د نفاق او تربګنیو په زهرمسموم شوي افغانان

لیکوال: د-ق.ن

690

۱۶/اګست/۲۰۲۲

زما ډیرښه په یادیږي چې افغان ولس، سره له دې چې ډیر عصري او په مادي لحاظ یې مرفه ژوند نه درلود، او‌ زیات افغانان پر بزګرۍ، مالدارۍ اوکسبونو لکه: مس ګرۍ، ترکاڼۍ، رنګریزۍ او داسې نور بوخت وو خو د مینې، اتفاق او اتحاد، انسان دوستۍ، پاکۍ، صداقت، ایماندرۍ او میړانې شمله یې یوازې په گاوند کې نه، بلکې د جهان په سطح هسکه وه.

 سربیره پر دې د افغانستان خلک د علم، فرهنگ او عصري تمدن کلک پلویان او د مضریت او تفرقه اچونې تصور ورسره نه وو، اما ناببره څه وشول؟ چې دا بې ازاره خلک او د سولې او ټیکاو پلویان، ولې او څنګه په حرفه یې قاتلانو او د جهان په سطح، په ډاراچونکو تروریستانو بدل شي؟

 تیر۴۷ کلن خونړی تاریخ داسې یوه هنداره ده چې دې او نورو ورته پوښتونو ته ځواب پکې په روښانه توګه کتلای شو.

له کله نه چې انگلیسي ښکیلاک په ذلیله توګه له افغانستان نه ووت، په منطقه کې یې یو«ناسور زخم!!- د اختلافاتو لپاره دایمي اسباب» په میراث پریښودل ترڅو له یوې خوا نه د افغانستان میړني ولس نه خپل د ناکامیو غچ واخلي او له بله پلوه بیا ځلي خپل استعمار په دې منطقه کې ټینګ کړي؛ دې اختلافاتو چې د انګلیسانو له وتلو نه وروسته ظاهرا منطقوي بڼه یې غوره کړې وه، ولې اصلي مفکرین او‌طراحان یې هماغه غربي ښکیلاک وو، د دې باعث شو چې ځیني هیوادونه په د ننه افغانستان کې یو تعداد سست عنصره، خاین او پرشخصي ګټو مین خلک ځانته پیدا او د دوی په واسطه خپلو کرغیړنو اهدافو ته ورسیږي.

 دا پلان بالاخره کامیاب شو، دې هیوادونو وکولای شوهمداسې کسان چې ظاهراٌ په مختلفو نومونولکه «جهادي رهبران!»، «دیموکراتان!»، «تکنوکراتان!» او‌نورو نومونو یادیدل، ولې ماهیت یې یو وو، پیدا او دخپلو نظامي- سیاسي او استخباراتي موخو د لاس ته راوړولو لپاره وګوماري.

د همدغو کسانو د شومو کړنو او تبلیغاتو په نتیجه کې د افغانستان خوش باوره او ساده خلک د دین، ژبې، قوم او‌ یا «مترقي ایدیالوژۍ!» تر عنوان لاندې په مختلفو ډلگه گیو او‌گرپونو وویشل شول چې رهبري یې د بهرنیانو په لاس کې وه او د دوی په اشارو د خلکو په وژنه، بشري ضد کړنو او تروریستي اعمالو باندې شروع وکوله. متاسفانه چې دا زهر ډیر ژر زموږ د ځوان نسل په رګونو کې سرایت وکاوه او بلاخره زموږ ډیری خلک په داسې زهرو مسموم شول چې کله کله به دوه ورونه هم، د یو بل په مقابل کې گوته په ماشه ناست وو. ما سره ډیر داسې مثالونه شته چې یو ورور به له دولت سره وو او بل ورو به مجاهد، طالب او…

اوس متاسفانه د دې زهرو مسمومیت تر دې حده پورې رسیدلی او د افغانستان خلکو دومره یو له بله فاصله نیولې چې هډو‌ حاضر ندي د یو بل آواز واوري؛ ټولې طرحې، سیاستونه، پلانونه، پالیسي گانې، ستراتیژي گانې، قضاوتونه او حتا اجتماعي ژوند- قومي شوي او یا هم د اسلام ټاپه ورباندې لگیدلې، تاجک، ازبک، هزاره او… د پښتون وینې ته تګي ناست دي او همداسې برعکس…. قومونه په اګاهانه توګه یو بل بدناموي او هر یو د بل نه د انتقام اخېستلو هوډ لري… کله کله چې د یو قوم پورې مربوط کسان د بل قوم کوم مشر ومني یا یې تایید کړي، نو دا« گذشت!» د سیاسي مصلحت او یا هم د خارجي فشار په سبب وي.

 که چیرې موجوده حقایقو ته ځیرشو، په روښانه توگه معلومیږي چې موږ(افغان ولس) د دین، قوم، ژبې او ځیني ایدیالوژیوپه اساس سره تقسیم شوي یو؛ هرقوم او مذهب صرف او صرف خپل خلک(هم قوم او هم مذهب) مني او مقابل لوري ته د دوښمن په صفت ګوري، په شروع کې دا تفکر ډیرمحدود او عام ولس دومره توجو ورته نکوله، متاسفانه پرته له سیاسي قشر نه، عام خلک هم پدې زهرو ککړ شویدي؛ ولو که یو څوک ملي خاین هم وي،خپل قوم‌ او ټبر یې ترې نه کلک ملاتړ کوي او برعکس، که د بل قوم پورې تړلی کوم کس د صداقت او ایماندارۍ نمونه هم وي، دوی ورباندې تورونه لگوي او پرلپسې تلاش کوي چې په یو ترتیب یې له صحنې نه حذف کړي. تیر شل کاله ټول په همدې نانندریو او کشمکشونو تیر شول ترڅو چې هر څه و پاشیدل، اقتصاد مو له صفر سره ضرب شو، زموږ باسواده قشرله هیواده ووت، په ټول جهان کې په شرمونو و شرمیدلو، زموږ پیغلې بې ستره شوې، بشري ناورین حاکم او د تعلیم او تحصیل په نوم په افغانستان کې کوم شی پاتې نشو… اما اوس سره د دومره بربادیو او سره له دې چې هم سیاسي قشر او هم عام ولس اوس پر دې ښه پوهیږي چې د دې بربادیو اصلي او اساسي لامل همدا بې اتفاقي ده چې زموږ په منځ کې ترویج شوې، خو بیاهم هماغه خرک او هماغه درک!!!؛ په رسنیو کې زموږ د «کارشناسانو»، په ناستو او جلساتو کې زموږ د «سیاسی قشر» او په روزمره ژوند کې زموږ د «ولسونو» له ګفتار او کردار څخه په واضحه توګه د تفرقې بوی راځي، که زموږ کارشناس، «سیاسي قشر؟» او همداشان عام خلک، خپل سوچ، رفتار او کردار ته تغییر ورنکړي او له دې زهرجن مسمومیت نه ونه وځي، زه فکرکوم چې موږ د کعبې پرځای به د بارمودا سیاچال/مثلث ته ورسیږو او هملته به ټول یوځای غرق شو.

ستاسې له نظره که همدا وضعیت دوام‌ ومومي، چې چانس یې بیخي ډیر دی، افغانان به د خپلې جغرافیې نه علاوه، خپل ملي هویت هم له لاسه ورنه کړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.