د جمهوریت سقوط کې د عبدالله نقش ته لنډه کتنه

عبدالله عبدالله

777

د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ غمیزې په تړاو:

عبدالله عبدالله چې د خپل کورني پېژند او خپل بیولوژیکي پلار په اړه په رسنیو کې غوڅه خبره نه کوي، په سیاسي دریځ کې هم تر ډېره بریده  ډوبه او مرموزه څېره ګڼل کیږي. دا چې ولسمشر اشرف غني د ABN سره په وروستۍ مرکه کې د زلمي خلیلزاد په اړه وايي چې «زلمی خلیلزاد 2 روی نه، بلکه 9 روی دارد»، د عبدالله په اړه هم صدق کوي. عبدالله هم دوه مخونه نه، بلکې تر نهه زیات مخونه لري!

ع. عبدالله له افغانانو خپل بیولوژیکي پلار چې له پنجشیر څځه وو، پټ ساتي او پرځای يي غلام محی الدین زمریالی معرفي کوي. په حقیقت کې غلام محی الدین زمریالی د عبدالله هیڅ نه کیږي، بلکې میرزا غلام محی الدین چې بیخي بېل شخص او د کندهار ولایت اوسیدونکی وو؛ د ده بیولوژيکي پلار نه، بلکې پلندر دي. عبدالله نه یوازې خپل پلار له خلکو پټوي، بلکې د خپل پلندر په معرفي کولو کې هم درواغ وايي. یعنې د ده پلندر غلام محی الدین زمریالی نه، بلکي میرزا غلام محی الدین دی چې بیخي بېل شخصیت دی. عبدالله دا درواغ د سیاسي موخو لپاره وايی!

د ع. عبدالله د پوره بیوګرافۍ د پېژند لپاره، په افغان جرمن انلاین کې د ارواښاد سید خلیل الله هاشمیان لیکنې«توضیح پیرامون هویت قلابی داکتر عبدالله» تر سرلیک لاندې چې د نوموړي د لیکنو لیست کې ۵۸ شمېره ده، مراجعه کولای شۍ.

د جمهوریت په سقوط کې دواړه مرموزې څېرې، خلیلزاد او ع. عبدالله په ډېرو برخو کې سره ورته نقش لوبوي. د دواړو افغاني هویت نه خوښیږي او ترې کرکه لري. خلیلزاد په څرګنده له افغاني هویته انکار کوي او امریکايي ګټو ته ځان د یوه مزدور کچې ته ټيټوي. عبدالله بیا د هېواد په شمالي ولایتونو کې ولسونه لمسوي چې له  افغاني هویته تېر شي، افغانستان دې خراسان شي، خلک دې تذکرې نه اخلي او ځانونه دې افغانان نه شمېري.

دا متل چې وايي: کبوتر با کبوتر وزاغ با زاغ کند پرواز، د خلیلزاد او ع. عبدالله د انډیوالۍ او نقش په اړه مناسب لېدل کیږي!

ع. عبدالله په سیاست کې د دریځ له مخې څو مخی او اپورتونیست دی. نوموړی لومړی د ببرک کارمل ډلې د پرچمیانو څخه وو، بیا يي لکه مار پوټکی بدل کړ او استحاله (Metamorphose) يي وکړه اخوانی شو، یعنې جمعیتی شو. وروسته د احمدشا مسعود(۱) سیاسي ویاند او د نظارشور د مشرتابه غړی شو. بیا د سیاسي ګټو او لوړو دولتي څوکیو د نېولو لپاره يي کله ځان د اسلامي جمعیت رسمي غړی او کله يي ځان بې پلوه ښوده، خو د دې ټولو نخرو سره سره نوموړی د اسلامي جمعیت ژمن غړی پاتې شوی دی.

ع. عبدالله د اسلامي جمعیت په استازیتوب د عبدالرشید دوستم، محقق او خلیلي سره یو ځای په تېرو شلو کلونو کې هغه رول ولوباوه، لکه بچه سقاو چې د شلمې پېړۍ په دریمه لسیزه (۱۹۲۰ــ ۱۹۲۹) کې د اماني پیر په وړاندې لوبولی وو. سقاو د یوې ډلې نورو غلو سره د غازي امان الله خان په مشرۍ، متمدن او عصري دولت ړنګ کړ. عسکري او ملکي علمي کادرونه يي له دندو ګوښه، له هېواد فرار ته يي مجبور او له تیغه تېرکړل او پرځای يي غله او لوټماران وګمارل. د ښونځیو دروازې يي وتړلې او د مدنیت او ترقۍ ټول پلانونه يي شنډ کړل. سقاویانو هغه مهال هېواد یوې تورې دورې ته ور ټېل وهه!

ع. عبدالله او ډلې يي چې هغه مهال يي برهان الدین رباني او احمدشا مسعود سرخېلان ول، د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې د افغانستان لپاره د پخواني ولسمشر ارواښاد ډاکټر نجیب الله او د ملګرو ملتو د سولې ګډ پلان شنډ کړ، کورنیو جنګونو ته يي لار اواره کړه چې یوازې کابل کې ۷۰ کابلیان له تیغه تېرشول. د طالبانو د لومړۍ پلا پاچاهي وروسته دې ډلې په تېرو شلو کلونو کې بیا هم د سقاو د وخت پشان د مرکزي حکومت په وړاندې ورته تګلار وچلوله.

