د پښتون او هزاره تاریخي اړیکي او د هزاره نسل وژنې اوسنۍ ناندرۍ

لیکوال: غازي اکبر

968

 پښتانه او هزاره ګان د تاریخ په اږدو کې ستراتیژیک متحدین پاتې شوي دي. د هزاره نسل وژنې اوسنی کمپاین د هزاره ورونو و خویندو د ځوانو روسنفکرانو له خوا د خپل قوم د مظلومیت ښودلو روایت سازي ده چې د نړیوالې ټولنې پام راوګرزوي؛ د هیواد په دننه کې هزاره ګان بچ کړي او په بهر کې ورته د پناهنده ګۍ زمینې جوړې کړي. کله چې قومونه بیدار شي، بیا د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره روایات او استدلالونه جوړوي. هزاره ورونه او خویندې هم استثنا ندي. خو کاشکې د دوی ځینو (په شعوري یا ناشعوري توګه) د خپلې داعیې د روایت او استدلال لپاره یې پښتون قام نه ټارګیت کولای، ځکه هزاره ګان د میرویس نیکه، احمدشاه بابا غازي امان الله خان حکمتیار، حامد کرزي، د امریکا تر راتلو وروسته طالبانو او اشرف غني سره د ستراتیژیک لیدلوري له مخې ملګري او یا لږ تر لږه په تفاهم کې پاتې شوي دي.

هزاره ګان په نره له میرویس نیکه سره ودریدل او تر هغه وروسته، سره له دې چې صفوي دربار د شیعه ګانو ولایت فقیه وو خو د افغانستان اوه زره اتل هزاره ګان د شاه محمود هوتک په لښکرو کې د مستبد او ظالم صفوي رژیم د ټکولو او نسکورولو لپاره لاړل، په میړانه د افغان فاتحینو په لښکرو کې وجنګیدل، یو تن یې هم تسلیم نه او تر وروستي فرده شهیدان شول.

د احمدشاه بابا د پوځ یو لوی جنرال هزاره وو چې په ټولو فتوحاتو کې ورسره ملګری وو. د غازي امان الله خان پر مهال هزاره ګان تر ټولو قومونو زیات د دغه ازادي اخیستونکي پاچا سره ملګري وو او هغه وخت چې امیر حبیب الله کلکاني زیاتره سیمې ونیولې، هزاره جات تر پایه مقاومت وکړ، د آمان الله خان پاچهۍ ته وفادار پاتې شول او په دې لار کې یې زیات شهیدان ورکړل او لوی تاوانونه یې وګالل. د کابل په کورنیو جګړو کې عبدالعلي مزاري لومړي له احمدشاه مسعود سره په تکتیکي ډول ملګری شو ځکه مسعود له شوروي اتحاد او د هغه د ځای ناستې روسیې او د کابل د پوځ او استخباراتو په مرسته دزیاتو وسلو او سیمو د نیولو چانس درلود، نو مزاري له اغه فرصته د ګټې اخیستو لپاره ورسره ایتلاف وکړ خو ډېر ژر یې ترې خپله لار جلا او له پښتون حکمتیار سره ملګری شو. عبدالعلی مزاري د طالبانو سره هم د همدغه ستراتیژیک لید له مخې ملګری شو، خو طالبان ځوانان وو، د سیاست او تاریخ مطالعه یې کمه وه، او په یوه بدمرغه تصادف کې یې استاد مزاري شهید کړ. مزاري ویل چې اتلس ځل یې له مسعود سره قراردادونه کړي دي، خو هر ځل تړون د مسعود له خوا مات شوی دی، خو له پښتون حکمتیار سره یې یو ځل تړون کړی دی او هغه پرې ټینګ او وفادار پاتې شوی دی.

