سپنوزا

ننګيالی بڅرکی

421

سپنوزا(spinoza)دآزاد فکر د فلسفې مخکښ چې نړۍ ته یې بدلون ورکړ

یادونه:هیله لرم چې دغه لنډ مطلب ته حوصله وکئ او وې لولئ بې ګټې نه دی.په نړۍ کي د اقتصادي اجتماعي فرماسینونونو(د تاریخي پنځو دورو)پړاونه په مختلفو زمانو او دورو کی تیرشوي دي. .
په اروپا کې تر ۱۴ قرن پورې د غلامۍ او فیوډالۍ زمانې وې، دیکتاتورۍ او د کلیساؤ خودسرۍ وه. د علم د پرمختګ په مخ کي د کلیسا تندروه قوانین خنډوه. خو د اروپا د تولیدي رشد په بدل کي فیوډالي نظامونوخپل ځای یوې پرمختللي پړاو سرمایدارۍ ته پریښود. چي په دې باب د آزاد فکر د مفکورې فیلسوف سپنوزا د خپل هیواد هالینډ او اروپا د پاره د پام وړ خدمتونه وکړه.

د کال ۱۵۷۹م د آزادۍ څخه وروسته هالینډ په نړۍ کي لومړی هیواد ؤ. چي د فیوډالۍ جرړې ویستې او سرمایداري انقلاب ئې پیروزۍ ته ور ساوه. او د آزاد فکرمفکوره ئې عملي کړه.

سپنوزا د هالینډ نامتو فیلسوف،چي بشپړه نوم ئې باروخ بندیکت سپنوزا دی،د زیږیدني نیټه ئې ۱۶۳۲م کال پر ۲۴ نوامبر او په امستر دام کی زیږیدلی دی، د مړیني نیټه ئې ۱۶۷۷م پر ۲۱ فبروري باند ؤ، چي په لایډن کي اوس ښخ دی.

هالینډ چی یو وخت د هسپانې مستعمره وه او دا هسپانیا د ۱۷ ولایتونو د جملې څخه وه.په ۱۵۷۹م کال کې خپله آزادي تر لاسه کړه.دغه وخت هالینډ د یوه دیکتاتور دوهم فلیف په لاس کي ؤ.په ۱۵۵۶م څخه تر ۱۶۴۸م پوري ده ځان یو نړیوال شخصیت ګاڼه.او دی یو متعصبه کاتولیک ؤ.د هالینډ هیواد په همدغه وخت کي د نړۍ په کچه یو پر مخ تللی هیواد ؤ.
د همدغه اقتصادي پر مخ تګ سره د آزاد فکر مفکوره د هغه وخت د ستر فیلسوف سپنوزا د خوا څخه واک ته ورسیدل. د کلیساپه مقابل کې لومړی یوه ۲۰۰ کسیزه ټولنه د اشرافو لخواجوړه کړه،او په هیواد کي د نوی تحولاتو د پاره لاره پرا نیستل سوه.
د آزاد فکر د فلسفې پلویانو د ۱۷ پیړۍ په درشل کي د بورژوازۍ د پر مختګ د پاره زمینه برابره کړه، فیوډالي اړیکي،د کلیساخود سری ئې کنترول کړه.مطلقه شاهي دولتونه په مشروطه شاهي دولتو تبدل سوه. د ښځو کار او فعالیت په هالینډکي قانوني وګرځیده. او د هالینډ وټیز حالات په ډیره چټک تیا پر مخ ولاړه،چي د همدغه پر مخ تګ سره جوخت په انګلستان کي هم بورژوازي انقلاب د ۱۶۶۰ کلونو په شاه و خوا کي رامنځ ته سو.
په انګلیستان کي هم په همدغه ډول علم د کلیسا تر ستم لاندی وو. علم د کلیسا تر سرحد نه سوای تیریدای. دغه بورژوازي اقتصادي مناسبات وه چي کلیسا او مذهب ئې تر قانون لاندي راوستی.او په ۱۶۶۲م کال کي د لندن د علومو شاهي ټولنه جوړه سوه. آزاد فکر او علم خپله لاره د مذهب او کلیسا څخه بیله کړه. همدغسي بیا په ۱۶۶۶م کال په فرانسه کي هم د علومو اکاډمي جوړه سوه.او په ټوله اروپا کي د انسان دوستۍ فلسفه را منځته سوه.او په ادبیاتو کي آزاد بحثونه او د کلاسیکو ادبیاتو ځای رومانتیکو ادبیاتو ونیوه،او تر دې ورسته بیا جان لاک – ولتر – منتیکو او روسو دغه لړۍ او مبارزه مخ ته بوتلل.
د فیوډالیزم او کلیسا د ماتي څخه وروسته علم په بریا لیتوب پر مخ ولاړی.اوپه ۱۷۷۶م کال کي د فکر د آزادۍ څخه په ګټه اخیستلو سره امریکاهم د اروپائي هیوادونوڅخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.په نړۍ کي دیکتاتوري ټولني،مطلقه شاهي نظامونوخپل ځای پارلماني و جمهوري سیسټومونو ته پریښود.
چي دغه ټوله د سپینوزا د آزاد فکر له برکته وه.

لیکوال : ننګیالی بڅرکی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.