هغه ښځه

ژباړن: عبداللطیف آرش لیکوال:آنری ګریګوریان

1,263

لس کاله کیږي چې زه له دغې ښځې سره ژوند کوم، ولې اوس هم دغه موضوع راته هیښوونکي ده، تازه نن مې ولیده چې په څیره کې ګونځې(ګونجې) پیدا شوي دي.

لس کاله مخکې دغه سیمې ته راغلم او تل مې د کوټې له کړکۍ څخه هغه کلا ته کتل چې د شفتالو ونه یې دیوال ته تکیه وه، حتمآ شمال له شرق څخه راته او د یویې بې پناه ونې په ډډ لګیده ځکه خو د ونې ښاخونه لکه د سړک غاړې څراغونو غوندې د سړک خواته کږی شوي وي. رسیدلې میوې لکه اضافي بار د شفتالو ونې څانګې یې لکه د سوال لاسونه غوندې درنې کړي وي شاید د کور څیښتن به ډیر بوخت وي چې د شفتالو یواځینۍ ونه، نه وینې.

 د‌کور دروازه کغ خلاصه شوه او یوه زړه ښځه د دروازې په خوله کې را ښکاره شوه او له یو ټوخی وروسته یې هغو مرغیو ته چې د کور مخ ته را غونډې شوي وې د ډوډۍ میده ګي واچوله، سګریټ یې بل کړ او دیوال ته یی ډډه ووهله، لږ و چې د شفتالوګانو په هکله ورته ووایم، مګر ځکه مې ورته ونه ویل چې د کور څیښتن له هر بل چا څخه ښه پوهیږې چې د خپلې شفتالو ونې سره څه ډول چلند وکړي. زړې ښځې د سګرټ له خلاصیدو وروسته هغه ښکلي هوا ته هم پاملرنه ونکړه چې په سیمه کې چلیده او د کور ور یې پورې کړ. مرغۍ ګانې هم په پړسیدلو او مړو خټیو د بام په لور والوتې، او د شفتالو ونې د امید سترګې د لارویانو په لور واوښتې.

راتلونکې ورځ کله چې د هغې زړې ښځې د کور له مخې تیریدم ځان می کنترول نشو کړلای، نو ودریدم اوکړکیو ته مې و کتل د کور څیښتن د حوصلی نه درلودو له وجې د کور پردې سمې نه وي کش کړی، ما هم لکه نابلده غله غوندې له کړکۍ څخه د کور منځ ته وکتل ترڅو ډاډه شم چې څوک مې نه ویني او وروسته مې له ونې څخه یو شفتالو وشکو  داسې احساس می وکړ چې د دغې بې پناه ونې ټول ښاخونه ولړزیدل او په دا هیله یی خپل نفس په سینه کې قید کړ چې شاید د یو شفتالو په اندازه یې له بار څخه کم شي.

بیا ځلې می کړکۍ ته وکتل د کوټې له کُنج څخه یویې ځوانې ښځې زه څارلم، حیران دریان شوم، له یویې خوا مې په د فکر کاوه چې ممکن میوې د چینجیو خوراک شي او یا هم ورستې شي، له بلې خوا می د خجالت احساس کاوه چې په څلویښت کلنی کې د همسایه له حویلی څخه میوه پټوم، ښځه چې د کوټې په منځ کې ولاړه وه ما ته یې وچې سترګې نیولې وي او دغه حالت زما په زړه کې داسې ډار را پیدا کړ چې نه مې شفتالو خوړلی شو او نه مي د تیښتې توان درلود، خو وروسته داسې څه پیښ شول چې هیڅ کله به مې هیر نشي. دا ځل ښځې دا حس وکړ چې زه ورته ګورم، ځکه خو په ځوړند سر کړکۍ ته نژدې راغله، پردې یی کش کړي او کړکۍ یې وتړله، ما هم ساه واخیستله، شفتالو می په جیب کې واچول او په بیړه ولاړم.

له هغې ورځې وروسته می هره ورځ د هغې زړې ښځې کړکۍ ته کتل ، په لمړیو کې هیڅ غیرمعمول شي نه وه کله، کله به ښځه حویلی ته راوتله، سګرټ به یې لګوه، حویلی یې جارو کوله ،مرغیو ته یې دانه اچوله خو د شفتالو ونې ته یې پام نه کاوه، کله به چې له حویلی بهر تلله دروازه به یې بندوله، خو هیڅ کله هم هغه ځوانه انجلۍ په حویلی کې نه لیدل کیده، دا چې هیڅ کله مې انجلۍ بهر کې نه لیدله دا یو تصادف و؟ په داسې حال کې چې تل به  دوکان او لاره کې زړې ښځې سره مخامخ کیدم. شاید هغه انجلۍ په هغه ورځ  د زړې ښځې کره میلمه وه، ممکن زړې ښځې دغه انجلۍ را تښتولې وي، که داسې نه وي، ولې هغه ورځ انجلۍ په عجیب ډار سره پرده کش کړه.

