د نړي نظم په لوئ لاس لمنځه وړل

عبدالله (لغماني)

732
   متل دی وايي د هغه شي د بيا رغولو ضرورت نشته تر سو چی کار کوي. لودیځ والو د دی متل د اصولو په رڼا کي د نړي نظم لمنځه وړي په نړي کې يې بي ثباتۍ رامنځته کړي د دې ګډوډۍ بیا رغونه به لسيزي وخت ونيسي دا غير عادلانه ده د لوديځي نړي د بنديزونو سياست ددې لامل شوې چې د نړۍ نظم او ثبات لمنځه ولاړ شي.
  تاريخ ګوا دي چې ځينو امپرياليستي هيوادونو او  متحدینو یې له پخوا څخه د استعمار، غارت او بي ثباتۍ خواص درلودل چي د اسيا د وچي له ختيځ د کوریا ټاپو وزمي، جاپان، چين څخه پيل په سوحيل ختيځ کي د هندو چين ټاپو وزمي ته پام وکړو په سوحيل کی تازه د افغانستان او پاکستان مسائلو ته کتنه وکړو په منځنۍ ختيځ کې له ايران څخه بيا تر د سوري هيواد پورې همدارنګه د شمالي افريقا هيوادونو حالاتو ته نظر وکړو تر لاتین امریکا پوري پرله پسې د هيوادونو لاندې کول منزوي کول بنديزونه لګول د تروريزم،کيمياوي وسلو او مخدره توکو په پلمه نسل وژني، نژاد پرستي، نيابتي جګري د بشريت ضد جنايتونه فقط د دوي پر شتمنيو نفت، ګاز، سره زر نور نادره قيمتي معدني موادو او ټولو سوداګريزو محصولاتو باندي د تسلت پيدا کولو پخاطر ترسره شوي. د یادو مسايلو تاريخي پسمنظر او اوسنی حالاتو ته په کتو په واضحه ډول ښکاري چې د نړۍ نظم په لوي لاس د سو محدودو هيوادونو له خوا لمنځه وړل کيږي.د يادو هيوادونو له خوا تازه پر روسیې، په ځينو برخو کي پر ايران، چين او ځيني نورو هيوادونو بنديزونه لګول د دې لپاره چې نوموړي هيوادونه منزوي کړلي شي.
اما دلته موضوع برعکس شوي. پر روسي انزوا کار ونکړ د بل لوری د روسی ضد بنديزونو ملاتړي هېوادونه د نړي ډير لږ نفوس تشکيلوي چي دا د ټولي نړي پر وړاندې یو کوچنی اقلیت دي. د دی کوچني اقلیت د بنديزونو پاليسي فکر نکوم چی د روسیې پشان سترو پرځان بسيا هيوادونو باندې کوم ډول اغیزه ولری. د دې ډول غيري مسوولانه بنديزونو پاليسي تاوان يوازې بیوزله هيوادونو ته دئ چي افغانستان یې لا دمخه اغيزمن کړي دي. خو جالبه دا ده چې د غربي هېوادونو د بنديزونو پاليسي بيرته د ګرځېدو په حال کې ده. ددي پاليسي زيان هغه هيوادونو ته هم رسيدلي کوموچي بنديزونه لګولي دي. ناټو او اروپايي اتحاديې چې کله په لومړنيو فرصتونو کي د روسيي په وړاندې اقتصادي حملې پيل کړي وروسته معلومه شوه چې ددوی د اقتصادي بندېزونو پاليسي د غلط سنجش او د سياسي فشارونو لاندې ترسره شوي. ځکه اوس محال په همدي هيوادونو کي د اړتيا وړ لومړني توکو نرخونه لوشوي د سون د توکو له کمبود سره مخ دي د یورو ارزښت ټيټ شوي. حتئ په امريکا کي هم عين حالت دی.
