د افغانستان په بازارونو کې د بې کیفیته درملو په اړه اندېښنې

1,028
عتيق الله مطمئن- دویچه ویله
21 ساعتونه مخکې

په افغانستان کي ورځ تر بلي د بې کیفیته او تاریخ تیر درملو پر وارداتو، پلور او استعمال اندېښني زياتيږي. د ډاکټرانو په خبره د ټیټ کیفیت درملو استعمال د انسانانو له ژوند سره لوبې کول او ناوړه عواقب لري. خو چارواکي څه وايي؟

په افغانستان کې ډاکتران وايي چې دغه هيواد ته له قاچاقي لارو د وروړونکو درملو د کیفیت اړین کنټرول نه کیږي او همدا راز د غیرې مسلکي کسانو له خوا په جمعه بازارونو، مېله ځایونو، کلیوالي دوکانونو، لاسي ګاډیو او په ګرمه هوا کي د بازار د سړک ترغاړه پلور په مقصد درمل د انسانانو د روغتیا له پاره د زهرو په شان دي.

افغان متخصص ډاکترمحمدالله فراهي وايي هیواد ته په قانوني ډول وارد شوي درمل لا ډیر سلنه د مناسب کیفیت څخه برخمن نه دي، ځکه په دا کیفیت تر ډیره په نورو هیوادونو کي منع دي خو له قاچاقي لارو څخه افغانستان ته راغلې درمل په هیڅ ډول د استفادې وړ نه دي.

د یاد ډاکتر په خبره؛ په طبابت کي وړه اشتباه د انسان د مرګ په معنی ده خو اوس زموږ په هیواد کي آند د ټولني د ډیرو وګړو د تدریجي مرګ له پاره موږ داسې بې کیفیته او تاریخ تیر شوې درمل کاروو چې په اصل کي درمل نه، بلکي زهر دي.

هغه وايي: «د درملو اصول دا دي چې د ساتنې له پاره یې د هوا درجه باید مناسيبه وي او د لمر له وړانکو ليري وساتل شي خو زموږ په ټولنه کي په ورځو ورځو دوا په ګمرکونو کلیوالي دوکانونو یا هم د بازار پر سر غوړولې وي دا د انسان د ژوند د بربادۍ په معنی ده.»

د افغانستان د مالې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې دغه هیواد ته وارد شوي درمل تر هغه په ګمرکونو کي نه محصول کیږي تر څو د خوړو او درملو ملي ادارې له خوا ېې کیفیت تائید شوې نه وي، خو دا هم نه ردوي چې هیواد ته دي د نورو لارو بې کیفیته درمل رانشي:« په بندرونو او د ښار پر لویو دروازو د هغه درملو مخنیوي کیږي چې په قاچاقي ډول هیواد ته را وړل کیږې خو دا چې لوې سرحدونه لرو او درمل په وړو کارتنونو کي هم انتقال کیداې شي کنټرول یې آسانه نه دی اما دا موضوع موږ ته مهمه ده، ځکه د بې کیفیته او تاریخ تیر درملو پوري زموږ د هیوادوالو ژوند تړلی او حتې د مرګ سبب یې کیږې نو ځکه یې جدي مخنیوی ته ژمن یوو.»

د روغتیاېې چارو کارپوهان، د کمو، با کیفیته او د ناروغۍ د تشخیص پر بنسټ د درملو پر استفادې ټینګار کوي او وايې چې د بې کیفیته درملو کارول ناوړه اغیزي لري. خصوصآ انتي بيوتيک درمل، هغه که معیاري او منظم ونه کارول شي، د ویروسونو پر وړاندي خپل مقاومت له لاسه ورکوي.

وحید احمد د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ اوسیدونکی واېې چې د دوی د ولسوالۍ ټول بازارونه د بې کیفیته درملو ډک دي: «دلته درمل تر ګټي زیات تاوان لري ژوند ته سم دم خطر دی. ما مخکې یو ناروغ درلود چې څومره به مو ورته درمل ورکول صحت يې لا پسې خرابیدی. تاسو او خداې د یو پاکټ سردردۍ ګولیو بیه چې لس افغانۍ وي هغه به نو څه ګولي او څه به ېې ګټه وي»

د راپورونو له مخې، ډېر قاچاقي درمل افغانستان ته له پاکستان او ایران څخه له بیلابیلو قاچاقي لارو داخليږي چې اصلي لامل یې له ګمرکي مالیې څخه تېښته بلل کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان دویچه ويله ته وویل په یوشمیر ځایونو کي چې بې کیفیته او تاریخ تیر شوې درمل پلورل کیږي او تر اوسه لاسرسی ورته نه وو موجود په داسې پلان باندي کار روان دی چې نور به یې مخنیوی کیږې. هغه واېې له دې وروسته به پر درملتونونو نظارت چټک شي او هغه درمل او توکي چې زموږ د هیوادوالو له پاره زیان رسوونکي دي مخه یې نیول کیږي.

هغه وايي: «په کومو درملتونو کي چې داسې تاریخ تیر شوې او بې کیفیته درمل وي هغه ترې وړل شوې او ترې استحضاري اخیستل شوې او که ېې توکي ډېر غېرقانوني وي، نو درملتون يې تړل کیږي.»

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېر درمل او طبي وسایل له هند، پاکستان، ایران، چین، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ځینو اروپايي هيوادونو څخه واردیږې او په خپله هیواد کي هم یوشمیر د درملو فابریکي شته چې درمل تولیدوي.

د کارپوهانو له نظره هغه درمل چې د قاچاقي لارو دغه هيواد ته انتقالیږي د کیفیت او تاریخ په اړه یې هیڅ تضمین موجود نه دی او باید چې له استعمال او پلور څخه یې جدي مخنیوی وسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.