په پاکستان کې د بې اسناده افغان مهاجرو برخليک به څه وي؟

357
10 ساعتونه مخکې

هغه افغان پناه غوښتونکي چې په امريکا کي د قبليدو شرايط لري، په پاکستان کي په بې برخلیکه او ناوړه شرايطو کي اوسیږي. هغوی هلته حتي د بندي کيدو له خطر سره مخامخ دي.

د په زرونو هغو افغان پناه غوښتونکو او پر p2 (په امریکا کي د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام) باندي برابر کسان چي د پخواني حکومت له سقوط سره سم پاکستان ته مهاجر شول، وضعيت يې ورځ تر بلي خرابيږي.

دغه  افغان پناه غوښتونکی وايې چې د پاکستان حکومت له يوې خوا د هغوی ويزی چې تاريخونه يې تير دی نه تمدیدوي او له بلې خوا يې اعلان کړی چې د ۲۰۲۲م کال تر پايه پوري ناقانونه افغان کډوال نيسي او درې کاله به بنديان وي.

واک ته د طالبانو په بيا رسېدو سره، په لسگونو زره افغانان، د بهرينو موسسو د کارکوونکو په گډون د خپل ځان  ژغورني له پاره پاکستان ته ولاړل، خو د څوو مياشتو په تيريدلو سره يې په دغه هيواد کي د اوسیدلو اسناد يې بې اعتباره شوي او اوس په سختو ستونزو کي ښکيل دي.

د امريکا متحده ايالاتو د پناه ورکولو په پروگرام (پ ۲) کي شامله، شکريه صدیقي چې په پاکستان کي ده، وايې: «يو کال کيږي چې په پاکستان کي اوسیږم. په خواشينۍ سره دلته د اوسیدلو ويزه می پای ته رسېدلي ده. په دي وروستيو کي پاکستان اعلان کړی دی چې هغه پناه غوښتونکي چې د اوسیدلو قانوني اجازه ونه لري، د روان ميلادي کال په پاي ته رسیدلو سره درې کاله بندي کيږي،دا زما او د ماشومانو له پاره ډېره سخته ده.»

هغې زياته کړه: «په خواشيني سره پاکستان د افغان پناه غوښتونکو له پاره چې د ويزي تمديدلو غوښتنه کوي، ويزې يې نه تمدیدوي او لږ کسان چې وتوانيږي ویزه واخلي، د تمدید اعتبار يې يوه مياشت دی. يا هم کميشن کاران دي چې د ويزي تمديدلو له پاره ډېري پيسي اخلي او ډېر افغان مهاجر له مالي ستونزو سره مخامخ دي.«

په پاکستان کي يوه افغانه مېرمن فرزانه محمدي چې برخليک يې نامعلوم دی، دویچه ويله ته وويل: «د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله، کوم کور په کرايه نه شو نيولی، ماشومان مي په ښوونځي کي د نوم ثبتولو حق نه لري او موږ ته د مهاجرت کارت نه راکوي او نه شو کولې خپل گرځنده تلیفون ته سيم کارت واخلو.»

يو بل افغان پناه غوښتونکی بشيراحمد وايې: «د ژوند کولو له پاره کوم عايد نه لرم. کومي پيسې چې مې لرلې په تير يوه کال کي مصرف شوي. اوس د پاکستان د پو ليسو له خوا د ويزي نه لرلو له کبله د نيول کيدو او بندي توب ويري اخيستې يم، له روحي پلوه سخت زوريږم.«

هڅه مو وکړه چې په کابل کي د پاکستان سفارت مسولينو سره په دي اړه وغږيږو، خو له ډېرو هڅو سره سره مو ونه شوای کړای هغوی خبرو کولو ته حاضر کړو.

په داسي حال کي چې په کابل کي طالبان وايې، کوښښ کوي چې په گاونډيو هيوادونو، له هغې ډلي په پاکستان کي د افغان پناه غوښتونکو ستونزي له ديپلوماتيکو لارو حل کړي.

د طالبانو اداري يو وياند بلال کريمی وايې: «لکه هغسی چې موږ په جريان کي يوو، تراوسه په رسمي توگه د ويزو ورکولو کي کوم بدلون نه دی راغلی. دغه بهير په نورمال ډول روان دی، خو ځيني ستونزي شته، بايد وڅيړل شي او وکتل شي چې ستونزي او خنډونه له کومي خوا رامنځ ته شوی دي. اسلامي امارت د ديپلوماتيکو لارو هڅي کوي چې په پاکستان کي د افغان پناه غوښتونکو ستونزي حل کړي.»

دغه راز د چارو کارپوهان وايې چې طالبان په گاونډيو هيوادونو کي د افغان پناه غوښتونکو وضعيت ته په پام کولو کي پاتي راغلي دي.

په افغانستان کي د مهاجرت په چارو کي څيړونکی عبدالستار فرهادي وايې: «د طالبانو په اداره کي د بهرنی سیاست او پروگرام نه شتون د دي سبب شوی چې افغان مهاجر په گاونډيو هيوادونو له هغې جملې په پاکستان کي له ناوړه حالاتو سره مخامخ شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.