« شفتالو ښه پاخه شوي، خو څوک یې نه شکوي، دا مې د زړې ښځې همسایه ته وویل. زړه ښځه اجازه نه راکوي چې ویې شکوم د همسایه ښځې، د زړې ښځې د نوم په یادولو خپل آواز ټیټ کړ او ماته را نږدې شوه.»

«ولې؟ په خپله یې نشکوي.»

«شیطانه ښځه ده، نه یی خپله خوري او نه نورو ته اجازه ور کوي.»

« ما یو دانه شفتالو وشکو.»

 د همسایه ښځه حیرانه شوه  او راته یې وویل چې زړه ښځه درته په غوسه نشوه، چیغې او کوکارې ونه وهلې؟

« شاید فکر یې نه وي شوي او یا په کور کې نه وه.»

«ناشونی ده، دا ښځه جادوګره ده، ناببره له خپلې سمڅې راوزي.»

« ښه، لور نه لرې، یا خور؟»

« دومره کاله چې زه دلته ژوند کوم ، ما څوک نه دي لیدلي چې د دی لیدلو ته راشي.»، د همسایه ښځې سره می مخه ښه وکړه او د شفتالو ونې ته نږدې شوم، ډبلو پردو ټولې ګړکۍ پوښلې وي ځکه داخل ما جرائت وکړ او دو شفتالو مې وشکول ، نه پردې ټکان وخوړ او نه هم زړه ښځه له کوره بهر راووتله سبا د کور له مخې تیر شوم او درې شفتالو مې وشکول ، دا ځل پرده لږ وښوریده، له شک پرته زړې ښځې زه ولیدم اوس به راشي او شور ما شور به جوړ کړي، په داسې حال کې چې شفتالو مې خرچ خرچ خوړل او له ځان سره مې د شونډو لاندې خندل.

« زما د ونې شفتالو پټوي او زما د کور مخ کې خوري؟»

نیغ یې راته وکتل او له پوزې څخه یې د سګرټ لوخړه وویسته، بیاځلی زما د شفتالو ونې ته نږدې نشې.

« د دغې ونې ښاخونه ستا له کوره څخه بهر دي، ځکه خو  تاسو په دغه ښاخونو هیچ حق نه لرې.»

« د دغې ونې ریښې زما په کور کې دي او د دغو ښاخونو ریښې هم د همدغی ونې له ریښو څخه دي.»

« باید ثابته شي. شاید د ونې ریښې هم لکه دغو ښاخونو غوندې ستا له لاسه وتلي وي.»، زړې ښځې څه ونه ویل، او داسې په نظر راغلله چې ممکن له خپل عمل څخه خجالته شوي وي، سگرټ یې په زوره په ځمکه وویشت او په بیړه د کور خوا ته ولاړه، شفتالوګان مې له لاسه وښویدل او د زړې ښځې کور ته ورغړیدل(کولی شول)، مګر هغه اوس په حویلی کې نه وه، او زه غمجن شوم، لږ وروسته زړه ښځه له کوره بهر راووتله، ځان سره وبنګیده ، دیوال باندې یې زینه کیښوده او له اره یې سره په زینه پورته وختله خو مخکې له دي چې ښاخونو ته ورسیږی لاندې ولویده زه ور نږدې شوم.

ځه، ځه…دا خبره یې په غوسه راته وکړه.درسره مرسته کوم هڅه یې کوله چې پرته د مرستې له ځمکې وچته شي، خو بریالی نشوه ورسره مرسته می وکړه له ځمکې مې پورته کړه، داسې په هښیتیا یې شا او خوا وکتلې، داسې ورخطا وه چې ته به وایې کوم نه لیدونکې شي لټوي.

«نور زما د شفتالو ونې ته مه نږدې کیږه…»

« زه نور د شفتالو ونې خواته نه ورځم، ښاخونه مه پرې کوه.»

 په چیغه او لوړ آواز یې وویل:« زما د شفتالو له ونې لري وسه.»

