لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۱۶۰ برخه

پوهندوی آصف بهاند

505

 

کابل ته مه وایه چې وران شې

دی چې ورانیـږي زما زړه ورسره چوینه

 

ارمان به وکړې وخت به تیر وي

بیا به فیسبوک راپسې ګورې نه به یمه

 

امریکايي توره ښاماره

چې پرېښودو دې، خبر کړي به دې وونه

 

په دې وروستیو کې ښاغلي نعمان دوست د لنډیو په باب په خپله فیسبکپاڼه کې یو جالب مطلب خپور کړ چې د پښتني ټولنې ځینې نیمگړتیاوې یې په نښه کړې دي او دا یې ویلي دي چې:

«لنډۍ زموږ د ټولنې غیرمدون تاریخ دی…»

ښاغلي دوست پر دې بحث کړی دی چې څنگه د ټولنې همدا نیمگړتیاوې په لنډیو کې په ماهرانه او هنرمندانه ډول انځورېـږي او…

دا هم د دوست صاحب د لیکلي مطلب بشپـړ متن:

«یوه لنډۍ او څو خبرې

لنډۍ زموږ د ټولنې غیرمدون تاریخ دی. په اوریدلو او لوستلو یې له خپلې ټولنې ښه خبریږو؛ کاش د هرې لنډۍ د ویلو نېټه هم رامعلومه وای چې په دې سره به هغه ټوله دوره راښکاریده چې دا پکې ویل شوې.

د لنډیو محتوا، خصوصاً هغه چې ویل شوي او جوړې شوي نه دي، راته ښيي چې جنګ، فقر او ناوړه دودونه هغه ماران دي چې په مختلو دورو کې یې زموږ خلک چیچلي دي.

همدې فقر یو میین له خپلې مینې جلا کړی او مزدورۍ پسې یې پردیسۍ ته مجبوره کړی او بیا میینې د دې بیلتون درد، په لنډۍ ټکور کړی دی.

ناوړه دودونه وو چې د عاشق او معشوقې ترمنځ یې لوړ دیوال درولی او بیا چې معشوقې په خپلو کمزورو لاسونو کې د دې دیوال د نړولو توان نه دی لیدلی؛ نو خپله بې وسي یې په لنډۍ کې بیان کړې او د خپل مات زړه بړاس یې کاږلی دی.

پخوا، حتی اوس هم، ځینې کورنۍ د فقر یا د حاکم ناوړه دود له کبله، وړې نجونې ودوي. هغوی د ماشومتوب له خوږو محروموي او په بل جنجال یې اړوي، لکه څوک چې مڼې پخیدو ته پرینږدي او خامې شنې یې وشکوي.

ډیره سخته خو لا داشي چې پلار ظالم یې د پیسو لپاره، خپله ماشومه لور پرته د هغې له خوښې داسې چاته ور حواله کړي چې د دې له پلاره یې هم ډير عمر خوړلی وي.

خو،

نجونې چوپه خوله دي. هیڅ د خپل برخلیک په اړه څه نه وايي او څه نشي ویلی. د دودونو په پړو یې ټول اندامونه تړل شوي دي. حتی دغه بد رواج غندلی هم نشي او له لمبو ډک دوزخ ته په جبر سینګار شوې او نه زړه ګامونه اخلي.

تاسو دا لاندې لنډۍ ولولئ او بیا ورته ښه ځير شئ، یو خاموش درد پکې چغې وهي، داسې چیغې چې د غوږونو په ځای آن د زړه رګونه لړزوي:

یو څوک په کم عمر کې د نجونو له ودولو سره مخالفه ده، شاید خپله یې دا زهر څښلي وي او نه غواړي چې نور یې هم نوش کړي؛ خو خپل مخالفت په نیغه نشي څرګندولی. ویریږي چې د بې حیايۍ په توپ و نه ویشتل شي. په فکر کې ده، کوښښ کوي خپله خبره داسې وکړي چې ګوندې دا خپل درد ته نه ژاړي، بلکې د ټولو غم ور سره دی. غواړي داسې یې توجیه کړي چې نور هم پکې خپل زیان وویني، ګوندې د خپل زیان فکر یې زړه را نرم کړي او له دې رواجه لاس په سر شي.

نو، ځکه په وړو وړو سلګیو کې وايي:

وړې وړې یې په مېړو کړې

څنګه یې ورک کړل د دنیا برکتونه»

دا هم د دې برخې له پاره غوره شوې لنډۍ:

ارمان به وکړې وخت به تیر وي

بیا به فیسبوک راپسې ګورې نه به یمه

 

وخت د ګورګورو رانه تېر شه

اوس په مماڼو به لالې رضا کوومه

 

پلاره تعلیم راباندې وکړه

زه دې اولاد یم، بر تا ډېر لرم حقونه

 

زما د یار اوربل یې وران که

سیلۍ پر لاره د ړندو په شانې ځینه

 

مرګیه راشه غاړه راکړه

ستا په راتلو به ټول غمونه ختم شينه

 

خوشالۍ ټولې مې دیلیت شوې

اوس په زړګي د يار غمونه سیف کومه

 

بې سجدې لمونځ درپسې وشه

پهٔ ما دې ړنګې مینې سر وگرځاونه

 

کابل ته مه وایه چې وران شې

دی چې ورانیـږي زما زړه ورسره چوینه

 

توتان پاخه دي یو ځل راشه

تر توت خوږه یې چې د چا به شې میینه

 

گېله د خپل سړي نه کېـږي

ته زما څه يې چې گیلې درنه کومه

 

امریکايي توره ښاماره

چې پرېښودو دې، خبر کړي به دې وونه

 

پر بېلتانۀ مې داړه وکړه

ترې مې ستانۀ کړل پۀ جمدر وهلي زړونه

 

پر موسیقي میئنه اورې

د اختر ورځ ده لیچې تشې ګرځومه

 

د ازل برخې يې وېشلې

د چا يې ښې کړې د چا شولې لوغړنې

 

د گل کېدو امید می نشته

جانان په تمه د باران کرلې یمه

 

په ما شکمن جانان خبر کړئ

که بل مې یار وي، زه به سره کافره یمه

 

زما د زړۀ څلی دې وران کړ

ستا دې شي وران د پلار نیکۀ جوړ محلونه

 

مورې د مینې سیال دې نشته

ناروغه زه ېم روژې تا نېولې وینه

 

پښتون زلمی به مېـړه نه کړم

جنگ به پردی وي سر به دی پرې ورکوینه

 

خدای مې دې کبر زوال نه کړي

په کور کې لس ټیکري لرم سرتوره ځمه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.