د ښاروالۍ کارګر

ژباړه: عاقب عمر

817

له جارو کولو یې پوه شوم چې زده یې نه ده. دلته مې په ورځو ورځو لسګونه کارګر لیدلي، خو دی د دې کار نه و. د خپلې پولیسي دندې په عادت مې، په سړي پسې شوم چې څه کاره دی. ور مې خلاص کړ، ورغږ مې کړ: ملګریه ښه یې؟ یو ځل دلته راشه! اوچت اوچت راغی او د خپلو نازکو
عیکنو تر شا یې راته وکتل: سلام، دلته کار کوم، څه ستونزه پېښه ده؟ د خبرو کولو انداز او کړو یې نور هم حیران کړم، په هغه وچ سهارني یخ کې یې هر نفس کنګل کېده. رایاد مې شول چې دننه یې راوغواړم. د ملګرۍ په غږ مې ورته وویل: راځئ دننه، یو ګلاس چای به وڅکو.
دی دننه راغی او له غوږه یې یوه غوږۍ هم لرې کړه. د هغې په لین پسې مې وکتل، د ده نارنجي جامو جیب ته تللی و. پوښتنه مې ترې وکړه، څه اورئ؟ ویل “یو انګلیسي صوتي کتاب دی، هغه اورم.
– ” انګلیسي؟! موضوع یې څه ده؟

ورمېږ یې کوږ کړ، ویل یې د اقتصاد برخې کتاب دی. نور هم حیران شوم؛ په ملنډو مې ورته وویل چې ستا کار او مطالعه ډېر سره لرې نه یئ؟ په نیم موسکو شونډو یې راته کړل: (ولې د ښاروالۍ یو کارګر مطالعه نه شي کولی؟ دا مې د دندې لپاره اورم.) پیاله مې خولې ته نه وه کړې، په حیرانۍ مې ترې پوښتل: نه پوهېږم، دا اقتصاد او دا ستا داستان په دنده پورې څه اړه لري؟

له ما نه یې ها خوا کتل، بېرته یې راته مخ کړ، ویل یې: (زه د یوه پوهنتون استاد یم.) مخکې له دې چې زه څه ووایم، دی په ما پوه شو چې حیران شوی یم؛ نو خبرې یې وغځولې: (د دې ځای پاک کول مې د پلار دنده ده ښاغلیه! زه په اقتصاد کې دوکتورا لرم، دوه وروڼه مې انجینران دي او یو یې اوس په دې برخه کې دوکتورا کوي. پلار ته چې هر څومره زارۍ کوو، دا کار نه پرېږدي. نو موږ په نوبت هره میاشت د خپل پلار پرځای دلته کار کوو چې هغه ارام وي. هم به مو مرسته ورسره کړې وي او به مو په یاد وي چې پلار په څومره خواریو تر دې ځایه رارسولي یو.) څو شېبې دواړه چوپ وو، پیاله مې د مېز پر سر کېښوده او ده ته ورغاړې وتم. ورته کړل مې ستاسو شرافت ته صد سلام! د خپل پلار مو ډېر خیال ساتئ، ډېره مهربانه او ښه سړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.