یې ممکن مړه شوي وي او ډېري نور ممکن زېږېدلي وي. موږ یې په زیږېدو هغه وخت خبریږو چې نور یې تر موږ را ورسیږي. د ریاضي په ژبه د زابلي صاحب شعري ټولګه دغسې هم نومولی شو ( د ستورو زېږېدو ته ناست یم له سیتاره سره!!!).

موږ چې کله یوه پېښه بیانوو، زموږ د ګرامر د محدودیت پر بنسټ وایو (پېښه وشوه)، (پېښیږي)، (پېښه به وشي). د ریاضي په ژبه یې بیا داسې وایو: هغه څه چې ماته (پېښیږي) تاته (پېښ شوي) دي. یا هغه څه چې ماته به (پېښ شي) تا ته (پېښیږي). زموږ ژبه داسې ګرامري قواعد نه لري چې د ریاضي په ژبه بیانېدونکې پېښې زموږ په ژبه بیان کړي. دا باعث کیږي چې موږ په ریاضیاتو شکمن کړي. ریاضیات سم دي. یا ښه ده ووایم ریاضي‌پوهانو د ریاضي ژبه غني کړې ده. خو د مروجو ژبو ادیبانو ژبه کې کار نه دی کړی او ناقصه یې پريښې. ناسمه ژبه زده کوونکي له طبیعي علومو زړه‌توري کوي. زه باور لرم که زموږ د ژبو ګرامر اصلاح او غني شي. د طبیعي علومو زده کړه به ډېره آسانه شي.

د کلیمو نیمګړتیاوې

په فزیک کې د سرعت بدلون ته تعجیل وايو. تعجیل ته په انګلیسي ژپه کې (Acceleration) وايي. موږ د (Accelerator) یا په عامیانه تلفظ اکسلیټر سره آشنا یو. اکسلیټر هر موټر کې شته او د تعجیل ورکوونکي معنی لري. زموږ خلک په ورځنیو مکالمو کې اکسلیټر چې بهرنۍ کلمه ده، ډېره کاروي. په محلي سندرو کې هم ډېر ځله له سندرغاړو اورو چې وايي مثلاً: (سپین‌غر جان درېور——ریز بتې اکسلیټر). په موټر کې د اکسلیټر دنده دا ده چې کله وغواړو د موټر سرعت ته بدلون ورکړو نو اکسلیټر ته پښه ورکوو په دې توګه تعجیل منځته راځي. خو که د سرعت په ترڅ کې برېک ته پښه ورکړو څه کیږي؟ بریک به هم د موټر سرعت کې بدلون راولي. که د سرعت بدلون ته تعجیل وايو نو بریک هم اکسلیټر دی. ډېر ځله زده کوونکي دا خبره په جنجال مني چې بریک هم یو اکسلیټر دی. وايي که اکسلیټر وي، نو نوم به یې اکسلیټر و، نه بریک.

که د سرعت پرمهال د موټر شترینګ چپ لور ته تاور کړو، څه به پېښ شي؟ د موټر ټوله سواري به ښۍ خوا ته ټېله شي. د نیوټن دویم قانون وايي هر چېرې چې قوه وي هلته تعجیل هم وي، نو کله چې د موټر شټرینګ چپ لور ته تاو کړو د موټر سواري ښي لور ته د قوې احساس کوي نتیجتاً ښي لور ته تکیه کیږي. نو د موټر سواري ته شترینګ هم اکسلیټر دی. دا نومونه په پوره بې احتیاطۍ او عجله اېښودل شوي دي. نن یې د فزیک زده کړه له ستونزو سره مخ کړې ده. بیا نو زده کوونکی حکم کوي چې فزیک پېچلی مضمون دی. فزیک پېچلی نه دی ډېر آسانه دی. نیمګړې ژبې، فزیک پېچلی کړی.

په همدې توګه که چېرې موږ ته څوک راځي او موږ د خپل کور آدرس داسې ورکړو چې: د بهارستان پنځم سړک کې چپ لاس ته پنځم کور، زموږ کور دی. چپ لاس بې معنی خبره ده. که له یوې خوا را روان وي شاید چپ لاس خوا ته یې زموږ کور پروت وي، خو که له مقابل لوري را روان وي نو زموږ کور یې بیا په ښۍ خوا کې دی. چپ او ښی هم واحد او کیهان‌شموله نه دي. زما چپ شاید ستا ښی وي. مخ او څټ هم واحد او کیهان‌شموله نه دي. ما ته که ته مخامخ ناست وې، نو زما مخامخ ستا شا ده او زما شا ستا مخامخ کیږي. په همدې ډول موږ واحد او کیهان‌شموله ښکته او پورته هم نه لرو. د شمالي نیم کرې د خلکو پاس د جنوبي نیم کرې د خلکو لاندې دی. کله چې زده کوونکو ته وایې چې زموږ پاس د استرالیا د خلکو لاندې دی. دا خبره په ډېره سختۍ مني، ځکه دوی په ورځنیو مکالمو کې پاس، لاندې، مخ، شا، چپ او ښۍ عمومي او مطلق کارولی. د ریاضي په ژبه دا مسایل ډېر آسانه تشریح کیږي. خو کله چې یې په خپله ژبه بیانوو، ډېرو ته پېچلي او د منلو وړ نه وي. ډېرې داسې نورې کلمې چې په ورځني ژوند کې د نیمګړو ادبیاتو له وجهې یې عمومي او کلي کاروو، د فزیک زده کړه یې له ستونزو سره مخ کړې ده.

پایله

زموږ ژبې نشي کولی طبیعي پديدې بیان کړي، نو که ادبیات اصلاح نه کړو طبیعي علوم همداسې دګم  او مبهم پاتې کیږي. د طبیعي علومو سختي له دې وجهې نه ده چې پدېدې مبهمې دي، بلکې له دې وجهې ده چې موږ نیمګړي ژبنیز قواعد دومره ډېر تکرار کړي او په ورځنیو مکالمو کې مو تکراري کارولی دي، چې په سموالي یې پوره باوري شوي یو. کله چې له دغه قواعدو خلاف خبره وارو نو د مبهم یا هم بې معنی خبرې حکم ورباندې کوو. که موږ ژبه له دغو ستونزو پاکه کړو، اصلاح یې کړو او د ریاضي له ژبې سره یې په خوله کړو، نو ممکن د راتلونکو نسلونو یو ماشوم چې نوی په خبرو راځي د علومو په اساساتو پوه وي. دا چې له مفاهیمو سره به آشنا وي، نو د ریاضي زده کړه به ډېره ورته آسانه وي. یوازې به مفاهیم د ریاضي په ژبه یا په سمبولیکه ژبه بیانوي. اوس خو د ریاضي ژبه او زموږ د مکالمې ژبې له یوه بل سره ورانې دي. کله چې د ریاضي په ژبه بیان شوي مفاهم په خپله ژبه تشریح کوو، مخاطب د دغه دوو ژبو ټکر ته متوجه کیږي. او نتیجتاً په نوې ژبه چې ریاضي ده، شک کوي. دا ځکه چې انسان تمایل لري پخوانی قواعد تر نويو هغو غوره وګڼي. تاسو څه فکر کوئ امکان لري، چې زموږ ژبې اصلاح شي؟ که ژبې اصلاح شي ستاسو په نظر څنګه یوه ټولنه به ولرو؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.