د موشنګ په دانه لماسته شهزاد ګۍ

رڼاګل اریوبزی

1,500

د مو شنګ په دانه لماسته شهزاد ګۍ

یو وخت یوه شهزاده غوښتل چې د یوې شهزادګۍ سره واده وکړي. باید هغه په رښتیا شهزادګۍ وي. په دي نیت له کوره ووت او په ټوله نړۍ وګرځید، تر څو چې داسې شهزادګۍ پیداکړي، خو نه پیدا کیده. شهزاد ګۍ خو ډیرې وې، خو هغسې چې ده غوښته نه پیدا کیده. په هره یوه کې يې دغه یا هغه نیمګړتیا لیده اوهیڅ یوه هم ورته سمه شهزاد ګۍ نه ښکاریده.په خپګان او ناهیلۍ بیرته کورته را وګرځیده، ځکه چې ده يوه رښتینې شهزاد ګۍ غوښته؛ خو ويې نه مینده. يو ما ښام اسمان له تورو ډاروونکو وریځو ډک شو، غوریدا او بریښنا سر واخیست او دنا وې په شان باران اوریده، یو ډاروونکئ حالت و. په دې وخت کې د ښار دروازه وټکول شوه، بوډا پاچا ور روان شو، ترڅو دروازه خلاسه کړي. که ګوري یو شهزاد ګۍ ده چې دباندې د دروازې په وړاندې ولاړه ده. په دې باران او په دې خرابه هوا کې په ډیر بد حالت لیدل کیده. اوبه يې دسر له ویښتو په جامو بهید لې ، له جامو بیا بوټونو ته ور ننوتلې او له پوندو يې بیرته راوتلې. دې وویل چې دا په رښتی شهزادګۍ ده. زړې ملکې د ځان سره و ویل چې دا به اوس مالومه کړو. دې ته يې څه ونه ویل، دخوب کوټې ته ننوتل او د بسترې په ځای يې دموشنګ یوه دانه کیښوده. بیا يې په هغې شل توشکونه یو په بل باندې واچول او په هغوی يې بیا دالوتونکو دبڼکو ډیر پاسته شل نور توشکونه هم واچول. دا دشهزادګۍ دخوب بستره شوه او ټوله شپه پکې ویده وه. په سهار ترې وپوشتل شو چې خوب يې څنګه و. هغې ورته وویل چې:« خوب مې ډیر خراب و، توله شپه مې ستر؛ه پټه نه شوه، خدای خبر دی چې زما په بسترې کې څه شی و، په یوه کلک شي پرته وم، ټول بدن مې سور شین دی، به بد حال یم.»

أه دې ښکاري چې هغه په رښتیا یوه شهزادګۍ وه، ځکه چېدشلو توشکونو او دالوتونک د بڼک دشلو نورو توشکونو لاندې يې هم دموشنګو دانه احساس کړه. بې له شهزاد ګۍ هیڅوک هم دومره حساس اوناځک کیدای نه شي.

شهزاده له هغې سره واده وکړ، ځکه پوه شو چې رښتنې شهزاد ګۍ يې بیامونده او دموشنګ دانه يې دهنرونو په خزانه کې کیښوده، کیدای شي دچې هلته يې و وینو، خو په دې شرط، که چا غلا کړي نه وي.

ګوره، دا یوه رښتینې کیسه وه.

Hans Christian Andersen
Quelle: projekt.gutenberg.de

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.