نظم

محمداجمل کریمي

561
دا مې حال دی!راته ګوره انډیواله!
زړه ستي، سینه زخمي، او رنګ ظهیر دی
په لاسونو او پښو کې مې ځنځیر دی.
زه تر دې حده په لارو نابلد یم.
چې ورک کړې مې په ورکه لار مسیر دی.
دېوالونو ته کېسې کوم لګیا یم.
دا زه څه یم؟ خدایزده کومه یوه بلا یم.
دا مې حال دی! جار ریښې ریښې ګرېوانه.
درکتای نشم قسم دی له خپګانه.
ژوندۍ اوښکو یې تر ستونې رانیولی.
زه له ذات بهر نشم در وتلای.
بې وسۍ مې لکه ښه لویه تربوره.
همېشه مې بیا بیا بیایي تر تروره.
دا مې حال دی!زښته موړ یم له ژوندونه.
پخپل ځان کې یم بندي له زړه تنګونه.
اضطراب لکه ملګری راسره دی.
درد مې لرې لرې بیایي له سکونه.
نه د ورځې یار او نه هم د ماښام یم.
پخپل فکر په پوره معنا تمام یم.
نه رنګونه راته خاندې لکه مخکې.
نه هوا دچا د زلفو بوۍ راوړی.
نه موسم ښکاري دباندې لکه مخکې.
دا مې حال دی!له یارانو نه ګوښه یم.
غلی ناست چرته په لرې یوه کوڅه یم.
ستا راتګ ته په شېبه شېبه لار څارم.
سایه ما غوندې او زه لکه سایه یم.
قوانین د دغو روغو روغو خلګو.
له نیمګړو خلګو کله مراعت کیږي.
زه که هرڅو ځان بیا بیا راټولومه.
خو هم هغسي بیا بیا رانه شړیږي.
دا مې حال دی!دوعاګانې راته وکړئ.
یه یارانو یه ملګرو یه خپلوانو.
حق مو هم راته را وبښئ قربان شم.
نا لیدلو او لیدلو قریبانو.
ژوند نیمګړی دی نیمی دی او نستي دی.
نه په خوښه دی او نه هم دایمي دی.
ټول زوال دي که ګلاب دی که نرګس دی.
که دا وخت،که دا شېبې، که “کریمي”دی.
مقصد وروسته د بښنې معنا څه ده.
اې بښنه چې ده ښه په ژوندانه ده.
دا مې حال دی! اې له مانه نا خبرو.
که له مرګه بعد دریاد شوم بیا به حتماً.
دا ټپه درنه بیا بیا ځل ویل کیږي.
څه په ناڅاپه مرګې لاړې.
ګرانه لالیه ما دي نه منل لوظونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.