د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې پرون د تلې دویمه د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ۱۸ کلپونو ترمنځ د انټرکلپ رسمي سیالي پیل کړې.
د پکتيکا د کرېکټ امر شېردل دانش وایي، یادې سیالي به یوه میاشت دوام وکړي او د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه به پهکې د کرېکټ ۱۸ لوبډلې برخه ولري.
شېردل دانش زیاته کړه چې هره ورځ به دوه سیالي کېږي او د یادو لوبو په پای کې به د زون په کچه لوبډلې ته غوره لوبغاړي وپېژندل شي چې د نورو ولایتونو له لوبډلو سره به د کرېکټ سیالي وکړي.
په دغو سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې ورته رسمي لوبې برابرې شوي او په وینا یې، کولای چې د دې سیالیو له لارې خپله وړتیا وښيي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې لهخوا پر پکتیکا سربېره د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د روانې میاشتې پرمهال د رسمي کلپونو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل کړي چې موخه یې د غوره لوبغاړو پېژندل په ګوته کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.