د افغانستان په اړه د دوو زبرځواکونو دوې سترې ستراتیژیکې تیروتنې

لیکوال: د – ق – ن

582

هوښیار دوښمن له بې عقله دوست نه ښه دی 

معلومه ده چې له څو پیړیو را پدیخوا پر افغانستان باندې د تسلط د ټینګولو په خاطر، د شرق اوغرب ترمنځ سیالي روانه ده او هریو په خپل وارکوښښ کړی چې په اقتصادي، سیاسي او نظامي لحاظ دغه ستراتیژیکه سیمه (افغانستان) ترخپلې ولکې لاندې راولي او یا حد اقل پکې د خپلې خوښې حکومت او نظام قایم کړي. د همدې مقصد د تر لاسه کولو لپاره ښکیلاک ګرو زبرځواکونو پر افغانستان د ښکاره تجاوز نه هم ډډه نده کړې او دا تجربه په وار وار تکرار شوې. همداشان دوی د یو بل په مقابل کې له سازشونو، توطیو،دسیسو او معامله ګریو نه هم ډډه نده کړې او کله وارې یې، د خپلو شومو اهداف د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې دننه له یو شمیرځان پلورو کسانو / ډلو له «خدمتونو!» هم ګټه پورته کړې ده.

اما کله بیا دې زبرځواکونو په خپلوسیاسي او استخباراتي ارزونوکې داسې ستراتیژیکې تیروتنې کړي چې هرڅه یې له لاسه وتلي اولوبه د مقابل طرف په ګټه تمامه شوې ده. داسې پیښې په تیره پنځوس کلنه جګړه کې دوه وارې او په داسې انداز چې ډیر مشابهتونه پکې لیدل کیږي، تکرارشوي دي:

اول- کله چې لا ډاکترنجیب الله په قدرت کې وو د شمالي ټلوالې قوماندان احمدشاه مسعود په کابل کې دپخواني شوروي اتحاد د سفیر ورانتسوف اوجنرال وارنیکوف په لمسون په افغانستان کې د «فدرالي نظام!» د طرحې د عملي کولو/ په واحد افغانستان کې د تاجیکانو لپاره د خود مختاره زون جوړولو هڅه وکوله؛ نوموړي د همدغې طرحې د پلي کولو په خاطر، د شمالي جبهې نورو غړیو( جهادي تنظمیونو)په ګډون په ۱۳۷۱کال کې د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان د پرچم د ډلې د ځینو غړیو سره لکه: ډاکترعبدالوکیل، فرید مزدک، جنرال نبي اعظیمی، جنرال اصف دلاور، جنرال دوستم…لاس یو کړ او د یو شوم ائتلاف په جوړلو سره یې د ملل متحد د سولې پلان په مقابل کې کودتا وکړه اوخپل نظامي ځواکونه یې په زوره کابل ښارته ور د ننه کړل.

د پخواني شوروي اتحاد د یو تعداد دیپلوماتانواو نظامي جنرالانو تصور دا وو چې له افغانستان نه د وتلو سره که چېرې خپل تسلط په ټول افغانستان کې له لاسه ورکوي، حد اقل شمالي ولایتونه باید د دوی د نیابتي قوتونو په لاس کې وي، اما کله چې د دوی دا ملګري/ شمالي جبهه کابل ته ننوته، خبره د روسانو له کنتروله ووتله او جهادي تنظیمونه هر یو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په جنګونو بوخت شول؛ د احمدشاه مسعود د شورای نظارځواکونه چې د دغې معاملې اصلي طرف ګڼل کیده په څو استقامتو کې/ د حزب اسلامي حکمتیار او د شمالي جبهې د ځینو غړیوسره په جګړه کې راګیر پاتې شول، ترڅو طالبان په افغانستان کې واک په خپل لاس کې واخېسته. خلاصه دا چې، د روسانو دا پلان تر اخره کامیاب نشو، بلکې د افغانستان داخلي جنګونه د دې سبب شول چې د پخواني شوروي اتحاد ځيني جمهوریتونه هم پدې ناورین کې ورګډشي او د اور لمبې د مرکزي اسیا ځينو هیوادنو ته خورې شي. دا وضعیت او له دې نه وروسته، کله چې طالب ځواکونه په افغانستان کې مسلط شول، روسانو ته په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې لوی درد سرجوړ او دې ته یې مجبور کړل چې خپل یو شمیر نظامي ځواکونه په دایمي شکل د افغانستان په شمالي سرحداتو کې وساتي.

