ترکیه د خوړو او درملو له ملي ادارې سره مرسته کوي

623

د خوړو او درملو ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر د ترکيې او ماليزيا د درملو او طبي محصولاتو د ادارو له چارواکو سره کتلي دي. دا کتنې د درملو، واکسينو او طبي محصولاتو د کيفيت د لوړولو په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان د دويمې غونډې په څنډه کې شوې دي. د خوړو او درملو ملي ادارې په ټويټر خپرو کړو بيانونو کې ويلي چې ډاکټر عمر په دې کتنو کې د درملو او طبی محصولاتو د توليد او سوداګرۍ په برخو کې له ترکيې او ماليزيا سره د اړيکو او همکاريو د پراختيا غوښتنه کړې ده. د ترکيې د درملو او طبي محصولاتو د ادارې رييس له افغان لوري سره ژمنه کړې ده چې دوی به د درملو د کيفيت سنجونې په برخه کې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره تخنيکي مرسته وکړي. د ماليزيا د درملو او طبي محصولاتو ادارې مرستيالې روسيلاوتي هم د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره په تخنيکي او مسلکي برخو کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده. د يادونې وړ ده چې د درملو، واکسينو او طبي محصولاتو د کيفيت لوړولو په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان دويمه غونډه په ترکيه کې جوړه شوې وه چې د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر هم ورته وينا وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.