دوی لومړی د هېواد د اساسي قانون په وړاندې چې نوی خپور شوی وو، دریځ ونیو. په اساسي قانون کې يي د تسجیل شوي ریاستي نظام په وړاندې د پارلماني نظام بولاله رامنځته کړه، د مرکزي حکومت په وړاندې يي د فیډرالیزم نغمه توده وساتله، هېواد کې يي ملوک الطایفۍ راژوندۍ کړه او مرکزي حکومت يي د اجراییوي ریاست په رامنځته کېدو دوه ځایه کړ او د مرکزي حکومت په منځ کې يي موازي حکومت جوړ کړ.

عبدالله او ډلې يي په داسې حال کې چې په سلو کې پنځوس دولتي واک يي د خلیلزاد او جان کیري په ملاتړ د ځان کړی وو، په پاتې نور پنځوس برخه کې يي هم چنې وهلې او حکومت يي کار ته نه پريښود. دې ډلې په حکومت کې د غوړې ونډې سره سره، د سبوتاژ دنده پر مخ بیوله.

د عبدالله ډلې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کال په ټولټاکنو کې هم د سبوتاژ دنده پر مخ بېوله. هڅه يي دا وه چې ټولټاکنې په ولس کې بې اعتباره کړې. عبدالله  چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې يي له ولسمشر اشرف غني يي ماتې وخوړه، ځان پخپلسر ولسمشر اعلان کړ. د کابل په شمال، چریکارو کې يی د سرک پر سر په یوه جوړه شوې دروازه، ځان د ولسمشر پتوګه اعلان کړ او حقیقت کې يی ځان د یوې برخې، یعنې شمالي افغانستان ولسمشر وباله. په ۲۰۱۹ کال ټاکنو کې هم چې لومړی يي ټاکنې نه منلې، خو وروسته له مجبوریته ولسمشر غني سره ټولټاکنو ته ودرېد. بیا يی هم له ماتې وروسته په سپېدار ماڼۍ کې پخپلسر ځان ولسمشر اعلان کړ او په درواغو يی د ولسمشرۍ لوړه وکړه. همغې لوړې يي ورمیږ مات کړ او اوس ټيټې سترګې، د خلیلزاد په ملاتړ او سپارښتنه د حامد کرزي سره یو ځای د طالب واکمنۍ لاندې د بې ننګۍ شپې تېروي!

د خلیلزاد، عبدالله او حامد کرزي خبیثه مثلث د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ مې چې جمهوریت پکې سقوط وکړ او د افغانانو د شلو کلونو بریاوې پکې په اوبو لاهو شوې، مسوولیت پر غاړه لري. دې خبیثه مثلث طالبانو سره په سازش کې د هېواد برخلیک د سقاوي تورې دورې پشان یوې بلې تورې دورې ته وروغورځاوه!

کوم ویجاړوونکي رول چې سقاو د شلمې پېړۍ په دریمه لسیزه کې د اماني دورې په وړاندې لوبولی وو، عبدالله او ډلې يي هم ورته رول د یوویشتمې پېړۍ په دوهمه او دریمه لسیزه کې د ولسمشر غني په وړاندې ولوباوه.

هلته که سقاو د انګریزانو د جاسوس پيرکرم شا، لارنس او په کابل کې د انګریز سفیر همفریز په مرسته او ملاتړ د غورځنګ د ماتې لامل شول، په دا مهال عبدالله د امریکا د ګوډاګي خلیلزاد په مرسته او ملاتړ د ولسمشر غني د نیمګړي فصل د ماتې سبب شو.

هغه مهال که د غازي امان الله خان له هېواده د وتلو په پایله کې د سقاو توره دوه په افغانانو وتپل شوه، دا ځل له هېواده د ولسمشر غني په جبري ویستلو سره ، بله توره دوره په هېواد وتپل شوه.

هلته سقاویانو، سقاو واکمن کړ؛ خو دلته سقاویانو طالبان واکمن کړل!

تاریخ په یوه پېړۍ کې دا ځل هم په ډېر ناوړه ډول تکرار شو!

یادونه:

(۱)  کابل کې د کاکتوس په نوم د یوې خپرنۍ مسوول چلوونکی ښاغلی مختار لشکري، د احمدولي مسعود څخه پوښتنه کوي چې ستاسو ورور احمدشاه او کورنۍ مود «مسعود» تخلص له څه وخت راهیسې کاروۍ او څنګه موغوره کړ؟ احمدولي په ځواب کې وايي چې دغه «مسعود» د پاکستاني چارواکو لخوا، د دې لپاره چې احمدشاه ونه پېژندل شي، پر هغه کېښود او وروسته موږ ټولو دغه د تخلص پتوګه غوره کړ. دغه مرکه په یوټیوب کې ترلاسه کېدای شي.

د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۳ مه

سرلوڅ مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.