نړي کې دغله جاتو بحران او د خوراکي توکو د بيو لوړيدل

شننه: عبدالله لغماني

812
  غربي نړې د يو داسې موخي لرونکي کمپاين د پلی کولو په هڅه کې دي چې ګواکې د خوراکي توکو د بيو لوړوالي او د نړي بازارونو ته د غله جاتو د صادراتو د کم والي وجه د  اوکراین او  روسیې د  جګړي له امله دي.
  پداسې حال کې چې روسیه، قزقستان، بلاروس او ځني آسيا يي هيوادونه د کرنيزو محصولاتو، کيمياوي سري او اصلاح شوي تخمونو په برخه کې د نړي د هيوادونو په کتار کې د جدول په سر کي ځاي لري. په ورته وخت کې د روسې پر صادراتو بنديزونه لګول شوي په يادو بنديزونو کي د روسيي کرنيز محصولات او غذايي توکي هم شامل دي. چي نورو هيوادونو ته د کرنيزو محصولاتو صادرات له روسي څخه محدودي.
  په عين وخت کي هندوستان، قزاقستان، ترکمنستان او چين هم دخپل د خوراکي توکو د راتلونکي د خونديتوب لپاره د کرنيزو محصولاتو پر صادراتو محدوديتونه وضع کړي. چي په پايله کې به په منځنۍ ختيځ کې د پرمختګ په حال کې هيوادونه به د کرنيزو محصولاتو له کمښت سره مخ شي او هم مهاله به د خوراکي توکو  نرخونه اغيزمن کړي په پايله کې به بیوزله هيوادونه د خوراکي توکو له بحران سره مخ شي دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا دمخه له شديدي قحطي، اوچکالي او اقتصادي رکود سره مخ دي‌. په ورته وخت کي لويديځ وال هڅه کوي چې ملامتي په اسيايي هيوادونو او روسیې واچوي او حالات خپل په ګټه  تمام کړي ترڅو په سيمه کې د نورو هيوادونو ملاتړ ترلاسه کړي او د روسیې په شمول د آسيا يي هيوادونو ابتکاراتو مخه ونيسي بل پلوه بلاروس او  روسیه د خوراکي توکو د بحران عامل په توګه تورن کړي.
که چيري د نړي د غله جاتو توليدونکو  هيوادونو ته وګوری د اوکراین هيواد د کرنيزو محصولاتو کچه دومره ندي چي د نړيوالو خوراکي توکو بازار اغيزمن کړي.
  ددي خبري د اثبات لپاره راځي د خوراک او کرني نړيوال سازمان FAOSTAT جدول وګورو د ياد سازمان په جودل کي له روسي څخه وروسته د غله جاتو په توليد کي په ترتیب سره امریکا، فرانسه، کانادا، المان، استرا ليا، انګلستان، پولينډ، رومانیا، اسپانيا او ډنمارک يو پر بل پسې ځای لري. چې اکثريت يي غربي هيوادونه او د اروپايي اتحادیې غړي دي چې وروسته له روسیې څخه د کرنې نړيوال سازمان د غله جاتو د تولید جدول په سر کې ځای لري. غرب ددي پرځاي چي د نفتو او ګازو په څېر غله جات ذخيره کړي او خپل د اوګو  بار په نور واچوي بايد مسوليت ومني او لاس په کارشي نړي له دي بحران څخه وژغوري په ځانګړي توګه له بېوزلو هيوادونو سره دي  جدي مرستې وکړي.د بل لوري د ځيني غربي سیاست والو تصميمونه هم د دي لامل شوي چې په نړي کي د خوراکي توکو بيې لوړې شي. دبیلګی په توګه د زرغون بهیر پريکړه چي زراعتي ځمکې يي شاړي کړي  ځنګلونو او ياغي نباتاتو ته يي اختصاص ورکړي همدارنګه د څارويو تعداد يي لږ کړ ترڅو څړځايونو کي ياغي نباتات شنه پاتی شي. عفت وژونکې درمل يي منع کړل ترڅو حشرات او ځيني نباتي مرضونه د غله جاتو فصلونه لمنځه يوسي. بل لورته يي د روسي او بلاروس په با کيفيته کيمياوي سره،د کرني عصري وسايل،غله جاتو  اصلاح شوي تخمونه  او مستقيم ترانسپورت باندې بنديزونه ولګول دا مسله په خپله د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي بحران سبب کيږي.چي تر ټولو زيات خطر يي بیوزلو هیوادونو ته متوجه دي په تيره بیا افغانستان چي اوس محال د سختې قحقطي له ګواښ سره مخ ده.
  د ياد بحران په اړه د چين په شمول ډيرو نورو هيوادونو او د ملل متحد عمومي منشي ګوتريش د غرب  له خوا پر روسي د بندیزونو پاليسي په نړي کې د ويجاړوونکي اقتصادي پايلي زيږدونکي وبلله په ځانګړي توګه يي د خوراکي توکو د راتلونکي بحران په اړه يي سرګندوني وکړي او خبرداری یې ورکړ‌.
  په هر حال هیره دې نوي چي اوس محال افغانستان په هراړخيزه توګه له شديد بحران سره مخامخ دي چي له هغي جملي څخه خوراکي توکي په لومړي توب کي قرار لري‌. زموږ مشران بايد د روان بحران د منفي پايلو د مخنيوي او ګواښونو د کموالي لپاره د روسيې، بلاروس او قزاقستان هيواد سره د خوراکي توکو د رسولو په برخه کې خپل اړيکي غښتلي او پياوړي کړي ترڅو په راتلونکي کې هيواد وال ددی بحران له امله اغيزمن نشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.