څوارلس لکه ولور- ریښتینې کیسه

حسېن عالم مندوخېل

726

  د شپې نيمی وو، چې سپينه سپوږمۍ به کله کله په وریځو کې پټه کله به ښکاره سوه ، لکه  د تاندې پېغلې چارګل چې تر پړوني  پټ کله ښکاره سې.
شبی ‘پر کټ پروت وو، د سپوږمۍ او اووريځې د  دې زړه راکښوونکي کېفيت په ننداره کې ډوب وو، چې کله به سپوږمۍ د اووريځو له حصاره ووتله او کله به پټه سوله. شبي’ له ځان سره د لاس لوبې او يا په لاسو به يې لوبي کولې. لکه کوم زلمی چې له خپلې محبوبه سره د مينې په توګو بوخت وي. په دې ډوب حالت کې به يې کله کله له خولې ناڅاپه يوه کليمه وتله. چې کاشکي کاشکي….
شبی’ د سپوږمۍ او اووريځې په دې ښکلي منظر کې او په خپله خيالي او جنتي دنيا کې ورک وو. چې  مېرمنې یې غږ پر وکړ او خپل لاس يې د خپل خاوند پر لاس وورکښېښود. او ورته ويې ويل.
سړيه څه چورتونه په مخه کړی يې، چې ستوني ستغ (د شا پرتلي) په کټ کې پروت او له ځان سره لاسونه ښوروې. سړی به وايي له ښاپېريو سره ګډ يې. رو ‘رو خو  له ځان سره خبري هم کړې، خير خو دی.
د شبي’ چې د خپلې مېرمنې غږ تر غوږ سو، نو لکه ويده چې له خوبه  راويښ شي. او لا بې هوښه په هوښ کې راشي. کرار ‘کرار يې خپل لاسونه  او ځان په واک کې کړ. او له سپوږمۍ او او ‘وريځي د ښايسته منظر او له خپلې جنتي دنيا څخه رښتني دنيا او ژوبل ژوبل منظر ته  راستون سو.
لکه يو ماشوم چې په کوم ناببره درب دروب په خپله وړه خوله  د مور له خواږه تيه (خوا) څخه وکاږي. او به ناز د هغه درب دروبه وځای ته متوجه شي.
شبي’ هم خپل مخ د بختورې پر لوري راواړوی. څه خبره ده؟
بختوري ورته وويل څله داسي په چورتونه کې ورک يې. شبي تش داسي ورغبرګه کړه، چې ويده سه هيڅ خبره هم نسته.
او بېرته خپلې ښايستې دنيا پرخوا ستون سو. او اسمان ته په کتو سو.
اووريځ په اسمان کې توره پرله اوويښته. او رنګ رنګ عکسونه  په کې انځورېدل. شبی يې په کتو بوخت سو.
د شبی ‘میرمن بختورې تر ډېره وخته په شبي کې چورت بند وو، چې نن يې بيا ولي سترګي د اسمان پر خوا اووښتې دي. نور کله خو یې داسي هيڅ نه ووکړي.
ښه وخت ورورسته يې خپل لاس د شبي پر اووږه کښېښود. شبيه اې شبيه.
شبي ورو غوندي خپل مخ ور ‘واړاوه. او ورته ويې ویل هان څه وايې.
بختورې ورغبرګه کړه، چې له ماښامه دي سترګي په اسمان کې ګنډلې دي.
خيرخودی؟
شبی: هو خیر ده.
خو نن تر نور کله ډېر زيات پرېشانه يم.
د  بختوري بیا تر تفوس وکړ. ولي?شبي : ورغبرګه کړه، چې دا خبره ماله تاڅخه تر اوسه پټه ساتلې وه.
بختوره : کومه خبره؟
شبي ورته وويل چې زموږ په کلي کې يوه پېغله وه، چې نېکبخته نومېده.
بختوره نېکبخته دا نو څنګه خبره  ده.?
شبي ورغبرګه کړه، چې نېکبخته زما د تېرې سوې ځوانۍ او د خدای په پراخه کاينات کې زما د مينې شاهزادګۍ پرون زما د مينې شاهزادګۍ او نن يوه بې وزله او مظلومه ترټل سوې ښځه د رحمتو اکا لور نېکبخته .

