غزل

اوښکه امیل

800
بندې دروازې د مکتب بندې دي حاجي!
ښځوو باندې هغسې ملنډې دي حاجي!
نه جنګ دلته لا هم د پردو په اشاره دى
نه دلته هماغه شانې کونډې دي حاجـي!
ژوند لـکه د ماتې پېغلې هر يو اسويلــى
شپې ورځې د ژوند ښې لالهاندې دي حاجي!
خلـک لکه سره ميږي، د رزق پسې ګـــرځي
رزق پســې هـرې خوا ته منډې دي، حــاجــي!
بيا دې سيلاب نه وي، هغه پورې غره کې وينې؟
هلته د کوچيانو رمې پنډې دي، حـــــاجــــي!
نن کېږي، سبا کېږي، پوره يو کال يې وشو
د تېر کال نه روانې همدا غونډې دي، حـــاجي!
تا د خوارو حق باندې ځان غلى کړلو ځــکه!
باغ کې دې ها غټـــې ونې شنډې حاجــي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.