د بریا او پرمختګ راز

رياض مقامزی

727

 که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یئ چې پخپل ژوند کې د پرمختګ هیله لرئ او غواړئ سبا مو تر نن ښه وي، نو حتما دا لیکنه ولولئ. که تاسو په ژوند کې هره هیله لرئ او یادې هیلې ته ورسېدئ نو همدا ستاسو بریا ده؛ مګر دا کار دومره ژر او په اسانۍ نه کېږي. پدې لاره کې به ګڼ خنډونه وي، ستونزې، ننګونې او نورې بندې لارې هم وي. دا چې دا موانع له مخې لرې کړای شئ او پخپل ژوند کې د بریا او پرمختګ خوند وڅکئ، نو دې څيزونو ته جدي اړتیا لرئ.

لومړی| هیله

د بریا او پرمختګ لپاره هیله لرل تر ټولو مهم بلل کېږي. که تاسو خپله هیله وبایلله پدې معنا، چې تاسو نور هېڅ کومه انرژي نه لرئ؛ نو تر هر څه لومړی ښې راتلونکي ته منتظر اوسئ، امیدونه مو ژوندي وساتئ. دا تر ټولو غوره کار دی.

دویم| اراده

له عظم او ارادې پرته حتی لمانځه ته پاڅېدل هم سخت وي؛ نو آیا د یوې لویې موخې لپاره د ارادې درلودل به لا ډېر مهم نه وي؟ يقيناً همداسې ده. د بریا لپاره بل اړین فکټور اراده بلل کېږي.

درېيم| خپل هدف تعقیبول

ځينې خلک د ژوند په اوږدو کې پر ځينو نور غیر ضروري او بې معنا کارونو مصروف شي او پدې توګه اساسي هدف ترې پاتې شي. خو تاسو باید داسې و نه کړئ، تل د خپل هدف په تعقیب کې اوسئ. دا کار تاسو بلې لارې ته له اوښتو ژغوري.

څلورم| بیا ـ بیا هڅه

په ژوند کې له ماتې وروسته باید هېڅکله له هڅو لاس په سر نه شئ. بیا بیا هڅه کوئ آخر هم دا کار یوه پايله لري، هغه دا چې تاسو به خپل هدف ته ورسېږئ.

پنځم| د وخت مدیریت

د وخت بې ځایه نه تېرول، ګټه ترې اخیستل، يو څه پکې زده کول او له یو چاسره نېکي کول هغه کړني دي چې ستاسو وخت له ضایع کېدو ژغوري. نو تل دا ټکی په نظر کې نیسئ. اصلا د وخت مدیریت د ژوند د مدیریت په معنا ده.

شپږم| د ښو ملګرو ټاکل/لرل

د ښو ملګرو لرل په هر لحاظ ښه دي؛ خو هېڅکله د کومې تمې لپاره ملګري مه پیدا کوئ. ښه ملګري پرته له غوښتنې تاسو سره همکاري کوي او تل مو سمې لارې ته رهبري کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.