میانمار؛ له سپېڅلو سرو زرو ډکه خاوره

804

بي بي سي پښتو

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

میانمار د سرو زرو هېواد بلل کېږي، د دې نوم دلیل د همدې هېواد په منډالي او یانګون ښارونو باندې د الوتنې پرمهال درمعلومېږي، کله چې د سټوپا او پاګوډا د سړکونو روښانيي له اسمانه در معلومه شي.

په دې سیمو کې چې هر ځای لاړ شئ ناشونې ده، چې د بودا د سرو زرو بوتان ونه وینئ.

به دې بوتانو کې بیا ځینې یې داسې هم شته چې د سرو زرو اوبه ورکړل شوې وي یا په کې کار شوي وي.

ښارونو منځ کې بیا لوی معبدونه دي او د ونو لاندې د خلکو له کورنو بهر کوچني معبدونه لیدل کېږي.

په ټول هېواد کې زرګونه مندرونه یا عبادت ځایونه شته دي، چې نږدې ټولو کې سره زر کار شوي دي.

د بګان معبدونه

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

د اراوادي سیند د دې طلایي ځمکې له منځه تېریږي.

نوموړي سیند ته ور څېرمه سیمه، د میانمار اصلي انځور وړاندې کوي.

هلته په غرونو کې لوی لوی مندرونه شته دي، ځنګلونو کې موسمي باد خور وي او له اوبو سره نژدې جوړ شوي کورونه تر سترګو کېږي.

د همدې سیمې په غونډیو کې ۷۰۰ د سرو زرو معبدونه شتون لري.

د بګان ښار شاوخوا کې بیا د ۲۲۰۰ زره معبدونو پاتې شونې لیدل کېږي.

بګان ښار کې د بګان د پادشاهۍ د ځواک په هسکو کې چې د ۱۱ مې او ۱۳ مې پېړئو/پېړیو ترمنځ راځي ۱۰۰۰۰ معبدونه شته و.

دا هغه وخت و، چې بودیزم په دې سیمه کې په چټکۍ سره خپور شو دا مذهب دوه زره کلن تاریخ لري.

سپېڅلي سره زر

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

سره زر په میانمار کې سپېڅلي ګڼل کېږي.

دلته ۹۰ سلنه نفوس بودایان دي، د دوی لپاره سره زر خورا ارزښت لري ځکه چې دا د لمر سمبول ګڼي او لمر د پوهې او روښانتیا په څېر نیکمرغیو سره تړلی ګڼي.

د هارورډ ډیوینټي ښوونځي کې د مذهبي زده کړې پروژو پر بنست ځایي خلک د بودا د درناوي لپاره معبدونه په سرو زرو سینګاروي.

ساتو هاتون په یانګون کې یو ځایي لارښود دی.

نوموړی وايي:” په میانمار کې سره زر لوړه بیه لري ځکه چې موږ یې له سیند څخه راباسو.”

په هر حال سره زر یوازې په معبد کې نه کارول کېږي.

هلته سره زر په دودیزو درملو کې هم کارول کېږي، د خولې له کریمونو څخه نیولې تر خواړو او مشروباتو پورې په بېلا بېلو څېزونو کې کارول کېږي.

په ځانګړو حالاتو کې د سرو زرو پاڼې د وريجو او دال سره ګډېږي او خوړل کېږي همدارنګه له څښاک سره هم ګډېږي او څښل کېږي.

سره زر دلته د خلکو د ځمکې او ژوند برخه ده.

هاتون وايي: “موږ د مخ ماسکونو په جوړولو کې له کیلو او د سرو زرو له پاڼو کار اخلو.”

دا د پوستکي لپاره خورا ښه دي، په کارولو سره یې له پنځو تر لس دقیقو پورې دا سره زر له منځه ځي یعنی جلد کې جذبېږي.

د سرو زرو لټون

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

د سرو زرو ترټولو مهمې سرچینې د منډالي شاوخوا کانونه دي.

سر بېره پر دې د سيند په څنډه کې هم سره زر موندل کېږي او هلته ځايي خلک د نوې ټیکنالوجۍ سره سره په پخوانیو طریقو سره زر له سینده ترلاسه کوي.

خلک د جیوه په نامه کیمیاوي موادو په مټ له شګو نه سره زر جلا کوي.

دا مواد زهرجن دي د سیند کبانو او خلکو ته ضرر رسوي.

د میانمار د ځايي ورځپاڼې ‘میانمار ټایمز’ په وینا د سرو زرو نا قانونه استخراج زیانونه اړولي دي.

