وده ایز ذهنیت او ثابت ذهنیت تر مینځ توپیر

820

عموما دوه ډوله ذهنیتونه شتون لري چې موږ وده ورکولاي شو. یو هغه چې ستونزې د زده کړې د فرصتونو په توګه مني، او یو هغه څوک چې له ستونزو څخه د ناکامۍ له ویرې مخنیوی کوي. هغه خلک چې د شخړو څخه ډډه کوي د ثابت ذهنیت په توګه تعریفېداي شي او هغه څوک چې ستونزې په زړه پورې ننګونو په توګه ګوري د وده ایز ذهنیت لرونکي دي. ځینې ​​​​وختونه موږ خپله خوښوو چې له یو څخه بل ته ځان بدل کړو.

خلک ثابت ذهنیت لري ځکه چې هغوي باور لري چې بنسټیزې ځانګړتیاوې لکه هوښیارتیا یا استعداد، ثابتې ځانګړتیاوې دي او دا ځانګړتیاوې د بریالیتوب لپاره مسؤلې ګڼي. دوی ډیری وختونه د تیرو لاسته راوړنو مستند کول خوښوي. د ودې ذهنیت لرونکي خلک باور لري چې نوې وړتیاوې د تمرین له لارې وده کولی شي. دا لید د زده کړې لپاره مینه رامینځته کوي چې ډیری لوي مشران او هنرمندان دا زهنیت په ګډه لري. د دوی لپاره ژوند د نويو شیانو موندلو او پرمختګ لپاره د نه ختمیدونکي فرصت سره یو په زړه پوری سفر جوړیږي.

د ودې ذهنیت رامینځته کولو لپاره، ډاکټر کارول ډویک، د سټینفورډ پوهنتون پروفیسور چې دا اصطلاح یې جوړه کړې، مشرانو، ښوونکو او والدینو ته مشوره ورکوي چې هڅه تل وستايي. ښوونکي باید د هرې درجې زده کونکي ستاینه وکړي که هغوي سخت مطالعه کړي وي. والدین باید ماشومان وهڅوي چې هر هغه نوي مهارت ته وده ورکړي چې دوی ورسره علاقه لري. دا کار به هغوي سره د زده کړې مهارت، زده کولو کې مرسته وکړي او دا مار له هغوي سره په ښؤنځي کې هم مرسته کولاي شي.

په ورځني ژوند کې د توپیر روښانه کولو لپاره، راځئ چې دوه خیالي ماشومان وګورو. ANN فکر کوي چې تاسو یا بؤ مهارت لری یا یې نلری. ANA پوهیږي چې هغه کولی شي هرڅه زده کړي خو که یې له زړه وغواړي.

په فزیکي تمرین کې ann د ننګونو څخه مخنیوی کوي. کله چې وخت وي چې په ورټوپ وهي، هغه ډاریږي چې احمق به وګڼل شي او د خندا به شي. ana هره ننګونه مني – هغې ته هر مشکل په زړه پوری او ساتیري وي. هغه پوهیږي چې ناکامي د زده کړې یوه برخه ده او که هغه ډیره هڅه وکړي، هیڅوک به پسې ونه خاندي.

ann د غبرګون څخه ډډه کوي. که ښوونکی ورته ووایي چې څنګه یوه دنده په ښه توګه ترسره کړي، ځان باندې یې اخلي. ana پوهیږي چې د ښه کېدو لپاره باید رغنده انتقاد ته غوږ ونیسي. هغه پدې هم پوهیږي چې دا دا خپله نه ده چې ارزول کیږي بلکه د هغې د یوې ورځې د کار پایله ده.

ann تل اسانه لاره خپلوي. د مثال په توګه، هغه ایلیوېټر خوښوي او له زینو ختلو نفرت کوي. چې د ګیتار تمرین کوي، کله چې له خنډ سره مخامخيږي هماغه شېبه دریږي. ana معمولا په زینو خیجي. دا له زینو خوند اخلي او هر ګام په ذهن کې شماري، او دا کار یې د خوښی لامل ګرځي، وینه په بدن کې په چټکی سره منډې وهي. هغه هر سهار د 15 دقیقو لپاره د ډول تمرین کوي. دا نه ده چې هغه تل له دې کار څخه خوند اخلي، مګر هغه پوهیږي چې هڅه د ډیرې ساتیرۍ لپاره ژوند ته د سفر یوې برخې په توګه ګوري.

ana خوښوي چې نور بریالي وګوري – دا کار هغه هڅوي. هغه پوهیږي که چیرې هغه خپل ملګري د ښه کیدو لپاره وهڅوي، هغه پخپله هم وده کوي. که د هغه ملګري د نويو شیانو هڅه وکړي او بریالي شي ann د ګواښ احساس کوي. هغه ویره لري چې د هغوي بریا به په ده فشار راوړي تر څو هغوي ته ځان ورسوي.

عصري شرکتونه د وده ایز ذهنیت لرونکي کارکوونکي نیسي ځکه چې هغوي ستونزې حل کوي او د خنډونو سره سره دوام کوي. د سمو کسانو د موندلو لپاره، ځینو د مرکې په ترڅ کې پوښتلي چې ایا دا کار غوښتونکی باور لري چې مدیران زیږیدلی دي یا مدیریت یو مهارت دی چې زده کېدایشي. ann فکر کوي چې مدیران زیږیدلي وي. ana دنده ترلاسه کوي.

نیورالوجسټ د دې نظر ملاتړ کوي. دوی تاییدوي چې دماغ د بدن د نورو عضلاتو په څیر له تمرین سره وده کوي. مطالعې ښیي چې پالل شوي زامن د خپلو وروڼو په پرتله چې د بیولوژیکي والدینو سره پاتې شوي وي، ډېره هوښیارتیا لري. توپیر داسې ښکاري چې د پالونکو والدینو د لوړو زده کړو کچې څخه راځي او ښیي چې پالنه د طبیعت څخه ډیره مهم ده.

یو ساده سویچ چې څنګه یو سړی وضعیت ته ګوري یوه نړۍ توپیري معنی لري. نه یوازې د وضعیت پایله بدلوي؛ بلکې په ژوند کې د هغه کس په ځاي باندې هم اغېزه لري. لکه څنګه چې شاعر سامویل بیکټ ویلي وو: “هڅه وکړئ. ناکامه شی. هېڅ خبره نه ده. بیا هڅه وکړئ. بیا ناکام شئ. ښه ناکام شئ”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.