په افغان جهاد کې د چین رول، یو څرګند حقیقت

لیکنه: مقتصد ستړی

605
دې پر ځای چې په افغانستان کې د ثور انقلاب د افغانستان داخلي حالاتو ته په کتو سره د ولسونو د مبارزې پایله بلل شي، تاریخ یې په تېروتنې سره له بهر څخه د تحمیل شوي انقلاب په توګه ګڼي.
خو حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند او د هغوی د انقلاب پر ضد امپریالیستي جهاد افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځ له ننوتلو شپږ میاشتې مخکې پیل شوی و، چې شوروي اتحاد یې د افغان حکومت په غوښتنه ملاتړ وکړ او خپل پوځونه یې د بین الحکومتي تړون له مخې را واستول، د ۱۹۹۸ کال د جنورۍ په ۱۵ مه د «کاونټر پنچ» په مجله کې د امریکا د هغه وخت د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د ملي امنیت د سلاکار او د افغان جهاد د ستر لارښود زبګنیف برزینسکي مرکه خپره شوه، برژنسکي په خپله مرکه کې اعتراف وکړ چې افغانستان ته د شوروي پوځ له راتګ شپږ میاشتې وړاندې د امریکا پټو ادارو له افغان مجاهدینو سره مرستې پیل کړې وې.
په مرکه کې له زبګنیف برزینسکي څخه پوښتنه وشوه: «د سي آی اې پخواني مشر رابرټ ګېټس په خپل یادداشتونو کې لیکلي، چې د شوروي اتحاد تر مداخلې مخکې د امریکا استخباراتي ادارو شپږ میاشتې وړاندې لا په افغانستان کې له مجاهدینو سره مرسته کوله؛ هغه مهال تاسو د امریکا د ولسمشر جیمي کارټر د ملي امنیت سلاکار وئ، نو تاسو به هم په دې کې خپله ونډه اخیستې وي ایا دا سمه ده؟”
د دې پوښتنې په ځواب کې، برزینسکي وویل: “هو. د رسمي تاریخ له مخې له افغان مجاهدینو سره د سي آی اې له خوا مرستې په ۱۹۸۰ لسیزه کې، یعنې د شوروي ځواکونو له خوا پر افغانستان له یرغل وروسته پیل شوې. مګر واقعیت، چې لاهم په محرمیت کې ساتل کیږي، خورا برعکس دی یانې په حقیقت کې د ۱۹۷۹ کال د جولای ۳مه وه، کله چې ولسمشر جیمي کارټر په کابل کې د شوروي پلوه حکومت مخالفینو ته د پټو مرستو د برابرولو لومړنی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ. په هماغه ورځ ما ولسمشر کارټر ته یو یادښت ولیکه چې هغه ته یې تشریح کړه چې زه باور لرم چې مرستې به د شوروي اتحاد نظامي مداخله وهڅوي.
د ۱۹۸۱ کال د نومبر په میاشت کې ببرک کارمل په کابل کې د افرو-اسیا د خلکو د پیوستون د سازمان (AAPSO) په کنفرانس کې وویل چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک پر ضد د وسله والو عملیاتو د ځپلو لپاره د روسیې پوځیان هیواد ته رابلل شوي دي چې د صادق ځواب ورکولو توان لري”.
هغه وخت ببرک کارمل په افغان جهاد کې د چین رول ته په اشارې سره وویل: د ثور له انقلاب سمدستي وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالې بیروکراسۍ، له پاکستاني او چینایي ملګرو سره په ګډه د افغان انقلاب په غندلو پیل وکړ، چې دا د افغانستان پر وړاندې د نااعلان شوې جګړې لامل بلل شي او افغان دښمن بریدګر د پاکستان او چین د ښوونکو له خوا روزل کیږي، د ایران او چین په سینکیانګ سیمه کې ورته پوځي کمپونه جوړ شوي دي، هر کال په دغو کمپونو کې له ۴۰ زرو څخه زیات انقلاب ضد وسله وال خپلې زده کړې بشپړوي.
حقیقت دا دی چې چین د هغو هیوادونو له جملې څخه و چې تر امریکا مخکې یې د افغانستان په مسله کې د جنرال ضیاالحق د پوځي دیکتاتور حکومت ته مرستې ورکول پیل کړل.
وروسته چین د مجاهدینو په وړاندې له افغان حکومت سره د شوروي اتحاد پوځي ملاتړ په افغانستان کې یرغل او لاسوهنه وبلله او له شوروي اتحاد څخه یې د خپلو پوځیانو د ایستلو غوښتنه وکړه، چین په دې باور وو چې شوروي اتحاد له ډېرې مودې راهیسې پر افغانستان د پوځي نیواک پلان درلود چې د افغانستان د تېلو زېرمې ونیسي او د پاکستان د بلوچستان په نیولو سره “ګرمو اوبو ته لاس رسی” ترلاسه کړي، چې دا له حقیقت څخه بیخې لرې خبره ده. چې دا له حقیقت څخه بیخې لرې خبره ده.
 د چین حکومت د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر میاشت کې په خپله اعلامیه کې وویل چې پر افغانستان د شوروي برید د زغم وړ نه دی او له پامه غورځول کېدای نه شي. شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل نه و کړی، بلکې د افغان حکومت په غوښتنه یې خپل پوځیان افغانستان ته استولي وو.
په ۱۹۷۸ کال کې د افغانستان او شوروي تر منځ په ۲۰ کلن تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې دفاع لپاره د پوځي همکاریو تړون هم شامل و.
په ۱۹۸۰ کې د جنورۍ په میاشت د چین او امریکا ترمنځ هوکړه وشوه چې امریکايي الوتکې کولای شي د چین له هوايي حریم څخه د مجاهدینو د وسلو د لېږدولو لپاره کار واخلي.
د ځینو څیړونکو په وینا، چین پخپله هم جهادي ترهګرو ته راکټ لانچرونه، د الوتکو ضد او د ټانک ضد وسلې او ماینونه برابر کړي وو.
په همدې میاشت کې د چين د بهرنيو چارو وزير هوانګ هوا پاکستان ته سفر وکړ او د جنرال ضياء الحق حکومت ته يې د پوځي او اقتصادي همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل: سوله خوښوونکي هېوادونه (چين) د پاکستان رښتينی ملاتړ کوي، څو د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي، هغه وخت جنرال ضیاالحق د کمپوچیا په مسله کې د ویتنام په وړاندې د چین دریځ وستایه او برعکس شوروي اتحاد د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان له دریځ سره موافقه وکړه.
مانا دا چې چین باور درلود چې شوروي اتحاد د نړۍ سولې ته ګواښ دی، په داسې حال کې چې امریکايي امپریالیزم یې د نړیولې سولې ساتونکی باله.
دا حقایق روښانه کوي چې د افغان جهاد په اړه د شوروي اتحاد او چین نړیوال رول له یو بل سره توپیر درلود.
یانې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل یا نیواک نه و کړی، بلکې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک حکومت په رضایت یې ورسره مرسته کوله؛ برعکس، د شوروي اتحاد په مقابل کې، چین له امریکا او نورو امپریالیستي قدرتونو سره یوځای د افغان انقلاب پر وړاندې د امپریالیستي ارمانونو د پوره کولو لپاره متحد شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.