لوړ بیرغونه، ټیټ سرونه

هارون ناسر

929

مزدوران په منډه وو، په بېړه لګیاه وو، هر یو په خپلو خولو کې ډوب و، خپل کار ته یې پام و، ودانۍ به څومره رغېدلې وه؟ د څه لپاره او د چا وه؟ دېته یې هېڅ پام نه و…؟ هغوی د کار له خاوند اجوره اخېسته او کار یې کاوه، د کار خاوند لا نه و راغلی ، د منځنۍ ونې څښتن ځوان له موټره را کوز شو، دوی مازې ور وکتل، دوه درې مزدوران چې دلته یې له نورو وړاندې یې کار پيل کړی وو، سره غږېدل
: دی څه موده وړاندې هم راغلی و.
: هو هاغه د ودانۍ بنسټ ( تهداب) چې جوړېده، له جیبه یې سرې – سپینې سیکې را وېستې، بنسټ (تهداب) ته یې ور واچولې.
: را یاد شو، دا یې بیا وویل: زما هیله ده، چې د دې وطن د هر تن جیب له سرو – سپينو سیکو ډک وي.
ځوان را ورسېد، ودانۍ، مزدوران یې له نظره تېر کړل، را وړاندې شو، غږ یې کړ.
های! تاسو دلته په څو مزدورۍ کوئ؟
مزودران ورته مخامخ کتار ودرېدل د ټولو خولې وازې شوې
: په یوه؟
ځوان: دا کمې دي، تر هغې کار مه کوئ چې ډېرې یې نه کړي؟
د کار خاوند ولیدل، مزدوران ناست دي، کار بند دی، اجوره یې (۲) دوه کړه، کار بیا پيل شو… ځوان بیا له کومې خوا را پيدا شو.
: دا هم ستاسو لپاره بسنه نه کوي، پرې ډېرې یې کړئ؟
د کار خاوند حیران شو، واکمن ته ورغی.
: بیا مزدورانو کار بند کړی، ها بله ورځ مې اجوره ورته ډېره کړه خو اوس یې بیا کار بند کړی له دې هم ډېره اجوره غواړي؟
د کار خاوند امر اورېدو ته غوږ و، د واکمن لور ته یې ورکتل، د واکمن تندی ورین او وغوړېد، د کار خاوند ته یې کړه.
: ور ډېره یې کړه.
د کار خاوند له درباره حیران ووت، واکمن له ځان سره خوښ و، جرئت او د حق غوښتنې روحیه ورکول… هاغه دی خلک له واکمن خپل حق غوښتلای شي.
چا ویل: ها ورځ واکمن د ښار یو بڼ (باغ) ته ننوت، ساتونکي یې ټوپک پرې را واړوه، ډز شو، مرمۍ خطا شوه، هوري پر تېږه ولګېده، د تېږې ټوټه راغله د ساتونکي پښه یې ژوبله کړه، ماښام د ساتونکي پلار چې د واکمن ملګری (دوست) و، له واکمن ورته لیک راغلی و.
سپین ږیري چې په لړزېدلو لاسونه د واکمن لیک لوست تلولی او وارخطا ښکارېده، په لیک کې واکمن لیکلي و، هلک ته څه ونه وايې، خپله جزأ یې لېدلې….
واکمن مین شوی و.
د واکمن تورې پرځولي دښمن او له واکمن راتاوو وږ سترګو خاورې په خپلو کاسو لېدې، شېبې یې شمېرلې، د حی علی الفلاح بلونکي واکمن ته ور وړاندې شو، ور غږ یې کړل…، واکمن له خپلې اورنۍ مینې پرته بل څه نه اننګیرل نه ننګیرل، دښمن او وږ سترګو مفسدو درباریانو د واکمن مینه او مېنه دواړه نامراده کړل، چلوټې – دسیسې تیاره حاکمه کړه.
وختونو وځغاستل، واوښتل، جګړې لاړې راغلې، توپانونه – وحشتونه د ها مین واکمن پر خاوره تېر شو، د ها مین واکمن له لورې هسکې شوې ودانۍ د جګړو اتلانو ویجاړې کړې خو رانسکورې نه شوې، د ویاړونو، مډالونو، منصبونو، نومونو، دستارونو، ننګونو خرڅولو – ورکولو لوبې – معاملې او نندارې پیل شوې، دلته د خپلواکۍ معرکې ډګر کې د سرټیټې شرمېدلې ننداره وه، هلته د خپلواکۍ نمانځنۍ په ورځ د تیارې ګوډاګې او جګړو اتلانو انځورونو د ها مین واکمن له انځور سره کتار کې اېښودل شوي بله شرمېدلې ننداره وه.
ها مین واکمن څه کړي و؟ چې نوم، نښان، بیرغ او خاوره یې سل کاله وروسته هم د دښمن جبر ګالي، لوړ بیرغونه، ټیټ سرونه ددې هېواد روایت نه دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.