د عقلونو پانګونه

داکتر فاروق قاسم

624

عراقي الاصله ځمکپوه ډاکټر فاروق قاسم چې اوس د ناروى تابعيت لري “د عقلونو پانګونه” تر عنوان لاندې په يوه مقاله کې ليکي:

له ما سره د هغه هېواد د شتمنيو په اړه خبرې مه کوئ چې خلک يې په نژاد پالنه، ناپوهۍ او جګړو کې ډوب دي.

نايجيريا د نړۍ له شتمنو هېوادونو دى او تر ټولو ډېر معدنونه لري؛ دا هېواد د نړۍ له لويو نفت صادروونکو هېوادونو څخه دى؛ مګر وضعيت يې وګورئ!

ولې داسې دى؟

ځکه چې خلک يې په نژادي کرکو کې ډوب دي او دا هېواد له اوږدې مودې راهيسې د بېلابېلو ډلو د نښتو او جګړو ميدان دى.

بل لور ته د سنګاپور هېواد چې ولسمشر يې ژړل، ځکه د داسې هېواد ولسمشر و چې په کې د څښاک اوبه نه پيدا کېدې، نن ورځ يې د سړي سر عايد له جاپان ډېر دى.

نن سبا وروسته پاتې هېوادونو خپل ټول پام د ځمکې داخل ته کړى دى؛ تر څو له زېرمو يې ځانونه ماړه کړي.

په داسې حال کې چې انسان خپله په بريالۍ او ګټوره پانګه بدل شوى دى.

ايا تر اوسه مو فکر کړى دى چې د ګلکسي يا آيفون په موبايل چې له بازاره يې اخلئ، څومره لګښت شوى دى؟

شايد د جوړښت لګښت يې يو ډالر ته هم ونه رسيږي، څو ګرامه اوسپنه، يوه ټوټه ښيښه او لږ پلاستيک؛ مګر تاسې يې د پېرلو لپاره سلګونه ډالر لګوئ چې د لسګونه بوشکو نفتو او ګازو معادل دى.

مګر دليل يې څه دى؟

دليل يې دا دى چې توليدوونکي هېوادونه يې د بشر له عقل نه کار اخلي او د فکر شتمني لري.

ايا پوهېږئ چې د مايکروسافټ شرکت مؤسس بېل ګېټس هره ثانيه 226 ډالر عايد لري چې د يمن او فارس خليج هېوادونو له زېرمو سره برابر دى.

ايا پوهېږئ چې د نړۍ شتمن خلک د نفتو څاګانې او طبيعي زېرمې نه لري، بلکې همدا ساده سافټویرونه لري چې ستاسې په موبايل کې نصب دي؟

آيا پوهېږئ چې د سامسونګ شرکت کلنۍ ګټه 327 مليارده ډالره ده.

سل کاله به ونيسي تر څو موږ دومره پيسې له خپل کورني توليد څخه لاسته راوړو.

ګرانو ورونو او خويندو!

هر چېرته چې يئ، په ختيځ، لويديځ، شمال يا جنوب کې او فکر کوئ چې داسې شتمني لرئ چې د عقل له اړتيا پرته مو پر ځان بسيا کوي، دا وهمونه له ځانه لرې کړئ؛ له عقلانيت پرته هيڅ شتمني لاسته نه راځي.

جاپان په دويم نړيوال جنګ کې مات شو، مګر له پنځوسو کلونو په کمه موده کې يې په علم او ټکنالوژۍ له نړۍ غچ واخېست؛ مګر احمق انسانان له تاسې پوښتي؟

په کوم مذهب يې؟

له کومې قبيلې يې؟

کله چې بې نظمه خلک منظم شول، فقر کم شو، غلا کمه شوه، بد اخلاقي کمه شوه؛ هغه وخت وايو چې د ټولنې دين سم دى.

منبع: www. Eqtesaddan News Agency

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.