خو د انډېپېنډنټ په وينا، هلته داسې سيمه ييزې پروژې هم شته چې د کانونو د ښه والي لپاره هڅې کوي تر څو چاپېريال او خلکو ته زيان ونه رسېږي.

د منډالي زرګران

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

د منډالي ښار د مرکزي سیمې یوې برخه کې مسلکي کسان شته دي چې د سرو زرو نازکې پاڼې جوړوي.

دوی د تېږې او کاغذ ترمنځ سره زر ږدي او بیا یې تر هغه په څټک وهي چې لکه کاغذ داسې نازک شي.

دا چاره درې پړاوه لري یا درې ځلې ترسره کېږي او شاوخوا پنځه ساعته وخت نیسي.

هاټن وايي، د سرو زرو د پاڼو جوړول لکه کورنۍ سوداګرۍ داسې ده، چې نارینه سره زر ټکوي او هواروي یې، خو ښځې بیا د پاڼو په بڼه یې برابر وي او پاڼې ورنه جوړوي.

د سرو زرو د پاڼو جوړول

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

یوځل چې د سرو زرو پاڼې په مربع شکل کې برابرې او پرې شي بیا په ځانګړو کاغذونو کې کېښودل کېږي او بودا ته د ډالۍ په ډول وړاندې کېږي.

دلته ښځې د بودا په مجسمو باندې د لرګیو په ګاڼو باندې د سرو زرو پاڼې هم لګوي.

د هاتون په وینا، سره زر نه یوازې په معبدونو او ګاڼو کې کارول کېږي بلکې په کېلو او ناریلونو باندې هم لګول کېږي چې د نذرانې په توګه وېشل کېږي.

خلک له سرو زرو نور ځایونو کې هم ګټه اخلي.

د تهناکا په نوم لرګي سره یو ځای کېږي او په پوستکي وهل کېږي، چې د لمر له وړانګو یې وساتي.

په سینګار توکو کې هم ترې کار اخیستل کېږي او د پوستکي ښکلا لپاره هم کارول کېږي.

سره زر د اسعارو په توګه

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

په تېرو وختونو کې او اوس هم، سره زر په میانمار کې د اسعارو په توګه کارول کېږي.

د سیاسي او اقتصادي ناڅرګندتیا له امله، سره زرو د سیمه ییزو اسعارو پرتله لوړ ارزښت لري.

د ځايي خلکو په خبره، دلته خلک د دې پر ځای چې په بانک کې د سپما اکاونټ جوړ کړي، سره زر د خپل راتلونکي ژوند د سوکالۍ تضمین لپاره اخلي.

دوی د سرو زرو تېږې او د سرو زرو ټوټې اخلي او ساتیې.

هاټن وايي، هېواد یې د ۱۹۴۸ کال له خپلواکۍ راهیسې اقتصادي ټیکاو نلري.

له همدې امله خلک غواړي سره زر زیرمه کړي، ترڅو اقتصادي راتلونکی یې خوندي وي.

سمه ییز سخاوت

میانمار

د عکس سرچینه،VISOOT UTHAIRAM

د دې ځای خلکو لپاره بودیزم د ورځني ژوند لویه برخه ده.

سهار وختي، بودايي راهبان د خوراکي توکو په لټه کې په کوڅو او بازارونو کې ګرځي.

خیرات دلته د سیمه ئیز کلتور یوه مهمه برخه ده، کوم چې د ځایی خلکو سخاوت او مهرباني ښيي.

هاټن وايي: “دلته خلک ډېر ښه او مینه ناک دي، دوی تل خندا کوي. دوی یوازې مرسته کول غواړي، دوی له تاسو څخه هیڅ نه غواړي.”

د سرو زرو نذرانه

میانمار

د عکس سرچینه،VIVIEN CUMMING

هر سهار په څلورو بجو، د منډالي د مهاموني پایا معبد چې د دې ځای تر ټولو سپېڅلی معبد دی له خلکو ډک وي.

دوی د سرو زرو پاڼې چې په یوه ډالر پنځه دانې ورکول کېږي پېري او یو قطار کې درېږي هر یو په خپل وار سره دا پاڼې د بودا په مجسمه لګوي.

د هاټن په وینا “موږ تل غواړو چې بودا ته ډیر څه ورکړو، موږ نور معبدونه جوړوو او غواړو له خپلې ځمکې لا زیات سره زر را وباسو چې همدا معبدونه پرې سینګار کړو.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.