افغان شتمني؛ یوه برخه د سویس بانک ته سپارل کېږي

652

امریکا غواړي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍنیمایي برخه یې درېیم لوري ته وسپاري. بهرنیو رسنیو د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو مذاکرات دوام لري او تازه دواړه لوري دې هوکړې ته نږدې شوي چې افغان شتمني به د سویس یوه بانک ته سپاري.

ویل کېږي چې په لومړي سر کې به ۳،۵ میلیارده ډالر د سویس دغه بانک ته وسپارل شي او د یادو پیسو د لګولو او کارونې په اړه به نړیوال نظارت موجود وي او نړیوال کارپوهان لا هم دغه پیسو ته د افغانستان د لاسرسي پر څرنګوالي خبرې کوي. رسنۍ دا هم وایي چې ښایي راتلونکې اونۍ دغه مسئله په رسمي توګه امریکایي لوری اعلان کړي.

امریکا افغانستان کې له سقوط وروسته د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده، چې له دې ډلې ۲ میلیارده یې د خصوصي سکتور او اووه میلیارده یې د افغانستان بانک شتمني ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.