عدلیې وزیر: اروپايي ټولنه دې پر ا.ا سیاسي فشارونه پای ته ورسوي

656

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه اندېښنه ښودلې او د عدلیې وزارت سرپرست یې په ځواب کې ویلي چې ا.ا د ترهګرۍ مخالف دی او پر وړاندې یې مبارزه کوي. د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي، پرون د اروپايي ټولنې له سفير توماس نیکولسن او مل پلاوي سره په دغه وزارت کې ولیدل. سرچينې ليکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قوانينو، امنیت، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې نیکولسن د قوانينو په اړه او دا چې څومره کار پرې شوی او تر کومې کچې پرمختګ شوی او د دغو قوانینو اساس او بنسټ څه دی، معلومات وغوښتل چې د عدلیې د سرپرست وزیر له لوري په دې برخه کې مفصل معلومات وړاندې شول. په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدلیې وزیر د اروپايي ټولنې له سفيره وغوښتل چې نور پر ا.ا سياسي او اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.

او بل خبر دا چې: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري، په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش پروګرام پراخ کړي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند، وحید الله اماني وايي د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د دې پلان د عملي کولو لپاره یو اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري. نوموړی وايي هیله لري چې مرستندوی سازمانونه او هېوادونه یې ورکړه پر غاړه واخلي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه کسانو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو هدف ټاکلی و، خو د اګست د میاشتې له سیاسي تحولاتو وروسته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی وتوانېدل هغه کال تر ۱۵ ملیونو ډېرو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.