د ملګرو ملتونو ؛لخوا د روږدو د درملنې مرکزونو ته درمل او طبي توکي برابريږي

634

د ملګرو ملتونو ؛لخوا د روږدو د درملنې مرکزونو ته درمل او طبي توکي برابريږي

ملګري ملتونه په هېواد کې د روږدو د درملنې ۱۷ روغتونونو ته درمل او طبي توکي برابروي. د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې له ادارې سره يو تړون هم لاسليک کړی چې پر بنسټ يې په شمال، لويديځ، ختيځ او سويل کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې ۹۳۰۰ بسترونه چمتو کيږي. پر دې پروګرام نږدې دوه ميليونه ډالره لګښت راځي. له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې يوه چارواکي ويلي چې د ملګرو ملتونو له پراختيايي پروګرام سره يې د روږدو د درملنې له مرکزونو سره د مرستې په تړاو لاسليک شوی تړون مهم دی او ويلي يې دي چې افغانستان په دې برخه کې مرستې ته جدي اړتيا لري. د يادونې وړ ده چې د پخواني حکومت پر مهال په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې ۸۰ مرکزونه فعال وو چې د ا.ا د چارواکو په خبره، اوس يې د امکاناتو د نشتوالي له کبله نږدې ۵۰ سلنه له فعالیته لوېدلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.