خو دا خبره په همدې حدودو کې پاتې نشوه، د افغانستان ناورین نوي ابعاد تر لاسه کړل او غربیانوته دا بانه په لاس ورغله چې خپل نظامي ځواکونه مستقیماٌ افغانستان ته انتقال او د روسانو تر زنې لاندې خپلې نظامي هډې جوړې کړي، د غربیانو شل کلن نظامي حضورپه افغانستان کې د روسانولپاره لوی ستراتیژیک شکست ګڼل کیږي.

په دې اساس د روسانو د پردې ترشا معامله د جهادي تنظیمونو سره چې په نتیجه کې دغو ډلو ته د ډاکتر نجیب د حکومت پرځای ترجیح ورکړل شوه، د دوی ستراتیژیکه تیروتنه شمیرل کیږي.

همدا تیروتنه اوس مهال غربیانو له طالبانو سره په معامله کې تکرار کړې ده، د غربیانو انګیرنه او برداشت دا وو  چې گنې طالبان به د اشرف غني د حکومت پر ځای د دوی لپاره ښه او مناسب بدیل وي؛ دغربیانو محاسبه دا وه چې په اول سرکې طالبان به د دوی د ځواکونو هغه دنده چې دوی ورته د «تروریزم سره د مبارزې!» نوم ورکړی، ترسره کړي، په دې مانا چې طالبان به دا نیابتي جنګ پر وړاندې وړي اوپه بدل کې، غرب به دوی په ډالرو نازوي او سیاسي حمایت به ترینه کوي، په همدې اساس د دوحې د تړون مهم او اساسي خبره همدا وه چې طالبان به له «داعش» او نورو «تروریستي ډلو» سره مبارزه کوي او چا ته به د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نه د ناټو هیوادونو پرګټو تجاوز وکړي.

د دې برسیره غربیانو داسې فکر کاوه چې طالب به د یوګواښ په توګه د روسي، چين او ایران په مقابل کې وکاروي، دا دوه اساسي دلایل وو د دې لپاره چې غربیانو د اشرف غني د حکومت پرسر له طالبانو سره معامله وکړه.

اما موجوده وضعیت په واضحه توګه د دې ښکارندوی دی چې دا لوبه د بدلیدو په حال کې ده او غربیان هم په خپله محاسبه کې تیروتلي دي؛ طالبان نه تنها دا چې له تروریستي ‌ډلو سره، البته پرته له داعش نه چې طالب ورسره خپل منځي مشکل لري؟/ مقابله نکوي، بلکې له هغوی سره یې خپل تعلقات ختم کړي ندي اوپټ اوښکاره راوبطو ته ادامه ورکوي. همداشان طالبان پر هغه تګلاره(توافق) هم عمل نکوي چې د روسانو، چينایانو او یا ایرانیانو لپاره یې درد سر جوړ کړی.

خلاصه دا چې د روسانو معامله له بعضې جهادي تنظیمونو سره د ډاکتر نجیب د حکومت په مقابل کې او  د غربیانو معامله له طالب سره د ډاکتر اشرف غني د حکومت په مقابل کې او  دغو ډلو ته ترجیح ورکول د داسې  نظام په مقابل کې چې حد اقل یو مشروعیت یې درلود او د قانون پرحاکمیت یې باور درلوده، د دوی ستراتیژیکه تیروتنه شمیرل کیږي چې تاوان یې یوازې افغانانو ته نه، بلکې د دوی خپلو ملتونو او خلکو ته هم رسیږي او دا لړۍ به تر ډیرو کلونو پورې دوام ومومي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.