د ښوونکي ورځ؛ ځينې ښوونکي له جدي اقتصادي ستونزو شکایت لري

641

نن د اکټوبر پنځمه چې د میزان میاشتې له ۱۳مې سره سمون خوري د ښوونکي له ورځې سره برابره ده.

ازاده د کاپیسا ولایت یوه له هغو ښځینه ښوونکو څخه ده چې له کال زیاته موده کېږي په کور ناسته ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل ، مېړه يې هم وزګار دى او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

ازاده وايي، په جمهوري نظام کې یوه اندازه معاش ورکول کېده، چې خپلې او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې یې پرې هوارولې.

نوموړې زیاتوي: “له تېر یو کال راهیسې موږ له اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. په کرايي کور کې اوسېږم، مېړه مې هم وزګار دی او دا مهال له معلمۍ سره ډېره لېواتیا لرم. د پوهنې وزارت بايد موږ ته د کار زمينه برابره کړي.”

ازاده چې واړه ماشومان لري، د طالبانو له واکمنۍ او د پخواني حکومت د ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کاپیسا کې د جګړو په ترڅ کې له دې ولایته بې ځایه شوې او اوس په کابل کې په یو کرايي کورونو کې اوسېږي.

یوه بله افغان ښوونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، له شلو کلونو راهيسې د کابل ښار د نجونو بېلابېلو ښوونځيو کې ښوونکې وه، خو د نظام په بدلون سره یې دنده له لاسه ورکړې ده.

هغه وایي: “ما په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار کاوه او تر شپږم ټولګي پورته به مې نجونو ته درس ورکاوه، خو د رژیم د بدلون له امله مې خپله دنده له لاسه ورکړه، اوس چې هر څومره د کار په لټه کې یم، خو کار نه شم موندلای.”

نوموړې وايي، چې مېړه يې مړ شوى، زوى نه لري او د خپلو درېيو لوڼو سرپرسته ده او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اکټوبر پنځمه نېټه چې د میزان د میاشتې له دیارلسمې سره سمون خوري د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

طالب چارواکو په کابل کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته له افغان ښوونکو سره ځینې ژمنې وکړې.

د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې وویل: “د افغانستان اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې د تعلیم او تربیې په چوکاټ کې شل زره اضافي بستونه په پام کې ونیسي. موږ انشاءالله د افغانستان ښوونکو او ولس ته د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمت ته ژمن یوو.”

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال له شپږم ټولګیو پورته زرګونه ښوونکي په کورونو کې ناست دي او ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري او له څه باندې يو کال تېرېدو وروسته لا هم له شپږم ټولګي نه پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي تړلي پاتې دي.

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دفتر هم د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټوېټ کې ویلي چې معلمي اسانه نه ده او په افغانستان کې لا سخت کار دی.

یونېسف زیاته کړې، چې زموږ لپاره د نن ورځې اتلانې د افغانستان هغه ځوانې ښځینه ښوونکې دي، چې د ټولو ننګونو سره سره هیله مندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت پخواني سرپرست نورالله منیر څو ورځې مخکې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ښوونکو د حقونو او د نجونو د تعلیم په اړه وینا کې او په دې اړه اشاره وکړه او د زده کوونکو پر وړاندې د ښوونکو د مسووليت په اړه یې وويل: “ښوونکي بايد مسووليت منونکي وي او هغه څوک چې له خپلو اوسنيو حقونو (تنخوا) راضي نه وي، کولای شي چې بله دنده ونیسي.”

دې څرګندونو د یو شمېر ښوونکو توند غبرګونونه راوپارول.

د ازادي راډيو خبریال هڅه وکړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د ښوونکو د شمېر په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت نظر هم واخلي، خو ځواب يې ترلاسه نه کړ، خو څو میاشتې وړاندې د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډيو ته وویل، چې په افغانستان کې تر ۲۴۰ زره ښوونکي شته چې ۳۸ سلنه یې ښځې دي.

ازادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.