ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري ناورین

529

په افغانستان کې له بشري ناورین سره سم ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي، لږ تر لږه شپږ میلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دي چې ډېری برخه یې ښځې دي.

ملګرو ملتونو نن سه‌شنبه د لیندۍ ۲۲مه پر ټویټر لیکلي، افغانستان کې شپږ میلیونه خلک چې ډېری یې ښځې دي، د قحطۍ په څنډه کې دي.

دا بنسټ زیاتوي: “د دندې، ډوډۍ پیداکولو او روغتیایي توکو ته په لاره پیدا کولو ښځې هغه برخه جوړوي چې په لاسته‌راوړلو کې یې تر ټولو وروستۍ دي.

د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان ښځې د اقتصادي ستونزو له امله خپل شته څیزونو پلورلو ترڅنګ دې ته اړ شوي چې خپلې لوڼې مخکې له وخته واده کړي.

د دغه سازمان د ښځو څانګې ویلي، د بېسوادۍ او د ژوند لومړیتوبونو بې برخې توب له امله ټولې ښځې پیژندپاڼې نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د خوړلو نړیواله پروګرام اعلان کړی و چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک په کافي کچه خواړه نه لري.

د دې راپور پر بنسټ د هېواد هرو ۱۰ کسانو څخه یوازې یو یې درې وخته ډوډۍ خوړلو توان لري.

دې ادارې ویلي، په وروستیو میاشتو کې یې بېلابېلو برخو کې له ۱۰ میلیونه ډېرو ښځو سره مرسته کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.