د پينځلسم اګست شپه

عنايت الله بهار

1,152

هغه نن بيا په هم هغه ځای ناست دی هم هغه وخت دی، هم هغسې اسمان ته ګوري  لږه لږه وريځ ده ښاٸسته سپوږمۍ راختلې ده، د پشکال د ګرمۍ اخري سلګۍ دي، کله کله د پستې سړې هوا نرۍ څپه هغه د خيالونو د ژورې کندې نه راپورته کړي او زر زر چار چاپېره اوګوري خو هېڅوک هم نه وي. ،

 د لیلیې نه ګېر چاپېره کورونو او بازارونو کښې تېزې او شوخې رڼاګانې بلې دي په سړکونو د ګاډو رش هم هغسې روان دی. خپل موباٸل ٸې په لاس کښې نيولي دی او ګرده ليکل وکړي خو بيا سر اوخوځوي او زر زر ٸې بېرته ړنګ کړي.  بيا چار چاپېره زر زر اوګوري خو هېڅوک نه وي.

 هغه يوځل بيا په خپل زنګون سر کېښود او د تېرکال د هم دې تورې او بد بخته شپې ترخو خاطرو او فکرونو په خپله ژوره غېږه کښې واخېست ،، هغه شيبې وريادې شوې  چې د ندا په شمېره ٸې پرلپسې کوشش کاوه خو اړيکه ٸې نه کېدله.

 په ټولنيزو رسنېو ډير بد بد خبرونه راتلل او دلته د  هغه د زړه درزا وار په وار زياتېدله.

 د لیلیې نژدې ملګري غنمرنګ هغه ته حوصله ورکوله خو د هغه تسلي پرې نه کېدله. لکه د لېوني به ٸې يو خوا بل خوا وکتل زر زر به ٸې بيا د خپل موباٸل سکرين ته وکتل څه به ٸې وليکل خو بېرته به ٸې ړنګ کړل. د سپوږمۍ غمجنې ړڼاګانې د نرۍ  وريځ نه راوتلې وې ورو ورو کمزورې کېدلې. څومره څومره به چې د سپوږمۍ رڼا کمزورې کېدله هم هغومره به د هغه د زړه درزا زیاتېدله .

هغه د خپل موباٸل سکرين ته کتل په کونړ کښې خلکو د ملي اردو په ګاډو کاڼي ويشتل، په پکتيا کښې د پوسټو چور شروع وه، په کندهار کښې د ماشومانو د ښوونځي چوکۍ او دروازې چور کېدلې،  په هلمند کښې د ملي پوليسو جسدونه په ځمکه پراته وو، په تخار کښې د برېښنا ستنې الوزول شوې وې، په خوست کښې پل په بم وران کړی شوی وو، په مزار شريف کښې ګاډو ته اور لګولی شوی وو، په شهرنو چور ګډ شوی وو، د سترګو نه یې اوښکې را روانې شوې  يو څو بې اختياره سلګۍ ٸې د خولې اوتلې په بیړه ٸې موباٸل په خپل جېب کښې کېښود. د سپوږمۍ رڼا ډيره کمزورې شوې وه، هغه په تلواره  چار چاپېره وکتل خو هېڅوک نه وو.

 د ښار په کورونو او بازارونو کښې رڼاګانې ډيرې کمې شوې وې، په سړکونو د ګاډو یا موټرونو ګڼه ګوڼه کمه شوې وه، خلک په خواږه خوب ویده وو.

 هغه يو ځل بيا د جېب نه خپل موباٸل راواخېسته د ندا سره ٸې د تماس نيولو کوشش وکړ خو بريالی نه شو.

په ټولنيزو رسنيو ډير بد بد خبرونه خورېدل او دلته د هعه د زړه درزا زیاتېدله.  سپوږمۍ د هغه د سر نه اوړېدلې وه او په ډېره بېړه بيړه د کابل په لور روانه وه داسې په بيړه لکه چې قاصد د يو خاص خبر د وړلو لري.
هغه يو ځل بيا زر زر چار چاپېره وکتل هيڅوک نه وو په خپل زنګون ٸې سر کېښود او د اندېښنو خړ سېلاب په مخه کړ.

خو ناڅاپه د نژدې جومات د ملا صاحب اذان هغه د فکرونو د دغه خړ سېلاب نه رابهر کړ، هغه يو ځل بيا د جېب نه خپل موباٸل راواخېست خو د بده مرغه د ندا سره ٸې اړيکه ټينګه نه شوه د سترګو نه ٸې اوښکې روانې شوې،، غرېو اونيوو او نېغ  خپلې کوټې ته روان شو. خلک د جوماتونو نه خپلو خپلو کورونو ته روان وو.

 د سحر رڼا ورو ورو د تيارې سينه څيرله، په اسمان د لمر وړانګې په خورېدو وې، څومره به چې د لمر رڼا زياتېدله دغسې به ورسره په وطن کښې د مېشته خلکو ويره، ترهه او خفګان زياتېده.

 هغه په بستره پرېوت خپل موباٸل ٸې په لاس کښې ونيو زر زر ٸې په سکرين ګوتې وهلې ډير بد بد خبرونه خورېدل.  هغه ندا ته پر واټس اېپ څلور پيغامونه پرېښودل . د اوبو څو غړپه ٸې وکړل او موباٸل ٸې د خپل بالښت لاندې کړ. لمر پوره راختلی وو خو د نور کله په شان نه وه.

 داسې ښکارېده لکه په ټول جهان چې سحر شوی وي او په کابل کښې وس شپه شوې وي، توره بدبخته شپه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.