اوس د يوقطبي نړي له سقوط څخه شپږ مياشتې وروسته ډيري هيوادونه د بنديزونو له احتمالي پايلو څخه ویره نلری. اکثريت هيوادونه پردی پوهیږي چې د اقتصادي قواعدو ويجاړول د نوي فرصتونو لپاره يوه کړکۍ پرانيزي. پدي اړه مخکي د روسيې په سنپيتربورګ کي نړيواله اقتصادي غونډه هم ترسره شوي.په پام کي ده چي بله غونډه د روسیې په ختیځ ولادي وستوف کي د 7م اقتصادي فورم د سپټمبر په مياشت کښې ترسره شي. پدي اړه ډيرې پښتني طرحه شوي. چي د نړيوالي همکارۍ نوي اقتصادي شرايطو ته اختصاص ورکړل شوي. د يادي غونډي په فورم کي به د 90 څخه زياتي سوداګريزي پيښي ترسره شي.ددي موضوعات تر څنګ به د لوژیستیکي زنځيرونو جوړول د اسیا د شانګهاي سازمان او نورو په چوکاټ کې به نړیواله همغږي رامنځته شي. ددي لوی نړيوالي ټولني له خوا به د انرژۍ، خوراکي توکو او د انرژۍ د سرچينو په برخه کې متقابل عمل د اقتصاد په مختلفو څانګو کې پانګونه د هوايي او ځمکني چلند او د موټرو جوړولو سره به پيل او د تخليقي صنعتونو سره به پاي ته ورسیږي. د لوديځ موقف په پام کې نيولو سره نړي مجبوره دي چي ختيځ ته مخه وکړي. د ولاديوستوف ځانګړي جغرافيايي موقعيت ته په کتو سره به سږکال ياد اقتصادي فورم د پام وړ پاملرنه ترلاسه کړي. د اقتصادي بحران څخه د وتلو لاره چې نړي د لويديځ د بنديزونو له کبله پکي قرار لري تر ډيره حده ددې پايلو پورې اړه لري د ولاديوستوف انجمن ګډونوال به د يو سيميز مرکز او نړيوالې همکارۍ په اړه خبري وکړي. او دوي به په ګډه ددې سيمي څخه د نړي اقتصادي سيستم جوړ کړي. مخکني غوندې کې يادونه شوې وه چې ددې اقتصادي مودل هيوادونه به په انفرادي توګه خپلواک او په لويه کچه به په ځان بسيا وي. دا ډول مودل په بشپړه توګه د اعتماد وړ دي. ځکه چې ډير اسيا يي هيوادونه د روسیې په وړاندې دوستانه او بي طرفه دي دا د اقتصادي ودې لامحدوده بشپړتيا ته اجازه ورکوي. ددې سيمي ښه والي دادي چي د اروپا په څېر دلته هيڅ ډول جيوپوليتکه سيالي شتون نلري. ګډونوال د خپل د هيواد ګټې په پام کې نيولو سره د کار کولو فرصت لري.
د روسیې د لري ختيځ د ځانګړي جغرافيايي او جيوپوليتک موقعيت ته په کتو سره به د اسيا تر ټولو لويه اقتصادي دروازه او د نړي وال مشارکت جهانی مرکز به جوړ شي. او ټولي نوي پروژې د غربي هېوادونو له نظر، انحصار او ديکتاتورۍ پرته به ترسره شي.داسي ښکاري چې د نړۍ وال نظم نوي خپلواک جوړښت به د متقابل ملاتړ او مساوي همکارۍ پر نوی اصولو ولاړئ وي. زموږ مشرانو ته پکار ده چې له روسي او نورو هيوادونو سره خپل اړيکي پياوړي کړي او ددې فرصت څخه د افغانستان په نفه کټه پورته کړي.او د ياد نړيوال اقتصادي زنځير سره افغانستان وصل کړي.ياد مهم اقتصادي فورم حتئ د نړۍ په سطحه ګټور دی په ځانګړي توګه د اسيا يي هیوادونو منځني ختیځ او سوحيلي هيوادونو ته چي د يوه برخې ترانزيت يي د افغانستان له شمال څخه جنوبي اسيا ته وصل کيداي شې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.