  ګوډه ګوډه د کور خواته روانه شوه او د دروازه يې په زوره پورې کړه، زه هم ورنږدې شوم ترڅو خپل غوږ په دروازه ونښلوم ، وروسته ټیټ شوم او د دروازی له درز څخه مې د کورمنځ ته وکتل ، د هغې ورځې ځوانه انجلۍ په چوکې ناسته وه او له ډیرې غوسې یې تل ځان په چوکې کې مخکې او شاته کاوه د زړې ښځې کالي اغوستی ول او خپله پښه یې داسې موښله لکه چې شیبه مخکې دا له زینې ولیدلي وي، یو وار د کور دروازې ته ځیر شوه او په ګوډه پښه  دروازې ته نږدې شوه او د دروازې له درز څخه یې بهر وکتل او بیا ژر له دروازې لرې شوه زه هم لاندې وښویدم او دخپل وچلې خولې می وچې کړي په د مې فکر کاوه چې څنګه یې کالي یو شان دي او څنګه دواړه ګوډې ګودې ځې؟

دغه پایلې ته ورسیدم چې زړې ښځې انجلۍ دلته پټه ساتلې ده، کومې نتیجې ته چې رسیدلی وم خپله مې پرې هم باور نه درلود د هغې ورځ په مازدیګر ما د زړې ښځې کور ته چې شمع پکې بله وه له کړکۍ څخه کتل، په ونه کې پاخه شفتالو، د کړکې دننه تته رڼا او د سړک غاړې څراغونو روښنایې یو زړه راښکونکی او عجیب انځور جوړ کړی و، اوپه دغه عجیب تصویر کې، ښځې حتمې له شرابو خوند اخیسته او ما له موسیقۍ چې زما په اتاق کې غږیدله خوند اخیسته، شیبه ورسته د ښځې دنګه او ډنګره ونه د کړکۍ له شاه راښکاره شوه، چې په خپل ټول اندام سره په پرده را رغړیدله خو دا رغړیدا په یو بیړنې حرکت سره پای ته ورسیده.د دروازې آواز مې تر غوږه شو او زړه ښځه په حویلی کې را ښکاره شوه، داسې مې په نظر راغله چې کور په تورتم کې ورک شو.

متوجه شوم چې دا خو ماته ګورې، زه هم د خپلې کوټې د پردې ترشا پټ شوم، خو ورسته څه، و دي ګوري. میز ته نږدې شوم په پیاله کې مې شراب واچول، د کړکۍ خواته لاړم او پرده مې ټوله یویې خواته کش کړه، زړه ښځه په خپل ځای ولاړه وه، سترګې زما د کړکۍ خوا ته نیولې وې، سګرټ یې ولګاوه او دتل په څیر یې دیوال ته ډډه ووهله، ما هم خپل د لاس جام وچت کړ او د سر په اشاره مې پوه کړه چې ددغه جام پلمه هغه ده، سبا ما د زړې ښځې دروازه وټکوله او له لږ ځنډ ورسته هغه راووتله.

« د پروني کړنې له وجې مې بښنه غوړام.»

«اووو، لکه چې تل مې څارې، ولې؟»

«ستا په کور کې مې یوه ځوانه ښځه ولیده….»

« اوووو، یعنې دومره سپین سترګی یې چې د خلکو کورنه څارې.»

« نه، نه … هغه بهر ولاړه وه.»

«دغه ټول شفتالوګان وخوره او تخته یې کړه، خو ما په خپل حال پریږده.»

ورته مې وویل چې شفتالو مې دومره هم نه خوښیږي.

وچې سترګې راته ونیولې او ورسته یې راته وویل:« بلا مې درپسې، په خپل حال مې پریږده، د خدای لعنت دی پر تا او دغه ونې وي، له دغه ځایه ورک شه.»، او څنګه یې چې خبرې خلاصې شوې د کور دروازه یې په زوره وتړله د یویې شیبې لپاره مې تصمیم ونیو چې په زوره یې کورته ننوځم، ترڅو هرڅه راته روښانه شې، خو په پای کې مې ځان ملامت کړ، ځکه چې داسې کړه‌وړه مې سرته رسولې ول چې له عمله یې بی ادبه ښکاره شوی وم، له ډیر سوچ او فکر له وجی ګنګس شوم، او دغه سوچ او فکر اړ کړم چې په دیوال واوړم او د زړې ښځې کور ته ورشم او ورغلم، ځان مې د دهلیز دروازې ته ورساوه، او څوځله مې دروازه په زوره، زوره وټکوله، له هغې خوا صرف چوپتیا وه، مګر نه پوهیږم څنګه مې داسې احساس وکړ چې د یو انسان سیوری له یویې خوا بلې خواته ولاړ او بیا هماغه خواته ودرید. په غوسې مې وویل:« دروازه خلاصه کړه… که همدا اوس دروازه خلاصه نکړې پولیسو ته زنګ وهم.»

