کچکول

صفیه حلیم

1,062

اصلي کچکول پۀ طبیعي شکل کې د سمندر پۀ اوبو کې موندل کېږي. دا د بحرُالکاهل د ګرمو سیمو پۀ ساحلونو کې د هغۀ ناریل (کوپرې) ونه وي، چې ستره او په دوه برخو وېشلې وي. دغه مېوه به د سمندر پۀ مالګینو اوبو کې لۀ سولېدو وروسته خلکو راټولؤله. پۀ فرانسوي کې (کوکو ډي میر) یا د سمندر ناریل/کوپره نومېده. مُمکن د سمندر پۀ غاړه اوسېدونکو او لرغونو انسانانو پکې خواړۀ ساتل. يو وخت به مساپرو پۀ اوږدۀ سفر لۀ ځانه سره وړۀ. ځکه هغه وخت د خاورو لوښي ماتېدل. وروسته بیا د اوسپنې او برونزو د لوښو سره د کچکول ارزښت هم پاتې نشو. خو د راهبانو او دروېشانو لپاره د دې وړل آسانه وو، ځکه د اوبو او خوړو دواړو لپاره يې کارؤلی شو. د کچکول سپېڅلتيا مونږ ته د بودايي دين نه راپاتې وه، چې دوه نيم زره کاله پخوا يې د هند لۀ ختيځ څخه بیا د افغانستان سيمو ته کډه ؤکړه. اوس هم بودایي راهبان ځان سره کچکول ساتي خو د کوم څۀ غوښتلو اجازه نۀ پکې لري. خلک ورته خپله پۀ کچکول کې ډوډۍ یا هر بل شی اچوي. د اسلام لۀ خپرېدو وروسته ملنګانو، دروېشانو او فقیرانو به لۀ ځانه سره کچکول ګرځاوۀ، او خلکو به ورته د ثواب لپاره هغې کې ډوډۍ یا پیسې کېښودې. پۀ اسلامي نړۍ کې کچکول د تصوف او ریاضت سمبول ؤګرځید. پۀ ترکیې، سوریې، مصر او هند کې به یې د طبیعي کچکول د پاسه د نُقرې (سپینو زرو) پوښ هم ورکاوۀ. پۀ غاړه د ځړؤلو لپاره به ورسره زنځير هم وو. پۀ ځینو به د قرانکریم آیتونه نقش کېدل، او ساده کچکول د فقیرانو د نمایش سمبول شو. پۀ پښتو کې کچکول (کشکول) یا هم د ګدایۍ کاسه؛ د سپکاوي پۀ مفهوم هم کارېږي. لکه چې وایي: « فلاني خپل کچکول تل نورو ته نیولی وي…» پۀ پښتو شاعرۍ او لنډیو کې د کچکول یادؤنه هم دغه سمبول دی:
[ کچکول پۀ غاړه قلندر يم
فقر د يار د ديدن کړم بېرته راځمه ]

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.