د دغو ۱۳ مشرانو سفري معافيت د تېرې جمعې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده چې ايرلند یې له بلې میاشتې له پاره د اتوماتيک غځيدا مخالفت وکړ.
په جون میاشت کې پر افغانستان د بندیزونو کمېټې چې د امنيت شورا ۱۵ غړي هم پکې شامل دي، د طالبانو دوه وزیران هم د سفر د معافيت د دې استثنايي نوملړ څخه لیرې کړي ول. په دې کې د معارف وزارت مرستيال او همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني هم شامل ول. دا ګام د طالبانو له خوا ښځو او نجونو ته د هغوی د حقونو د نه ورکولو په مقابل کې پورته شوی وو.
د ديپلوماتیکو سرچينو په حواله يو شمیر غربي هيوادونه غواړي چې د سفري معافيت دا نوملړ نور هم لنډ کړي.
د لويدیځ دغه هيوادونه په دې آند دي چې يو کال مخکې واک ته د رسېدو پر وخت چې طالبانو د بشري حقونو د مراعات کولو او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې کومې ژمنې کړې وې، هغه یې نه دي پرځای کړي.
د روانې اګست میاشتې په سر کې امريکا متحده ایالاتو په کابل کې د بې پېلوټه الوتکې په يوه بريد کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري د وژلو ادعا کړې وه. امريکا وايي چې طالبانو، وسله والو ډلو ته د پټنځایونو د نه ورکولو خپله ژمنه نه ده پوره کړې.
چين او روسيه د سفري معافيت د غځولو پلوي کوی
چین او روسیې د طالبانو د مخکښو مشرانو د سفر د معافيت په مستقله توګه د غځيدا پلوي کړې ده.
په امنيت شورا کې د چين استازي تېره اوونۍ ويلي ول: «دا معافيت د مخکې په څېر اوس هم اړين دی.» هغه زياته کړې وه چې د طالب مشرانو سفري معاملات په بشري حقونو پورې تړل «زيانمن» تماميدلای شي.
د ديپلوماتیکو سرچينو په حواله له تېرې اونې راهيسې او بيا د دوشنبې په ورځ هم د امنيت شورا غړيو هغه يو شمير وړاندیزونه رد کړل چې پکې د سفري معافيت لرونکو طالب مشرانو د شمیر د راکمولو يا د هغوی د سفر د ځايونو د شمير د راکمولو خبره شوې وه.
د ديپلوماتیکو سرچينو په حواله په دې اړه د خبرو اترو د دوام هیله موجوده ده.
طالبان دمګړۍ سفر نه شي کولای
د سرچينو په حواله هغه طالب مشران به چې تر اوسه د سفر له بندیزونو مستثنی ول، تر هغه سفر ونه شي کولی تر څو چې د امنيت شورا په دې اړه کومه پريکړه نه وي کړي.
له دې څخه به تر ټولو ډېره مشکل د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي ته پيدا شي چې په دې وروستیو کې د سفارتي خبرو اترو په موخه څو ځله قطر ته سفر کړی وو. متقي هم د ۱۳ کسانو په هغه نوملړ کې دی چې سفري معافيت لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت يوه وياند د شنبې په ورځ د تويتر له لارې په خپره شوې يوه اعلاميه کې له ملګرو ملتونو غوښتي ول چې «د سفر بندیزونه دې د فشار د آلې په توګه نه کاروي» او پر طالب مشرانو لګول شوي بندیزونه دې لغوه کړي.
وياند زياته کړې وه: «که چېرې پر سفر بندیزونه وغځول شي نو دا به د مذاکراتو او تماس د ودې پر ځای د لیرې والي باعث شي، له دې څخه په هر حال کې د صرف نظر اړتيا ده.»
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.