په لمړې ځل پښیمانه شوم چې ولې دغه سیمې ته د اوسیدو لپاره راغلی یم او له خپلې کړنې پښیمانه وم، ځکه چې ځان راته احمق ښکاره شو. «په داسې حال کې چې ټول وایې چې تاسو یواځې ژوند کوي، خو ما دو ځلې به همدغه کورکې یوه ځوانه ښځه لیدلی ده او دغه خبره به پولیسو ته په کافی اندازه دلچسپه او جالبه وې.»

غوښتل مې چې راوګرځم او دتل لپاره له دغه ځایه ولاړ شم خو په دروازه کې د کلۍ د تاویدو غږ او د پښو د ترپا له وجی بیرته وګرځیدم، زړه نا زړه مې د دروازې دستګیر راتاو کړ، او دروازه مې دننه خواته ټیله کړه، په دهلیز کې څوک راته منتظر نه و، او داچې کوټې ته ورشم او یا ورنشم، ډاډه نه وم، دځوانې ښځې په هکله مې فکر وکړ او په پای کې په زروړتیا سره کوټې ته ننوتم په کوټه کې ټول شیان له دیوالي کاغذ څخه نیولی تر پردو او کړکیو پوری ټول شیان پخوانې ول.

ځوانه ښځه په فکرونو او سوچونو کې ډوبه وه او د کوټې په کُنج کې په یو کوچ باندې ناسته وه، همدا چې سترګې یې پرما ولګیدې، سر یې کړکۍ خواته وګرځاوه، زه د کوټې فرش ته ځیر شوم او سترګې مې د کوتې له غولي ځوانې ښځې او له ځوانې ښځې څخه د ښه راغلاست میز چې یوه سګرټ دانې او د شرابو بوتل پری ایښی و ورغړولې.

ناببره لاس مې د پطلون جیب ته وروړ، نه پوهیدم چې خپل لاس سره د پطلون په جیب کې څه وکړم، په جیب کې می لاس په ګرد، کولوله او نرم څیز ولګیده په جیب کې می یوه مالټه وه پرته له دی چې فکر وکړم، مالټه مې د ښځې خواته ونیوله، ښځې له خپل ځایه ټکان ونخوړ او په حیرانتیا یې راته و کتلی، مالټه مې د میز پر سر کیښوده او له پخوا څخه لا ډیر په خفه زړه له کوټې ووتلم.

… ځوانې ښځې مالټه د میز له سر څخه اخیستی وه او خپلو شونډو ته یې نږدی کړی وه، کلونه کیدل چې هغې له چا ډالۍ نه وه اخیستی او دغه مالټې هغه هیښه کړی وه، دغه مالټه هغه څه و چې ځوانې ښځې د هغې نشتون حس کړی و.

 په اوړی کې مالټه؟

دا هغه څه و چې د ځوانې ښځې ‌ذهن یې بوخت ساتلی و او په همدغه سبب یې مالټه له میز څخه اخیستې او بوی کړې وه او د مالټې تازه والې یې په خپلو شونډو احساس کړی و. کله چې د حویلی دروازه مې خلاصه وله ترڅو د تل لپاره لاړ شم، له شا څخه مې هماغه غږ واورید چې له وجې زما په بدن کې وینه وچه شوه او خپسه را باندې راغلله، جرائت می وکړ او وګرځيدم، زړي ښځې د تل په څیر دیوال ته ډډه وهلې وه، مالټه یې په لاس کې وه، له مالټې سره یې لوبې کولې او ماته موسیدله.

لس کاله کیږي چې له دغې ښځې سره ژوند کوم او تر اوسه هم زما دغه سوبه«ماجرا» هغې ته د هیښتا وړ ده او تازه نن مې ولیده چې په څیره کې ګونجې ښکاره شوي دي. مګر دا څه مانا لري،  کله چې زه تر اوسه هم ددغې ښځې له سوبې«ماجرا» سره جوړجاړی ته نه یم رسیدلی، او تصور نشم کولی چې هغه ورځ هغه مالټه له کوم ځایه زما په جیب کې پیدا شوی وه…. یواځینی حقیقت دا دی چې زما ښځه په پټه او یواځې زما لپاره زړیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.