ما او نېکبخته کوشني سره رالوی سو. د وړوکوالي له کورکيو واخلې بيا د ځوانۍ ترلوبو پوري مو يو ځای ناسته پاسته وه.
بختورې بیا؟
شبی ‘اوله خو تش د ساعتېري لپاره د ژوند شپې او ورځې سره سبا کولې خو وروسته دا وختېری په يوه مينه بدل سو. په داسي مينه چې ګوشی ژوند راته ناشونی سو. چې څنګه به سره روان سو د ناکرارۍ خپسه به راباندي واوښته. او مينه مو هم دوه اړخيزه وه. همدا راز زما په ډول نېکبخته به هم ناکراره وه.
شبي: له مخه مو يو بل د ليدو ازموينې کولې، کله کله  به د شپې هم بريالي سو سره وبه مو ليدل .خو چې کله به مو په کومه شپه نه سره وليدل د سهار ديدار به مو په سرو سترګو.
د دواړو سترګې به سرې اګوني د شپې ناارامۍ بدلې کړې وې. ناکراري ورځ په ورځ زياتېدله.
اخير مي خپل راز له خپلې مور سره شريک کړ، مور مي له پلاره سره په څه ډول خبره خلاصه کړه، يوه شپه يې رحمتو اکا له مرکه وروستله. او نېکبخته يې زما لپاره ځيني وغوښتله.
رحمتواکا ورته  وويل هو نېکبخته به ضرور درکړم، خو څوارلس لکه ولور غواړم.
پلار او د مرکې خلکو ډېري خوارۍ او زارۍ ورته وکړې، خو رحمتو اکا نه وړه نه يې راوړه او ورته ويې ويل چې څوارلس لکه ولور غواړم.
خو مرکه ناهيلې ځيني راستنه سوه.
څو څو مياشتې پر له پسې مي پلار په رحمتو اکا پسې وو، خو هيڅ ونه سو.
اخيرمي پلار ستا پر پلار مرکه وکړه او ته يې راته وغوښتې. اوله تاسره مي واده سو.
اول شپږ اووه کاله خو مي د زړه په زور له تاسره ګوزاره کوله، خو وروسته بيا له تاسره په ژوند تېرولو عادت سوم، او ستا ډېري مينې او خلوص مي دنيا بدله کړه. او ترننه پوري د زړه دنيا په تا ودانه ده.
خو نن بيا څه ورانه ده.

زما واده چې کله وسو، نو په دې کلي کې ژوند تېرول خوند نه راکولو، او له دې کلي څخه دواړه ښار ته کډه سو. هلته مو شپاړس کاله تېرکړه، اوس چې راغلو نو……………………….
نن ماذيګر مي نېکبخته د جمال اکا کره وليده، ستړې مشې مې  ورسره وکړه. او د ټول کور حال یې راڅخه وپوښتی. د سړي سړي په نامه پوښتنه يې وکړه او راته ويل يې چې بختوره وريندار څنګه ده. ژوند مو څنګه سره تېرېږي. واړه ماشومان څلور دي څنګه دي. ژوندي دي او ښه روغ جوړ دي. ماورته ويل چې ژوندي خو مو ماشومان څلور نه پنځه دي. او پنځه واړه ژوندي او روغ جوړ دي. په خندا خندا کې يې راته وويل، چې ته خو خورا ډېر اکوڼي لرې او راته ويې ويل چې ستا ويښتان خو سپين شوي دي. ما ورته وویل، چې ويښتان خو ستاهم سپين سوي دي. ته خو په عمر ترما څومیاشتې مشره یې. ستا اکوڼي (ماشومان) څو دي او څنګه دي؟
په دې اورېدو سره يې غاړه ورژدېده. او لاړي يې وشنتې. سترګې یې سپيني سپينې وچې سوې. څو څاڅکي اوښکي یې د تور بارخو رڼې رڼې وبهېدې.
دومره یې راغبرګه کړه، چې زه لا واده سوې نه يم زما واده لا تر اوسه پوري نه دی سوی. ځکه چې پلار مي څوارلس لکه ولور غواړي او تر اوسه لا ناسته يم.

پای ۱۱/۱۲/۲۰۱۶

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.