د نوي حکومت د اعلان ځنډ

سرلوڅ مرادزی

1,544

طالبان چې د اګست په څوارلسمه کابل ته ننوتل، د پنجشیر سیمې پرته يي پر ټول افغانستان واکمني پلې شوه. پرکابل تر بري وروسته، د دوی د واکمنو سرچینو له خولې ویل کېده چې خپل نوی حکومت به د سیپټمبر په ۳ مه او یا څلورمه اعلان کړي. خو د سیپټمبر په څلورمه دوی اعلان وکړ چې نوی حکومت به یوه اوونۍ نور هم وځنډیږي او بلې اوونۍ ته به اعلان شي.

کابل ته د پاکستاني استخباراتو(ISI) د مشر جنرال فیض حمید راتګ چې د هغه هېواد د رسنیو لخوا طالبانو سره د امنیتي او سوداګریزو چارو په اړه د خبرو تر چتر لاندې ګڼل شوی او ګوندې د طالبانو لخوا کابل ته بلل شوی؛ په حقیقت کې د نوي حکومت د اعلان د ځنډولو لپاره تر سره شوی!

نظار شورا ته نږدي او خواخوږي رسنۍ، کابل ته دا سفر د طالبانو د رهبرۍ شورا په بلنه ګڼي. د افغان پیپیر بریښناپاڼه بیا لیکي« کامران خان، یکی از خبرنگاران پاکستانی در تویتی نوشته است که فیض حمید به دعوت رسمی شورای طالبان به کابل رسیده است.
او همچنین نوشته است که روابط تجاری و امنیتی میان پاکستان و طالبان در آینده از موضوعات مورد بحث هیأت پاکستانی با مقام‌های طالبان خواهد بود»

په داسې حال کې ویل کیږي چې دا سفر د اسلام اباد په خوښه د ټولګډونه حکومت د جوړښت لپاره پر طالبانو باندې د فشار اچولو په موخه ترسره شوی. په دې اړه تاند بریښناپاڼه لیکي« د ځینو راپورونو له مخې، د آی ایس آی مشر د کابل په سفر کې د ملابرادر په مشرۍ د نوي حکومت د اعلان مخه ونیوله»

د نوی حکومت د اعلان مخنیوی د دې لپاره شوی چې اسلام اباد غواړي په راتلونکي حکومت کې طالبان باید په اسلام اباد کې د نظارشورا او شمالټلوالې معلوم الاحاله دېره څېرې، په ټولګډونه حکومت کې ومني

بېځایه نه ده چې پنجشیر کې نظارشورا بیا بیا وايي چې د پنجشیر جبهې د طالبانو لخوا د نوي حکومت د اعلان مخه نېولې ده.

په پنجشیر کې تر درې اونیو پورې د نظارشورا مقاومت هم، د ټولګډونه حکومت تر جوړښت پورې چې نظار شورا به يي غوړه برخه وي او طالبان يي په وړاندې مقاومت کوي، د اسلام اباد د سیناریو سره تړاو لري.

دا خبر هم چې نن، د طالبانو د سیاسي د فتر مشر او د دې تحریک مرستیال عبدالغني برادر چې ویل کیږي د راتلونکي حکومت مشري به کوي الجزیري تلویزیون سره په مرکه ویلي چې د دوی هڅه دا ده چې ټولګډونه حکومت به جوړوي، د اسلام باد د وروستي فشار له کبله ترسره شوی وي.

ټولګډونه حکومت چې باید د ټولو افغانانو غوره استازي پکې ګډون ولري، د هغه ټولګډونه حکومت سره چې اسلام اباد يي د سیاسي فشار او دیکتې پتوګه او بلخوا د نظارشورا د خبیثو څېرو د ټومبلو لپاره په پام کې لري، توپیر لري.

د زمري (اسد) میاشتې په ۲۶ مه، په ملګرو ملتو کې د پاکستان دایمي استازي منیر احمد خان ویلي ول « موږ غواړو چې د دوی(نظار شورا) د خولې خبره وکړو، موږ همدې خوا ته روان یوو او همدا وجه ده چې موږ د غیر پښتنو افغانانو استازي اسلام اباد ته رابللي دي. موږ له دوی سره په خبرو بوخت یوو. دوی هم موافق دي چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي. موږ هیله لرو چې هلې ځلې به مو بریالۍ شي. تاند»

که د ټولګډونه حکومت په نوم بیا لنډه غر، پخوانی غله او جاسوسان پر طالبانو ومنل شي او طالبان يي په وړاندې مقاومت ونکړي، د طالبانو د حکومت بدنامي او ناکامي به حتمي وي.

بلخوا د حکومت نشتون، افغانان د سختو ستونزو سره مخ کړې؛ ډېر ژر باید نوی حکومت چې ریښتینی ټولګډونه وي او له پخوانیو غلو او لنډه غرو خالي وي، اعلان شي!

د ۲۰۲۱ کال د سیپټمبر ۵ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.