استاد مزاری بله مهمه خبره هم کړې ده چې مفهوم یې دا دی: (ما فکر کاوه چې پښتون څو سوه کاله پاچاهي کړې ده او استبداد یې کړی دی، خو د دوستۍ په جامه کې چې له هزاره ګانو سره مسعود او رباني کومه جفا وکړه، پښتنو په څوسوه کلونو کې نه ده کړې. زه اوس پوه شوم چې دا قومونه نه دي چې یو پر بل ظلم کوي، بلکې حاکمیت دی چې پر خپلو حریفانو او مخالفانو ظلم کوي). د عبدالعلی مزاري دغه ویډیوګانې په یوتیوب کې په اسانۍ پیدا کیږي. کریم خلیلي چې هم له کرزي سره په ټولو دورو کې او هم له اشرف غني سره په لومړۍ دوره کې ملګری و، محاسبه او له تاریخ څخه یې معلومات یې لرل او شعوري تصمیم یې نیولی وو. دا سمه ده چې په اوسنیو شرایطو کې هزاره ګان د د اع ش تر هدفي بریدونو لاندې دي خو د دوی په شان دیوبندي او حنفي مسلمانان هم تر بریدونو لاندې دي.

د اع ش یوه تکفیري ډله ده چې پیاوړی استخباراتي حمایت لري او وژنې د قومي دښمنۍ له مخې نه بلکې له مذهب څخه د خپل ناسم برداشت او تعصب له مخې کوي. تر اوسه دوې هم د اهل تسنن او هم د اهل تشیع په مسجدونو او د راټولیدو په ځایونو کې خونړۍ حملې کړي دي اومهم شخصیتونه یې ترور کړي دي. د اع ش د کوم قام ډله نه ده، بلکې د ټولو قومونو ډېر ورک او مجهول الهویه کسان پکې شامل دي، او هیڅوک نه پوهیږي چې اسمانه رالویږي او که له ځمکې رازرغونیږي. د فرید مزدک زوی په دې مفهوم په ډېر ویاړ سره وایي چې: (د اع ش په لویه کې د پښتون دښمن دی، ځکه خراسان غواړي، غیر پښتانه پکې زیات دي، او پښتانه تر نورو په زیاته بې رحمۍ سره وژني).

البته دا روایت چې د هزاره ګانو قتل عام قومي نسل وژنه ده، سمه ادعا نه ده، ځکه که دوی د قوم په توګه وژل شوي وي، نو کوم قوم وژلي دي؟ د افغانستان موجودو قومونو پښتون، تاجک، ازبک او کوم یو بل یوه خو ندي وژلي. د اع ش یې وژني، خو د دوی په شان دا نور قومونه هم وژني او بې رحمانه او وحشیانه یې وژني. نو مشترک ملي درد باید قومي او محدود نه شي. د امیرعبدالرحمن له خوا د هزاره ګانو د وژلو تاریخ سازۍ ته هم یو منتقدانه نظر پکار دی. دغه امیر خوخپل پښتنانه مخالفین او حریفان لکه شینواري، جبارخیل او نور غلجي او دراني قومونه تر هزاره ورونو په مراتبو زیات وژلي دي، خو د قومي تعصب پر بنسټ نه بلکې د خپل مرکزي حکومت د تقویه کولو له پاره یې وژلي دي. که تاج التواریخ ولولئ دغه امیر له هزاره ګانو سره ډېره مدارا کړې ده، هر ځل یې جرګه ورلیږلې ده، بیا یې د هغوی له منځه ورته مشر ټاکلی دی خو چې بیا هم ټکر منځ ته راغلی دی، نو متاسفانه مرګ ژوبله پکې شوې ده او د استاد عبدالعلی مزاري په وینا دا قومونه نه دي چې یو پر بل ظلم کوي، بلکې حاکمیت دی چې پر خپلو حریفانو ظلم کوي.

رښتیا ده، د ټولو قومونو اکثریت مظلومان دي. بله مسله چې د امیر عبدالرحمن په وخت کې د ۶۲٪ هزاره ورونو قتلول دي، هم د دقت وړ ده. د افغانستان دقیق نفوس چې د کمپیوتر او ځمکنیو او هوایي سیستمونو او سټلایټونو په موجودیت کې سره له دې چې د بون د تړون یوه مهمه ماده وه چا معلوم نه کړ، نو په هاغه ستونزمن او له انګریزانو څخه تر دوه جګړو راوتلي بحراني هیواد کې چا معلوم کړی وو؟ که چا دغسې معجزه کړي وه، نو: – چا او کومې ادارې دغه معجزه کړې وه. – په کومو وسایلو یې دغسې دقیقه سرشمیرنه کړې وه؟ – هغه وخت د ټول هیواد نفوس څومره تثیبت شو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.