د عجائبو ښار

مولوي ابوبکر صافی

834

زمونږ د ښار کبـان تـر نهنـګانو هـم غښـتلي دي

زمونږ ګـډې بيزې بیا تر لېـوانو هـم غښـتلې دي

دې ښار کې ګیدړو ټول زمریان په مخه کړي دي

دلتـه ګـیدړان بیـا تر زمـریـانـو هـم غښـتلي دي

دلته ښاپېرک بیا د عقاب پـه څيـر پېـښې کـوي

دلته تور کارغان له سپـينه بـازه هـم غښـتلي دي

دلتـه خـره لـه اسـپ سـره ډغـرو تـه راوتي دي

دلته مو شنه خره له ښکلي اسـپه هم غښـتلي دي

دلته بې سواد او کار ناپوه په مونږ امرونه کړي

دلتـه جـاهـلان تـر عــالمـانـو هـم غښـتلي دی

ښه دنیا هغه ده چې د ښو په کې ډېـر قـدر وي

دلته خو ښه کم دي دا بدان په کـې غښـتلي دي

مکــوه صافیـه چې په کـفر دې تـورن نـکړي

دلته واکمنان په دې فتوی کې ډېر غښـتلي دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.