غازي امان الله خان ولې مهم دی؟

اجمل ښکلی

1,307

د زمري پر ۲۸ د ټولو هغو افغان نومياليو او منورينو يادونه اړينه ده، چې د خپلواکۍ په ترلاسي کې يې وړه هڅه هم کړې وي؛ خو دا چې غازي امان الله خان يادېږي، د دې مهم لامل دا دی، چې په دې تېرو سلو کلونو کې د تکرار له امله په افغاني ټولنه کې امان الله خان د خپلواکۍ او پرمختګ په يوه سېمبول بدل شوی؛ نو چې د افغانستان خپلواکي او پرمختګ يادوو، لومړی مو ذهن ته غازي امان الله خان راځي.
دويمه خبره دا ده، چې د امان الله خان يادونه يوازې د ده يادونه ځکه نه ده، چې امان الله خان د وخت واکمن و، يو منور، باورمن، پر افغانستان او پرمختګ مين واکمن، چې د هند د مسلمانانو په ګډون د سيمې هېوادونو د خپلواکۍ بل مشاله باله او د ده له مبارزې يې الهام اخسيته او پرې راټول وو. بالعموم د نظامونو د ناکامۍ، ترلاسيو، پرمختګونو امتياز د سر سړي ته ورګرځي، په تېره په باچاهي نظامونو کې سلطنت يعنې باچا او باچا يعنې سلطنت؛ نو د خپلواکۍ په ترلاسي کې پر باچا افغانان داسې راټول وو لکه پر ملکه چې د شاتو مچۍ راټولې وي. پر دې سربېره تر جګړې وروسته د هېواد د بربادۍ او غلامۍ ټول مسؤوليت هغه شخص ته ورګرځي، چې د خپلواکۍ د ترلاسي دروند تصميم نيسي؛ نو امتياز يې هم په لومړي ګام کې دې مشر ته ورګرځي، ځکه چې د جګړې مديريت، د ولسونو قانع کول، د پوځ منظمول، له يوه نړيوال ښکېلاک سره د جګړې اراده هغه درانه بارونه وو، چې دې ځوان او مدبر واکمن پر خپلو اوږو واخيستل؛ نو چې څوک غازي امان الله خان يادوي، په اصل کې ټول هغه وياړلي مبارزينو ته درناوی ښيي، چې په دې مبارزه کې يې سرښندنې کړې. کاش موږ د دې هر وياړلي کس په اړه د فلمونو او تمثيلونو امکانات درلودای، چې خپلو بچو ته مو دا مشالونه بل کړي وای.
دويمه پوښتنه دا ده، چې د غازي شخصيت داسې څه درلودل، چې ياد يې کړو؟
تر غازي امان الله خان مخکې د ده نيکه او د ده پلار نظام درلود، څه نا څه منظمه اردو يې درلوده؛ خو له انګرېزه يې د سياسي خپلواکۍ د ترلاسي جرات نه درلوده. غازي امان الله خان چې واکمن شو، لومړنۍ پاملرنه يې د خپلواکۍ د ترلاسي اساسي اړتيا ته واړوله. کار يې پيل کړ، مشورې يې وکړې، ولس يې منظم کړ، او تر هغې وروسته يې په جرات د خپلواکۍ اعلان وکړ او په خپلو امکاناتو يې جګړه پيل کړه او په همدې خپلو امکاناتو يې خپلواکي وګتله.
غازي امان الله خان ځکه مهم دی، چې يوازې د خپلواکۍ پر ترلاسي يې اکتفا و نه کړه او نه يې هر ځای پر ولس دا احسان بار کړ، بلکې دويم پړاو ته يې مخه کړه او هغه پرمختګ و. په خپلواکۍ پسې پرمختګ راغی. غازي د پرمختيا په کارونو کې همغسې خولې تويې کړېِ لکه د خپلواکۍ په ترلاسي کې يې چې تويې کړې وې. افغانستان مخ په غوړېدو شو. عمراني چارې پيل شوې، اساسي قانون جوړ شو، پر تذکره او پاسپورټ کار وشو، ښوونځي جوړ شول او غازي د نظام د لا استحکام او د هېواد لا پرمختګ لپاره علم ته مخه کړه او د علم ترلاسی يې اسانه کړ.
د خپلواکۍ په ترلاسي او بيا د پرمختګ په چارو کې د غازي لاسنيوی د افغانستان له روڼاندو، منورينو- چې د مشروطه غوښتنې په غورځنګ کې راټول وو- نيولې تر يوه عام جنګيالي پورې ټولو وکړ، د ټولو دې اروا ښاده او ياد تلپاتې وي؛ خو غازي دا وړتيا درلوده، چې دا روڼاندي او منورين پر ځان راټول کړي او د هېواد د پرمختګ په اړه د دوی طرحو ته هرکلی ووايي، و يې مني او و يې پالي.
غازي امان الله خان ځکه مهم دی، چې د افغانستان هويت ته متوجه شو او عملي کار يې پرې پيل کړ. “مرکه د پښتو” د ده په وخت کې د دې لپاره جوړه شوه، چې پښتو له ماډرن مهال سره د تګ جوګه او معياري کړي. علامه طرزي او نورو پوهانو غازي دې ته متوجه کړ چې د افغانستان اکثريت پښتانه دي او پښتو د دې هېواد ملي هويت ته اوږه ورکولای شي او دا هېواد پر دې بنسټ له منځنۍ آسيا او ايرانه مشخصولای شي. پر همدې بنسټ د پښتو د معياري سازۍ هلې ځلې ګړندۍ شوې او د نويو وسايلو او سياسي نومونو لپاره په پښتو کې کلمې جوړې شوې. همدا لار بيا ورپسې سلطنتونو هم ونيوله، تر دې چې د ولسواکۍ د لسيزې په سر کې پښتو د ملي ژبې د کېدو جوګه شوه.
دا چې د غازي امان الله خان په اړه د سيمې هېوادونه زموږ د ځوانانو په ذهنونو کې له څو لسيزو راهيسې زهر شيندي، لامل يې دا نه دی، چې له انګرېزي استعماره يې خپلواکې واخسيته، بلکې لامل يې دا دی، چې غازي دې قبايلي هېواد ته د ملي هويت بنسټ ورکړ. هغه بنسټ چې د سيمې د هېوادونو او استعمارونو د ناوړو سياسي موخو مخنيوی کوي او تراوسه يې دا هېواد په يوه نه يوه بڼه ساتلی دی. په تېرو څو لسيزو کې د سيمې هېوادونو ډېر زيان همدې افغاني هويت ته ورساوه او ځوانان يې د هويت له ناورين سره مخ کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.